عملي مبارزه پکاره ده!


 دیو هندي فلم لوبغاړی په یوفلم کې خپلو لیدونکوته څومره ښکلی پیغام ورکوي «دا دنیا پدې خاطر بده نده چې دبدو خلکو په لاس کې ده، دا دنیا پدې خاطر بده ده چې ښه خلک په یوځای او یو اتفاق او اتحاد سره دبدو خلکو مخنیوی نه کوي.زموږ مشرانو ویلي دی راپورته شئ راویښ شئ طاقتوره او قدرتمنده جوړشئ.ځکه چې قرباني هر وخت دپسه ورکول کیږي نه دزمری نو ځان نه پسونه نه بلکی زمریان جوړ کړېٍ .قرباني ورکړي او خپل حق واخلې ځکه حق په خپله چاته نه ورکول کیږي بلکه حق دسرونو په قربانۍ او نذرانې سره کیږي».
نو دهمدې فلمي لوبغاړي دوینا مطابق واقعاً عملی مبارزه پکارده زمونږ ډیر افغانان ښه احساس لري.ډیر ځله دوی په عام ځایونو،عامه مجالسو،رسنیو اونورو ځایونو کې دوی ډیرې ښی ویناوي کوي،په دولت اودځینې چارواکو په کړنو انتقادونه اونیوکې کوي،شایدددوۍ نیوکې پرځای اوحقیقت ولري خو اصلي خبره داده چې دوۍ خپله څه کړي اوڅه کولی شي،ایا دوی یواځې خبرې کوي او که   څه کولای هم  شي،ددوۍ فکرونه ډیری ځلي منفي وي اوانتقادي وي،اکثره وخت ددوۍ منفي خبرې دولس حساسیتونه هم راپاروي ،داسې نده چې ټول کارپوهان داسې نظریات لري ،ډیر پکې داسې دي چې حقیقتونه اوعلمي بحثونه کوي هغه نه یادوم ،ددې پورته بحث نه مې هدف دادی چې لومړی خوباید دخپل وس او توان مطابق خپل هیواد ته خدمت وکړوولوکه ډیر یو کوچنی کار هم وي ولې عملي کول یې ضروري دي . یواځې په خبرو نه کیږي ، اوکه ددې وس ونلرو نو اقلاً خو فکر مو باید مثبت واوسي. راځئ خپل فکرونه مثبت او رغوونکي ولرو.او هر هغه کړنې چې اوسنی حکومت يې کوي له مثبتو يې ملاتړ او دمنفي کړنو په وړاندې يې ودريږو ,پرې نږدو چې هر څه ددوۍ په زړه وي سرته يې ورسوي ,ځکه دا زمونږ مسوليت دی چې ددوۍ دمنفي کړنو په وړاندې ودريږو ,کنه نو حال به مو لدې هم بتر او راتلوونکی به مو لدې هم خراب او ستونزمن وي.
ديو سر لوړي ,اباد او سوکاله افغانستان په هيله 
ليکنه :سيف الرحمن نيازی