
د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د چهارشنبې په ورځ دخوست ولایت څخه د لیدنې پرمهال د ولایتي چارواکو په ملتیا خوست ولایت ته دخپل کاري سفر په ترڅ کې د یوې لویې راټولېدنې پرمهال د دوو غبرګو مهمو برنامو پرانېسته وکړه.
پدې برنامو کې دباغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامه او همداشان د کارډېف پروګرام شامل دی چې دمګړۍ به په نادرشاه کوټ،تڼيو،اسماعیل خېل او مندوزیو،ګربزو ولسوالیو ترڅنګ دخوست په مرکز متون کې د باغونو جوړولو،شنوخونو،د چرګانو د فارمونو،د شاتو د مچیو او یو شمېر نورو برخو کې اړین خدمات وړاندې کړي .
هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو په کې د کرنې ،اوبو لګولواو مالدارۍ وزیراسدالله ضمیر او دخوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي ترڅنګ پوځي او ملکي چارواکو،ولایتي شورا ،دیني عالمانو،قومي مشرانو ، مدني فعالانو او بزګرانو ګډون کړی وو.
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د کرنې ،اوبو لګولواو مالدارۍ وزیر څخه مننه وکړه چې خوست ولایت ته یې سفر کړی او دلته د ولایتي ادارې سره د زراعت په برخه کې د مهمو پروګرامونو پرانېسته کوي .
نوموړي وویل خوست دافغانستان یوله هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي چې دکرنې،اوبولګولواومالدارۍ په برخو کې ښه اقلیم،حاصل خیزه ځمکه، مسلکي کادرونه او ګڼې طبیعي منابع لري له همدې امله اړینه ده چې د کرنې د تقویې ،پرمختګ او ودې لپاره د زرعت په مېکانېزه کولو،د ذخیروي بندونو د جوړولو،د زراعتي ماشین الاتو،وسایطو او وسایلود برابرولو په برخه کې لازمه توجه وشي .ده د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍوزیر ته وړاندیز وکړ چې په دې هکله دخوست ولایتي ادارې سره لازمه همکاري وکړي.
خوست والي د خپلو خبرو په ترڅ کې د کارډېف پروګرام ترڅنګ دباغدارۍ اومالدارۍ ملي برنامه دخوست ولایت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مهمه لاسته راوړنه وبلله خو متوازن انکشاف ته په اشارې سره یې راغلي پلاوي غوښتنه وکړه چې دغه برنامې دې د ولایت نورو برخو په خاص ډول هغو ولسوالیو ته هم وغځول شي چې په تېرو کالونو کې د بېلابېلو عواملو په اساس له پرمختګونو محرومې پاتې شوي دي .
د ولایتي شورا ریس عبدالولي واحدزي او د قومي مشرانو په استازیتوب مدیرشریف الله په خپلو خبرو کې وویل چې دا په تېرو څوارلسو کالونو کې لومړی ځل دی چې د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر خوست ولایت ته سفر کوي .
د دوی په وینا تراوسه پورې خوست ولایت ته د زراعت په برخه کې لازمه توجه نه ده شوې په همدې اساس يې د وزیرڅخه غوښتنه وکړه چې په خوست ولایت کې دپخوانیو تاریخي باغونواو ځنګلونو بیا احیا،ذخیروي بندونوجوړولواو یو شمېر نورو مهمو زراعتي برخو کې دخوست د ولایتي ادارې سره مرسته وکړي .
دوی وویل د ولایتي ادارې په هلو ځلو،د امنیتي ځواکونو په سرښېندنو او د ولسي خلکو په همکارۍ خوست ولایت له ډاډمن امنیت څخه برخمن دی په همدې اساس یې ډاډ ورکړ چې دخوست په هره سیمه کې په پوره اسانۍ سره پروژې تطبیق کېدلی شي .
د کرنې ،اوبولګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د ولایتي ادارې او ولسونو له تاوده هرکلي څخه مننه وکړه او ویې ویل خوست د افغانستان مهم او ستراتیژیک ولایت دی چې تل یې د هېواد په سیاسي اوپوځي برخه کې برخلیک ټاکوونکی رول لوبولی دی .په همدې اساس مرکزي حکومت ژمن دی چې دې ولایت ته په هره برخه کې لازمه توجه وکړي .
نوموړي وویل د کارډېف،باغ دارۍ اومالدارۍ دواړه برنامې دخوست ولایت حق وو په همدې اساس خوشاله دی چې د نوموړي په وجود کې دخوست خلکو ته یو حق ورکړل شو.
ده زیاته کړه د پورته برنامو په چوکاټ کې به (۱۰۰۰)جریبه نوي باغونه او (۱۵۰۰)جریبه ځمکه کې پخواني باغونه جوړ او بیا احیا کړي .همداشان سل شنې خونې،د ګوشتي چرګانوشل لوی فارمونه ، د شاتو مچیو سل فارمونه او همداشان د یو شمېرنورو زرعتي پروګرامونو ترڅنګ به پدې ولایت کې دشاتویا ګبین جوړولولپاره دپروسس فابریکه جوړه شي.
ده ډاډ ورکړچې که چېرې یادې برنامې د ولس په همکارۍ بریالۍ شي نو په نږدې راتلونکي کې به دغه برنامې تر نورو ولسوالیو او سیمو هم خپل فعالیتونه پراخ کړي .ده پدې هکله دخوست له ولس څخه غوښتنه وکړه چې د پروګرامونو په تطبیق کې اساسي مرسته وکړي ترڅو خوست ولایت ته بنسټيز کار وشي .
د غونډې په وروستۍ برخه کې د کرنې ،اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر او دخوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د بېلابېلو ملکي او پوځي چارواکو،ولایتي شورا ،قومي مشرانو ،دیني عالمانو او مدني فعالانو په ملتیا سره د پټۍ په پرېکولو د دواړو غبرګو برنامو پرانېسته وکړه .
ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۴-۱۱-۱۴ چهارشنبه