هغه عوامل چې د افغانستان داقتصادي ودي د پرمختګ خنډ شوي

 
اقتصادي وده د یوهیواد د اقتصاد له پرمختګ څخه عبارت ده یا کولای چي ووایو اقتصادي وده د یو هیواد  د هغه اقتصادي ظرفیت له زیاتوالي څخه عبارت ده  چي په یو معلوم وخت کي خدامات یا شیان تولید کړي .
او په اقتصاد کي اقتصادي وده عبارت ده له هغو زیات وخت بالقوه  حاصل ورکوونکو استعدادونو څخه دي چي هغه وکولای شي په ټولنه کي د هر شخص تقاضا یا غوښتنو ته جواب ووایی .
او د یو هیواد اقتصادي وده  دیوهیواد په ملي عوایدو،د استخدام په درجه او د ښه ژوند په تیرولو مثبت تاثیر لري .
او همدا شان د یو هیواد اقتصادي وده د حکومت د کلنی بودیجي په ټاکلو کي مهم رول لري.
او موږ کولای شو چې اقتصادي وده د(GNP)Gross national product   ملي ناخالص تولید په واسطه اندازه کړو .که چیرته ملي ناخالص تولید د تیر کال په نسبت زیات وو نو ویلای شو چې یوهیواد اقتصادي وده د زیاتیدو په حالت کي ده او په دي حالتاقتصادي وده ښه بلل کیږي او که چیرته د تیر کال په نسبت کمه وه نو بیا اقتصادی وده د نزول په حالت کي دي او په دي وخت کي باید د هیواد اقتصاد ته پاملرنه زیاته شي .
د یو هیواد اقتصادي وده یا پرمختګ په هغه حالت کي شونی کیدای شي که چیرته د هغه هیواد د اقتصادي قوتونو او کمزوریو تحلیل په صحیح ډول سره وشي.
اقتصادي تحلیلونه هغه سیستماتیک جریان دي چې د هغي په واسطه موږ کولای معلوم کړو چې څنګه کولای شو د کمو سرچینو څخه زیاته ګټه لاسته راوړو. او په دي مو هم پوه کوي چې د موجوده کړنلارو څخه تر ټولو ښه کړنلاره انتخاب کړو تر څو خپل اقتصادي اهداف ته لاس راسی ولرو . زیاتره وخت اقتصادي تحلیلونه موږ سره د بیو په جګوالي ،د بیو په راټیتولو او د زیاتو دندو په پیدا کولو کي مرسته کوي .
دا چي زموږ د ګران هیواد افغانستان اقتصادي وده ډیره ټیټه او چي کله زیاتیږي او کله کمیږي او ثابته نه ده.
لاندي عوامل دي چې د افغانستان په اقتصادي وده یي مستقیم تاثیر کړی او د افغانستان اقتصادي ته بي ثباتی سبب شوي  .
1-بشري قوه :
بشري قوه د یو هیواد د اقتصادي ودي د پرمختګ مهم عنصر دي او د انساني منابعوو کیفیت او مقدار د هیواد په اقتصادي پرمختګ مستقیم تاثیر لري .
او د فني او په کار پوه کارکوونکو کمښت کولای شي د هیواد اقتصادي سیستم تر ګواښ لاندي راولي .
دا چې افغانستان یو زیات شمیر په کار پوه او ماهر کار کوونکي د نورو هیوادونو لخوا په پیسو اخیستل شوي او په نورو خارجي هیوادونو کي په کار ګمارل شوي او دوی ته د ښه ژوند تیرولو زمینه مساعده شوي چي د افغانستان په اقتصاد یي مستقیم تاثیر کړای او له بلي خوا په افغانستان کي زیاتره ماهر کار کوونکي په خپلو کورونو کی ناست دي او حکومت د دوی تشویق او امتیازاتو ورکولو برنامي نه لري .او له بلي خوا یو زیات شمیر مسلکي او په کار پوه ځوانان د عربت ،بیکاری او جنګ  له وجي خارجي هیوادو ته  د تیښتي په حال کي دي چي د افغانستان اقتصاد ته يي لویه ضربه رسولي چي  حکومت یي باید  په وخت مخه ونیسي .
2-طبعي زیرمي :
طبعي زیرمي هم د هیواد په اقتصادي وده تر اندازي زیات تاثیر لري .چې په طبعي زیرمو کي کانونه ، بوټي اوبه ،نفت او ګاز شامل دي.
دا چې افغانستان د طبعي زیرمو له پلوه بډای هیواد دي او طبعي زیرمي د افغانستان د اقتصاد ملا د تیر خاصیت لري .
د امریکا د ځمکي پیژندي اداري په باور په افغانستان بغیر له یوارنیمو  د دري ترلیونه ډالرو زیرمې موجودي دي .
چي تر اوسه د افغانستان طبعي زیرمو څخه په فني او مسلکي ډول کار نه دي اخیستل شوی او زیات شمیر د افغانستان طبعي زیرمي په غیر فني او مسلکي ډول سپړل کیږي او نور خارجي هیوادونو ته یي قاچاق په غیرو قانونی لارو راوان دي .
چې دي افغانستان اقتصادي ته یي لوی تاوان رسولی که چیرته حکومت د طبعي زیرمو د سپړلو لپاره مسلکي کارکوونکي په کار  وګماري او پرمختللي ټیکنالوجي له نورو هیوادونو څخه وپیري تر څو په مسلکي ډول کانونه وسپړل شي .نو یوزیات شمیر خلکو ته به د کار کولو زمینه مساعده شي او له  بله پلوه به بیا د افغانستان څخه څوک نورو خارجي هیوادونو ته د کار کولو زړه ښه نه کړي  .
3-جنګ :
دا چې په افغانستان کي د څو لسیزو راهیسي دوامداره جنګ روان دي او په نړی کی همدا جنګ د افغانستان جنګ په نوم مشهور دي یواخي د افغانستان اقتصاد نه بلکي د افغانستان تلعلیم،روغتیا او سیاست باندي یي هم تاثیر کړی همدا وجه ده چې په نړی کي افغانستان د LEDCs د اقتصاد له مخي د کم پرمختګ هیوادونو په لست کي راخي .
په همدي دلیل  زیات شمیر نړیوالي کمپنی نه غواړي چې په افغانستان کي پانګونه وکړي او د جنګ او سیاسي بی ثباتي له وجي خپله پانګه په خطر کي ویني  خو له همدي سره په نړی کي یو زیات شمیر کمپنی دي چې دوی په جنګ خپلو هیوادونو کي پانګونه کوي .
هغه نړیوالي کمپنی چې دوی غواړي په جنګ ځپلو هیوادونو کي پانګونه وکړي د افغانستان د حکومت له لوري دوی نه د تشویق شوي چې  افغانستان ته راوبلل شي او په افغانستان کي د دوی د پانګي د ساتني لپاره اسنتیا برابري شي .
4-رشوت :
په اوس وخت کي د افغانستان دولت او دخلکو لپاره تر ټولو لوی او بد مشکل هغه په افغانستان کي د رشوت او د بډو ورکول دي د ملګرو ملتونو د یو سروي له مخي په افغانستان هر کال د ۳،۹ بلیونه ډالرو په اندازه رشوت اخیستل او ورکول کیږي چې همدغه اندازه پیسي د افغانستان د داخلي عوایدو دوچنده او د بهرنیو مرستو سره مساوي شمیرل کیږي.
دا چي د افغانستان زیاتره نفوس ځونان تشکیلوي ۵۹٪ ځونانو یو ځل حکوتي چارواکو ته رشوت ورکړی او په غیرو قانوني لارو خپل مرام ته رسیدلي .
دا چي د افغانستان حکومت زیاتره په بهرنیو مرستو بسیا دي که چیرته حکومت د رشوت په ختمولو کي جدي او برلاسی شي نو بیا به د افغانستان حکومت بهرنیو مرستو ته اړ نه شي .
5-د سرمايي جوړښت :
د سرمایي په تشکیل یا جوړښت کي زمکه ، اپارتمانونه ،برق ، ټرانسپورټ او د خبرو اترو زریعه شامل دي ددي شیانو تولید او لاس ته راوړل د یو هیواد د سرمایي په تشکیل کي مهم رول لري .
د افغانستان نفوس ته په کتو سره د افغانستان زیاتره برخه ځمکه د کرکیلې او زراعت لپاره کفایت کوي چي له ښه مرغه په دي ورستیو کي په افغانستان کي د زراغت په برخه کي پرمختګ شوی او د افغانستان د ملي ناخالص تولید زیاته فیصدي تشکیلوي خو دا چي افغانستان زراعتي هیواد ده باید د زراعت په برخه کي لا نوره پاملرنه زیاته شي .
خو له بله پلوه افغانستان د ښو او عصري ودانیو اسنتیاووي نه لري که لري یي د ګوتو په شمار او په یو څو محدودو ولایتونو کي همدا وجه دا چې خارجي کمپنی دي ته زړه نه ښه کوي چي په افغانستان کي سرمایه ګزاري وکړي .
او له بله پلوه د بریښنا نشتوالي افغانستان اقتصاد له مشکل سره مخامخ کړی چې بدون له بریښنا د هیواد اقتصادي وده ناممکنه ده . حکومت باید په ټول هیواد کي د بریښنا د تولیدلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي تر څو د لویو او کوچنیو تصدیو د بریښنا مشکل حل کړي .
او همدا شان په افغانستان کي د عصري ټرانسپورټ کمښت هم د افغانستان په اقتصادي وده مستقیم تاثیر کړی .له یوي خوا افغانستان بحر ته لار نه لري او له بلي خوا د افغانستان زیاتره باربري موټرو ته اجازه نه ورکول کیږي تر څو د نورو هیوادونو له بندرونو تیر شي او افغاني  محصولات د نړی نورو هیوادونو ته ورسوي  .
د سرعتي خبرو اترو لپاره تیز انټرنيټ او تجارتي معملاتو د تبادلي لپاره اسانه او دکمو پیسو او دکم وخت مصرف کوونکي اسنتیاووي نشته .
ددي لپاره افغانستان حکومت مکلف ده چې دي ټول ټکو ته په پام سره د کورني یا داخلي تولید او د بهرنیو کمپنیو د تشویق لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي ترڅو دوی په افغانستان کي پانګي اچولو ته زړه ښه کړي چې له هغي وروسته به افغانستان د اقتصاد له پلوه یو قوي او پرمختللی هیواد شي .
6-د ټکنالوجي استعمال :
د ټکنالوجي استعمال هم د اقتصاد د ودي د پرمختګ د مهمو عوامولو څخه شمیرل کیږي هغه هیوادونو چې د تولید لپاره له عصري او پرمختللي ټکنالوجی څخه کار اخلي ډیر پرمختګ کړی نظر هغو هیوادونو ته چې دوي د عصري ټکنالوجي استعمال نه لري .چې ښه مثال يي د افغانستان دوست هیواد هندوستان دي چې یواځي يې د ټکنالوجی په برخه کي يي ۳ اعشاریه ۷ بلیونه ډالره پانګونه کړي او ددي هیواد په اقتصادي پرمختګ کي یی مهم رول لوبولی او اقتصادي وده یا خورا زیاته د پرمختګ په حال کي ده .
روستیو څیړونو وښوده هغه هیوادونه چې دوی د عصري ټکنالوجی په برخه کي پانګونه کوي ډیر ژر پرمختګ کوي نسبت هغه هیوادونو ته چې دوی د ټکنالوجي په برخه کي پانګونه نه کوي .
چې متاسفانه په افغانستان کي د عصري ټکنالوجی استعمال بیخي کم او په دي برخه کي پانګونه کمه شوي ده .
د اچي افغانستان دولت د اقتصاد دتقويي لپاره کوششونه پیل کړي باید د عصري ټکنالوجي په برخه کي پانګونه زیاته کړي .چي دعصري ټیکنالوجي په واسطه موږ کولای شود فني او مسلکي کارکوونکو په نه شتون کی هم د کمو موجوده سرچینو څخه په زیاته اندازه ګټه پورته کړو .
7-ټولنیز او سیاسي عوامل :
ټولنیز او سیاسي عوامل د هیواد د اقتصادي ودي په پرمختګ ډیر مهم رول لري .
ټولنیز عوامل لکه رسم او رواج، ټولنیز ارزښټونه او عقیدي تر زیاته اندازه اقتصادي وده باندي تاثیر اچولی شي . په همدا اساس حکومت باید د ټولنیزو ارزښتونو او د خلکو رسم او رواج ته په کتو داسي پروګرامونه او برنامي ولري ترڅو خلک کار کولو ته تشویق کړي چې متاسفانه په دي برخه کي هیڅ کار نه دي شوی .
او همدا رنګه حکومت د داخلي او خارجي سیاست په نظر کي نیولو سره  په حصوصي سکتور کي  زیاته مداخله  نه لري له یوي خوا دتوکو په بیو کي انخصار مجود دي او لي بلي خوا  له تور مارکيټ څخه مخنیوی نه ده  شوی .
همدا وجه ده چې  حصوصي سکتور د حکومت د پالیسیو په چوکاټ کي خپل تجارتي معملات په صجیح ډول نه ترسره کوي  چې حکومت هم د مالیي په راټولولو کي ناکام پاتي شوی او دافغانستان په اقتصادي سیستم يي منفي تاثیر کړای .
8-د قانون وړتیا :
د افغانستان قانوني قوه تر اوسه پوري پرمختګ نه دي کړی ا و د پرمختګ لاندي دي چي د اقغانستان په اقتصادي سیستم يي بد تاثیر کړی .
قانون په خپله د قانون جوړونوکو لخوا ماتیږي چي د افغانستان موجوده اقتصادي سیستم يي له مشکلاتوسره مخ کړی او له بلي خوا د افغاستان یو زیات شمیر قانون جوړونکی  ، د عدلي قوي  او همدا شان د اجرایه قوي غړي په قاچاق او تور مارکیټ کي په لاس لرو تورن شوي او زیاتره هغه پیسي چي هغه دقاچاق اود  تور مارکیټ د عوایدو څخه په لاس راځي د افغانستان په ناخالصو ملي تولید کي نه شمیرل کیږي بلکي د تورو پیسو په نوم نومول کیږي چې په نړی کي د افغانستان د اقتصادي سیستم اعتبار یي هم کم کړی  .
او همداشان زموږ ګران هیواد کي د لویو او کوچنیو تصدیو او د کارخانو ثبتول په قانوني او منظم ډول نه ترسره کیږي بلکي د رشوت او داړیکو له مخي  ترسره کیږي  همدا وجه ده چې حکومت د تعرفي او د مالیي په کنټرول برلاسی نه دی .