که ولسمشر مو ټولواکه وای؟

 
د امریکې پخواني دفاع وزیر او همدارنګه  پخواني ولسمشر یې د حامد کرزي  د ولسمشرۍ په اړه څرګندونې کړې وې چې د افغانستان ولسمشري د بل هر هېواد له ولسمشرۍ څخه پیچلې او سخته دنده ده. ښايي علتونه یې ډیر وي خو یو عمده علت یې دادی چې په افغانستان کې د ولسمشر داودخان څخه وروسته بیا هیڅ داسې وخت نه دی راغلی چې ولسمشر مو خپلواکه وي. یا به د ګاونډیو هېوادونو د نفوظ لاندې وو او یا به هم په مستقیم او یا هم غیر مستقیمه توګه د سیمه ییزه او نړیواله هېوادونو د مستقیم او یا هم غیر مستقیم اغېز لاندې وو. دا چې د ګاونډیو، د سیمه ییزو او همدارنګه د نړیوالو  هېوادونو د اغېز لاندې ولسمشري کوي او بیا په کور دننه د موازي رهبرانو( جنګسالارانو) چې هغوی هم د مخالفو ګاونډیو، سیمه ییزو او یا هم د نړیوالو د اغېز لاندي وي، د هغوی خوشاله ساتلو وروسته ملت ته د چوپړتیاوو وړاندې کول، دا په ټول کې یوه پیچلي دنده ده چې ځانځاني، پردي پالنه، قدرت غوښتنې د پاللو وروسته خدمت کول اسانه کار نه دی. کله چې  ځانځاني او قدرت غوښتنه رامینځ ته کیږي، ترډیره  د خدمت جنازه په کې پورته کیږي. په دې چې رښتیني رهبري  او خدمت د قدرت او ځانځانۍ متضاده کلمې دي چې په يوه وخت دواړه شوني نه دي.
راځو د ولمسشر ځینو اساسو تیروتنو ته!
ولسمشر د ټولټاکنو په بهیر کې ځینې پرنسیپونه وټاکل چې د خلکو د ملاتړ په راټولونه کې یې اساسي رول درلود. خلک د ځینې رهبرانو د کاذبو شخصیتونو او وعدو څخه ستړي ول.
یو څو بېلګې یې  وړاندې کوم: لومړی دا چې  ولسمشر د ټول ټاکنو په مهال له ملت سره وعده وکړه چې دولتي دندې د هیچا میراث نه دی او په دندو ګمارنه به  یوازې د ظوابطو په اساس وي نه د روابطو په اساس.
دوهم: د پخوانۍ کابینې هیڅ وزیر به دده په واکمنۍ کې دنده اجرا نه کړي.
دریم: که چیرې نن مې په اساسي قانون معامله وکړه، سبا به ستاسې داولادونو په سر هم معامله وکړم.
څلورم: افغانستان مرکزي او جنوبي اسیا له لارې په نړیوال اقتصادي دهلېز بدل کړم.
پنځم: زه یو ملي حکومت جوړوم او د سهامي شرکت  جوړیدا سره کلک مخالف یم  او
د مځکو او د ملي ګټو دښمنان به ټول محکمې ته راکش کړم.
ځینې نورې وعدې هم شوې وې. په هرصورت، قضاوت تاسو درنو لوستونکو ته پریږدو چې ترکومه په پورتنیو وعدو کې بریالی دی، او  ولې پکې ناکام شو؟ ولې یې د ملت او قانون په وړاندې مشروعیت له لاسه ورکړی دی؟
کله چې د ټول ټاکنو د دویم پړاو  پایلې اعلان شوې ، د ولسمشرۍ دویم مخکښ کاندید عبد الله عبدالله یې مخالفت پیل کړ، په هېواد او همدارنګه په نړیواله توګه د پایلو د  روڼتیا په اړه غوغا، تېروتنې او چیغې پیل شوې. د عبدالله د ټولو پلویانو له لورې  بحران ته د افغانستان د تګ اخطارونه ورکول کیدل.  ملت مو په فکري لحاظ ترډیره ویشل شوی و. د عبدالله د پلویانو له لوري  د لویې جرګې په تالار باندې کودتا وشوه او د پخواني ولسمشر انځور او دهغه  شخصیت  ته یې توهین او د همدې خیمې څخه یې د بهران ته د تګ اخطارونه ورکول. دا ملت یوازې د عبدالله سره و؟ دا نړیواله ټولنه یوازې د عبدالله سره وه؟  د ولسمشر غني پلویانو احساسات  نه درلودل؟  ایا پنځه زره کلن تاریخ مو له یاده وتلای و؟
ولسمشر  د عبدالله د سهامي شرکت په رامینځ ته کولو سره خپل حیثیت، واک او د ولسمشرۍ دبدبه ټول په لوی لاس لاهو کړل. ځینې استدلال کوي چې ولسمشر افغانستان له  بحرانه وژغوره. زما په باور ولسمشر  د ملت سره ستره جفا وکړه. ټولې هغې وعدې چې ما یې پورته ذکر وکړ ، په خپله په رڼا ورځ ماتې کړلې.  دا چې ولسمشر  د ټول ټاکنو په پایله کې ګټونکی و، یا لږې جعلي رایې او یا هم ډیرې، دا خو حقیقت دی چې دواړوو خواوو جعل کړی  دی، کولای یې شول چې بهرنیانو  ته چې زموږ د سرنوشت اصلي پریکړې نیوونکی  وو، عبدالله د ګټونکي په توګه په یوه شرط اعلان کړی وای. هغه ده چې ملت به  د یوې بیانیې له لارې ټول حقایق وايي. دا چې بهرنیان څه انځور لري، عبدالله د چا له خوا ملاتړ کیږي، بحران ته د تګ  جرات څوک ورکوي؟
یو خو به دا چې د ولمسشر غني ملاتړي هم کوم داسې خلک نه ول چې له کومې بلې نړۍ راغلي ول او احساسات یې نه درلودل، په یوه غږ سره به د کابل کوڅې  د خلکو څخه ډکې وای، یوازې د هلمند پایلوچې  او دلوېې پکتیا دنګه ځوانانو هم کفایت کاوه. لومړی خو بهرنیانو په هیڅ  وخت کې نه غوښتل چې د ولسمشر غني د پلویانو چې په هغه مهال یې احساسات  په انتها کې وو، دا ډول پیغام واوري. ټولو بهرنیانو به ولسمشرغني د ټاکنو ګټونکی نوماوو چې نه به اوس دده کوم فرمان ګواښل کیدلای او نه به هم  د ولسمشرۍ سره کوم موازي ادارې شتون درلودلای.
که چیرې  بیا هم بهرنیانو دا منلې وای چې ولسمشر غني له دندې تیر شي او عبدالله ګټونکی اعلان وای، ولسمشر غني به د تل لپاره د افغانستان د ګاندي په توګه د خلکو په زړونو کې ځای موندلای وای او په تاریخ کې به  دهغه  دا قهرماني په زرینو کرښو ثبت وای.
که چیر ې ولسمشر په اساسي قانون معامله نه وای کړې، که چیرې ولسمشر  د قدرت شوق نه وای کړای، که چیرې ولسمشر خپل ایښودل شوي پرنسیپونه په خپله ترپښولاندې کړي نه وای او د قدرت د لاسته راوړلو لپاره یې اجرایه ریاست نه وای منلای، ولسمشر به اوس د سولې په پروسه کې هم بریالی وای،د خپلې دورې ترپایه به یې ترډیره افغانستان په اقتصادي دهلېز بدل کړی وای. د افغانستان څخه به اوس په سلګونه زره ځوانان په تېښته نه وای. که نور هیڅ نه وای، د دورې ترپایه رسیدا پورې به یې د افغانستان په اداره کې اساسي بدلونونه رامینځ ته کړي وای چې دې بدلونونو به د راتلونکې لپاره د افغانستان په رفاع او ابادۍ کې اساسي رول لوبولای وای.
ولسمشر اوس هم غواړ ي چې اساسي بدلون رامینځ ته کړي  خو په غاړه یې په خپله چاړه ایښې ده، خپل فرمان ته یې په خپله ګواښ او چلینج رامینځ ته کړی دی. څومره د شرم خبره ده چې ولسمشر د چا د تقرر فرمان ورکوي او اجرایه ریاست یې په رسنیو کې هم  په اعلان سره په  ګواښي او ولسمشر اړ کوي څو فرمان یې بیا واخلي.
همدا تېروتنې دي چې د سولې په برخه کې یې شونې بریا وګواښله، پوځ یې په لوی لاس تر وروستۍ کچې سیاسي کړ.  ځینې وزیران یې د یو کال څخه د ډیر وخت په تیریدا سره اوس هم سرپرستان دي. فساد کچه تربل هروخت لوړه شوه، د شفافیت نړیوال بنسټ د راپور په اساس  په فساد کې ددریم مقام څخه افغانستان دوهم مقام ته پورته شو.  
که چیرې ولسمشر د قدرت شوق نه وای کړی، اوس به  مو د بلخ فرعون او ددفاع پخوانی وزیر  که محکمه شوي نه وای، یابه یې  په تبعید کې ژوند کولای او یا به هم  په کور  وای. که چیرې ولسمشر په اساسي قانون معامله نه وای کړې، د ملي امنیت ریاست چې  په پرتلیز ډول مجهز او د افغانستان په ساتنه کې یې اساسي رول درلود، د بې مسلکه  او نا اهلو په لاس کې نه وای!!
په هرصورت ، اصلي رهبري د خلکو په زړونه وي نه د سیمټي دیوالونه شاته!  د افغانستان ممکنه ګاندي لقب په ځای   یې ځان د تاریخ له ځینو  بې شخصیته خلکو سره پرتله کړ! تاریخ تربل هرچا غوره قاضي دی.  ملت سره دجفا له امله به په راتلونکو ټول ټاکنو کې د خلکو ونډه د بل هرځل  په نسبت ټیټه وي!
که چیرې ملت راویښ نه شي، په سرنوشت به یې هروخت  لوبې کیږي، په دې هیله چې د مدني خوځښتونو او د ښې حکومتولۍ په چوکاټ کې مو ملت بیا چا ته اجازه ورنه کړي چې په سرنوشت یې داډول لوبې وشي.