اخر ، دا غل څوک دی؟

 
 
د بې وزله هیوادونو او کمبخته ملتونو یوه ځانګړنه دا وی چې د هری بدۍ پړه په تقدیر پوری تړی او ځان لکه د قربانۍ ګډوري، بی واکه، معصوم او بې پلوه حسابوی، پداسې حال کې چي خدای، بې شکه د انسان د خیر او شر برخلیک ټاکې، لیکن هیڅکله د هغوی د شر، بدبختۍ، جګړو، فساد، وژنو، ورانونو، نفاق، کمزواکۍ، او ډول ډول تنګسو قصدې اراده نلري. خدای هیڅلکه نه غواړي چې دده بندګان دی لاسونه د یوه بل په وینو سره کړی بلکې خپله لار او احکام په پوره وضاحت بیانوي.
فرمایي:
فمن شاء فلیومن ومن شاء فلیکفر، انا اعتدنا للظلمین نارا ( ایات ۲۸، سورت کهف). که څوک غواړی چې مسلمان شي، نو مسلمان دې شي او که څوک غواړی چې کفر وکړی، نو کفر دی وکړي، بې شکه چې مونږ د ظالمانو لپاره اور تیار کړی دی ( ترجمه).
افلاطون انسان ناطق حیوان بلې او وایې چې دا طبقه د خپل عقل، منطق، هنر، ارادی، کړو وړو او د ژوند د منظم طرز په لحاظ له حیواناتو بیلیږی. که د شعور او عقل ترمنځ تفکیک همدا وي چې سړی د ځان او جهان د نیکبختۍ په اړه مثبت فکر او رغاویز قدمونه واخلي، نو هرو مرو به تر هر څه لمړی د خپلی چاپیرچل د بدیو په اړه فکر پیل کوی چې په لنډ او اوږدمهال کې تری ارام او سلام تروړی.
ټولنیز اصلاحات، ښه حکومتداري، او منسجم ملي ثبات د خلکو د ارادو او حکومتونو د پریکنده دریځونو پوری تړلی وی. د عام ولس کړه وړه هغه ډول (خامو موادو)، او حکومتي چلند د ماشین هغه پروسي ته ورته وي چې کټ مټ او د شکل په تغیر هو بهو خپل جنس تولیدوي.
ولی ډنکمارک د نړۍ تر ټولو پاک هیواد بلل شوی دی او سومالیا/ شمالي کوریا د ۱۶۷ نمرو په اغستلو تر افغانستان یوه درجه وروسته په وروستۍ کرښه کې دي؟ دا ځکه چې د دنمارک ولس دراک، چالاک او باسواده قشر دی. هیڅلکه د خپل بام واوري د بل په بام نه انباروي، هیڅلکه خپل نقش لکه مونږ افغانان په خیرو او دعا کې محدود نه ساتي. هغوی کټ مټ د خدای د هغه حکم مطابق، چې وایي، زه د هر هغه چا حال نه بدلوم چې پخپله بدل نکړي، عمل کوي.
اسیا د نړۍ تر ټولو لوی براعظم دی چې د نړۍ ۶۰ سلنه نفوس او ۴۰ سلنه مطلق فقیر انسانان دلته اوسیږي. نړیوال بانک وایي چې دلته سلګونه ملیونه کسان په اوسط ډول په ورځني حساب تر ۱.۲۵ دالرو کم عاید لري. نن ورځ یو ملیارد خلک وږي او یو ملیارد بی سواده دی. په هرو ۵ ثانیو کې یو ماشوم له لوږې مري، دمګړۍ یواځې ۱۰ سلنه خلک هوسا ژوند لري او ۶ ملیارده خلک په یو نه په یوه ډول فساد کې ساه کښي. د افغانستان په شمول، د دنیا د بې وزلو لویه برخه مسلمانان جوړوي. د نړۍ د ۷.۲ ملیاردو انسانانو ترمنځ ۱.۶ ملیارده/۲۳ سلنه مسلمانان دی پداسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ کال د راپور پر بنسټ اوسمهال ۱۲۵ ملیونه انسانان د مطلقې ولږي سره مخامخ دی او مرګ ته شیبې شماري. راپور زیاتوي چې ددی بې وزلانو د مرستي لپاره اوسمهال ۲۵ ملیارد ډالر بودیجه په واک کې لري، پداسې حال کې چې ټول مصرف تر ۴۰ ملیاردو پوری رسیږي. راپور وړاندیز کوي چې که د نړۍ په سطحه د فوټبال په سیالیو، کنسرتونو او سینماګانو په ټیکونو اندک تکس پورته شي نو په اسانۍ به د ۱۵ ملیاردو ډالرو کسر پوره شي. هغوی زیاتوي چې د نړۍ مسلمانان هر کال لږ تر لږه د ۳۰۰-۵۰۰ ملیاردو ډالرو په اندازه زکات باسي پداسې حال کې چې ددی پیسو ۳ سلنه اندازه د نړۍ د ۱۲۵ ملیونو وږو انسانانو چاره کولی شي.
د ۲۰۱۳ کال د احصاییو سره سم، نن ورځ په ټوله نړۍ کې یواځې ۱۳،۹ ملیونه یهودان اوسیږي پداسې حال کې چې د یهودانو دا اندکه شمیره چې د ټولې نړۍ ۰.۲ سلنه جوړوي، د نیمې نړۍ د سیاست مستقیم او غیر مستقیم واک په لاس کې لري. تیره ورځ به مو د اسراییلو د صدراعظم نتنیاهو خبرې اوریدلی وي چې ویل یې: د ملګرو ملتونو اوسني مشر بانکې مون د نړۍ په سطحه تروریزم تشویقوي. د نتنیاهو دومره زړه او سپین سترګتوب د نوموړی د زور اندازه کوي.
په امریکا کې مې د پوهنتنون له یوه یهودي همصنفي وپوښتل چې ستاسو د بریا راز په څه کې دی؟ نوموړي وویل: مونږ خپلې کمۍ منو، د غلطۍ پرمهال خپل ځانونه خپله پړه بلو، په نن کې ژوند کوو، د سبا تیاری کوو، خپل هویت او برخلیک ته تر بل هر چا ډیر ځیر یو، هر یهودي ځان د ملت رشتوني حقدار او مسول بلې، د مشر احترام او د خپلو یهودي بی وزلانو لاسنیوي کوو، د خپل بام واوری په بل نه غورځوو، د هیواد سره خیانت نه کوو، او هیڅلکه هڅه نه کوو چې د بدۍ د ارتکاب په وخت کې ځان بی ځایه سپین او بل ته ووایو: غل به ته یې.
یو خواته د (بل او ملندا ګیتس خیریه بنسټ) او بل خواته د د عربي مسلمان ولید بن طلال د لاس ویګاس د قیمارخانو محلفونه، یو خواته کافر وارن بفټ چې د خپل ولس لپاره یې ځان قربان کړ او بل خواته د قطر پخوانی ولسمشرخلیفه بن ابراهیم چې د پښې د ماتیدو له امله سویس ته ځي او ۹ شخصې الوتکې یې بدرګه کوي.
د شفافیت نړیوالې اداری د ۲۰۱۵ کال راپور نیوزیلند د نړۍ څلورمروڼ هیواد بللی دی او وایي چې ددی هیواد د روڼتوب پنځه لاملونه د غور وړ دی:
د بشري سرچینو د روزلو او جوړولو سم مدیریت او هغوی ته د رغنده نقش ورکولو اړوند د سیاسي رهبرۍ اخلاص په دولتي دندو کې د لیاقت پر بنسټ د ګمارلو جدي پروسه د فساد او غلو د څیړني او څارني د سر متفش نه ستړی کیدونکی هلی ځلی د قانون بې پری، ټولیز او هر اړخیز عملی کیدل، او په ټوله معني خبیر، مخلص او باسواده ولس نیوزیلند ۲۶۸۰۰۰ کلیو متره مربع مساحت لري او یواځې ۴.۵ ملینه خلک پکې اوسیږي. دا هیواد په کلني لحاظ ۱۶۵ ملیارده عواید لري چې هر وګړی یي په اوسط ډول ۳۶۰۰۰ ډالر په کال کې ګټي. افغانستان ۶۵۲۰۰۰ کلیو متره مساحت او زیات او کم ۲۹ ملیونه نفوس لري. هر کال په ډیر زور ۱.۸ ملیارد ډالر عواید ټولوي چې هر وګړی یي په کلني لحاظ ۶۵۸ ګټي.
افغانان هم انسانان دی او د نیوزیلند وګړی هم، مګر توپیر پدی کې دی چې مونږ ژوندي پاتي یو او هغوی ژوند کوي. مونږ د خپلو پیغلو لوپټې د ځان غوښتنو او دهشت د دوزخي اور ښکار کړي، پداسي حال کې چې هغوی هره شیبه ځان د یوه بل په غم کې غمګین لیدلی دی. هغوی لکه د ایرلند صدراعظم بروټن او سنګاپور ملي مشر لیکوانیو خپل ارمانونه له ملي ارمانونو صدقه کړل او مونږ د خپلې مور ارمانونه په اور وسوځول.
د خدای بخښلي حبیب الله زړه سواند سره مې له مرګه څو اونۍ وړاندی د اختر د مبارکۍ په مناسبت بنډار کوه. ویې ویل:
 پوهیږې خادم؟
 ما ویل، څه، ښاغلی استاذ؟
زیاته یې کړه:
زمونږ په ۹۰ سلنه مشرانو کې شرم، غیرت او احساس نشته. ددی دری اصلونو تشه ددی باعث شوی چې افغان هویت مسخه شي، فحشاء رامنځته شي، ملي ګټي له پامه وغورځول شي، خدای هیر شي، اسلام تباه شي او هیواد په نابلده لار د کعبي پرځای ترکستان ته رهي شي.
وروستۍ دا چې د ملتونو جوړول د حکومتونو او ملتونو ګډ کار دی. که خپل هیواد ته پام وکړو نو ۵ سلنه خلک سیاست کوي او ۹۵ سلنه خلک ځانونه لکه د شطرنج داني د هغوی په واک کې ورکوي. د یوي شیبې لپاره فکر وکړۍ!
که دا ۹۵ سلنه خلک یو دم غږ پورته کړي، هله ګوله جوړه کړي، د هیواد په مفسدو چارواکو برید وکړي، هغوی ونیسي، په خرو یې سپاره کړي، مخونه یې تور کړي، او بیا یې لکه قذافي چې د ملت له شتمنیو یې ۱۲۰ ملیارده ډالر غلا کړی وو، په عامو محضرونو کې محکمه کړي، نو څومره وخت به ونیسي؟ بس یوه اونۍ. لدی وروسته به خیر خیریت وي، لیکن ستونزه په ولس کې ده. په خدای قسم که ما ( لیکوال)،تا لوستونکې، ، سیاستوال، شناندي، ملا، عالم، معلم، مجاهد، شاګرد، سوداګر.... لا تر اوسه د ملت په سوکالۍ، د فساد په له منځه وړلواو هیواد جوړولو کې پوره انساني ونډه اداء کړی وي، کنه نن به دا حال نه وي.
دا خبره اوس د خلکو په منځ کې ډیره عامه شوی، چې وایي:
دنده یې تر لاسه کړه؟
 هو.
چیرته؟
 ګمرک، شاروالۍ، قضا، پولیس.....
ښه ډیر ښه. دا خو ډیر ښه ځای دی. نور عواید خو به لري؟ ......
دداسې بدرنګه، بی شرمه، شومۍ او مخربي انګیزی داسی عامیدل په رښتیا هم د ملتونو د بربادۍ لمړی پړاو دی پداسې حال کې چې مونږ ټول نن ددی وژونکې بهیر قربانیان یو.
لنډه دا چې مونږ ټول پړه یو، ټول غله یو، ټول مړه یو، او ټول د بې حسه انسانانو په څیر ویده، ړانده، کاڼه او بې مسولیته قشر یو. یا پخپله غلا/فساد کوو او یا مو په غلا/فساد سترګې پټې کړی چې پخپله د جرم شریکان بلل کیږو.
 
هیڅلکه باید د شفافیت نړیوالی اداری د ۲۰۱۵ کال راپور او تور یواځې د دولت مسولیت ونه ګڼو، که څه هم دولت بلا ستونزې لري، مګر که ځان د یوه حساس، ویښ او زیرکه ولس په حیث راپورته کړو، لمړی خپل ځان او بیا د دولت د رغونی لپاره جدی اقدامات وکړو نو هر څه به سم شي، کنه، زما په شخصې باور:
زه هم پړ یم او ته هم پړ یې.
 
عجیبه دا ده چې هر لور ته د غل او غلا اوازه ده. غل زمونږ په منځ کې شتون لری، په رڼا ورځ د هیواد شتمنۍ  غلا کوي او زمونږ هویت جریحداره کوي. نړیوال هم خپله دنده ترسره کوي. له یوی خوا غلا ترویجوي او له بلې خوا په راتلونکې افغانستان د ولسونو باور کموي. اوس داسې حالت راغلی چې غل هم وایي چې ویي نیسئ او مل هم وایي ویي نیسئ. په مونږ که راهزن، بد، فاسد، قاتل، خاین او سوچه ملتپال ورک دی. نو پوښتنه دا ده چې که زه هم ښه یم، ته هم ښه یي، نړیوال هم زمونږ په غم مړه دی، ارګ هم ګرم نه دی، پارلمانیان هم زمونږ رښتونې استازی دی، رسنۍ هم د حقیقتونو هنداره ده، نو:
 
اخر غل څوک دی؟