
دخوست ولایت دمرکز اړوند دميلمه کوټ په نوم د هغه تاریخي باغ د څلوردېوالۍ ساختماني چارې پیل شوې چې دخوست ادارې او مېشتو ولسونو یې دتېرو څوارلسو کالونو راپدېخوا دوامداره غوښتنه کوله .
د چهارشنبې په ورځ د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر او خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي ددې ولایت د پوځي او ملکي چارواکو،ولایتي شورا ، قومي مشرانو،دیني عالمانو او مدني فعالانو په ملتیا سره د ميلمه کوټ باغ ته ولاړل او هلته یې د څلوردېوالۍ جوړولو پخاطر د بنسټ ډبره کېښوده .
د مراسمو پرمهال د کرنې ،اوبولګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیرد رسنیو سره په خبرو کې وویل چې وزارت یې ژمن دی چې په خوست ولایت کې به لومړی په ميلمه کوټ باغ باندې د پلان سره سم هرکال سرمایه ګزاري کوي ترڅو ټولې برخې یې په بشپړ ډول بیا احیا او خلکو ته د تفریح او ګټې وړوګرځي .
ده وویل داوس لپاره به د کرنې ،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له انکشافي بودجې څخه په (۱۸) اتلس مېلیونه افغانیو د باغ څلوردېوالي او یوشمېر نور اړین ملحقات جوړ شي خو وروسته به د هغې په تعقیب نورې مرستې ترسره شي .
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي پدې خوښي څرګنده کړه چې د کرنې ،اوبولګولو اومالدارۍ وزارت دخوست ولایتي ادارې او ولسونو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه او پدې ولایت کې یې د دوو مهمو برنامو د پیلېدو ترڅنګ د ميلمه کوټ تاریخي باغ بیا احیا او جوړولو ته عملي توجه وکړه .
ده وویل دغه باغ په (۸۵) پنځه اتیا جریبه ځمکه کې ډېر پخوا جوړ شوی چې په بیا احیا سره به نه یوازې دخوست ولایت لپاره د تفریح سیمه وګرځي بلکې د کرنې ،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست به وکولی شي چې ددې باغ څخه دپخوا په شان زیات شمېر سبزي جات او مېوې مارکېټ ته وړاندې کړي ده هم ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره په خوست کې د کرنې او مالدارۍ ترڅنګ دتاریخي باغونو بیا احیا او جوړولو ته لازمه توجه لري .
ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۴-۱۱-۱۴ چهارشنبه