
د زړه په باغ مې ګلۍ وشوه
بويه چې بيا سپرلی راځي سپړي ګلونه
ډېر د شرم احساس کوم چې دا ليکنه په داسې وخت کې ليکم چې له دندې لرې شوی يم، ډېری خلک به دا وایی چې په دنده وو نو خوله يې تړلې وه دا هر څه يې ليدل خو د حق ويلو همت يې نه کاوه، خو زه خپل دلايل لرم. په ولسمشر ټینګ باور، د کمپاين پر مهال د خلکو سره زمونږ ژمنې، د ولس هيلې، په حکومت د هرې خوا نه نيوکې او حملې… دا ټول د دې لامل شول چې مونږ بايد انتظار وکړو، د رئيس جمهور د راويښېدو انتظار.
خو له بده مرغه رئيس جمهور د باور د غره په يوه ډېره هسکه څوکه ناست دی، خوا و شا يې داسې ښاغلي راټول دي چې د ده تاريخي ورکې ته يې راخيستې. زه غواړم چې تر اوسه چې زما تر مخه څه تېر شوي ستاسو سره يې شريک کړم او څرنګه زمونږ ارګ زمونږ په مرګ بدلېږي.
د حکومت پيل:
د ملي حکومت پيل که څه هم ولس ډاډه کړ چې وطن مو له ګډوډۍ خلاص شو، خو تر څنګ يې د حکومتدارۍ پروسه ډېره متضرره کړه، د ولسمشر ملاتړي تر اوسه په دې قانع نه دي چې ولې مونږ مجبور شو چې حکومت تقسيم کړو، له بلې خوا د ډاکټر عبدالله ټيم وطن ته د خدمت پر ځای د وېش او خپلو کمپاينرانو د ځای په ځای کولو په انګېزه ميدان ته راودانګل. په همدې وخت کې رئيس جمهور غني نادر کار وکړ، خلکو فکر کاوه چې عبدالله به خپل خلک ځای په ځای کوي او اشرف غني به خپل خو تاسې د رئيس جمهور غني په ارګ کې د لومړۍ مقررۍ حکم وګورئ:
په پورته حکم کې وينئ چې رئيس جمهمور غني څه ډول د خپل ژمن ټيم پر ځای نور خلک د نظام په مرکز کې ځای پر ځای کړل، له يوې خوا دا استدلال کېدای شي چې په نظام کې بايد هر چا ته ځای ورکړل شي خو له بلې خوا د رئيس جمهور په خپل دفتر کې د داسې خلکو ځايول چې د رئيس جمهور پر ځای نورو ته ژمن وي خطرناکه مسأله وه.
خو پوښتنه دا ده چې ايا دا خلک رئيس جمهور راوستل او که څنګه؟
په دا پورته خلکو کې يو ډله خلک د رئيس جمهور له نامه نه استفاده اخيستونکي سيما غني خلک دي (سيما غني د بدخشان اوسېدونکې يو پښتون ضد فاشېسته ښځه ده چې د خپل نوم سره د غني وروستاړي په يو ځای کولو يې خلک غلط کړي ول چې د رئيس جمهور خپلوانه ده). سيما غني په لومړي سر کې په ارګ کې کاواکه ګرځېدله او د ارګ په چارواکو به يې پټکې کولې، چې کله رئيس جمهور خبر شو نو بندېز يې پرې ولګاوه.
د سيما غني د دا ډول بې سارې بې باکۍ لامل عبدالسلام رحيمي و چې د رئيس جمهور غني بشپړ باور يې درلود خو د سيما غني د مشورې نه بغير به يې هيڅ نه کول او نه يې کوي. دا چې رحيمي د سيما غني په وړاندې څه مجبوريت لري، دا بحث د ښاغلي رحيمي شخصي حريم ته ننوځي او زه نه غواړم په دغه موضوع بحث وکړم. خو زمونږ د بحث د ثقل مرکز ښاغلی رحيمي دی، نو لږ به پرې وغږېږو.
عبدالسلام رحيمي:
عبدالسلام رحيمي د يو ډېر شريف کرکټر خاوند او د اخلاقو نمونه ده، له کارزمې او رهبرۍ ځواک خالي خو له شکونو ډک انسان دی، په خپل دفتر کې په هيچا باور نلري، پرته له هغو خلکو چې ده سره يې په کلونو کلونو د ده په ان جي او (CHA) کې کار کړی وي. د ده دروند شخصيت په خپل ځای خو نور په ټوله معنا د بې کفايتۍ نمونه ده. دی د خپلې واکمنۍ پر مهال ونتوانېد چې د خپلې ادارې يو عمومي ليد جوړ کړای شي، په تېر يو نيم کال کې يې دخپلې ادارې تشکيل څلور وارې تغير کړی خو تر اوسه بريالی شوی نه دی چې څه ورسره وکړي.
په تېر يو نيم کال کې يې د خپلو ټولو رئيسانو سره يواځې دوه ځل عمومي ناستې کړي چې هغه هم ټولې په ټوکو تېرې شوي. داسې رئيسان هم شته چې د ده په اداره کې مقرر شوي خو ده تر اوسه نه دي ليدلي.
د خلکو او رئيس جمهور لرې والی:
د ښاغلي رحيمي تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا ده چې خلک يې له ولسمشره لرې کړل او د رئيس جمهور ټيم يې په ډېر مهارت پاش پاش کړو. د ښاغلي رحيمي د دې کړنې ښکاره لامل دا ښکاري چې ولسمشر بشپړ په ولکه کې وساتي او ولسمشر د ده پرځای پر بل چا باور ونکړي، خو له بلې خوا دا هم امکان لري چې دی ښاغلی په لوی لاس غواړي حکومت له ناکامۍ سره مخ کړي. زه چې څومره د رئيس جمهور ملاتړي وينم ټول له ښاغلي رحيمي نه ګيله لري او وايي چې سمه ده رئيس جمهور به بوخت وي خو دی خو بايد زمونږ سره و ګوري. نن سبا خو دا خبره هم مشهوره شوې چې د رحيمي صاحب سره د ليدو لپاره بايد د ولسمشر نه وخت واخيستل شي. همداراز د ولسمشر مشاورين د يو څو محدودو تنو نه علاوه نور ټول ښاغلي رحيمي د رئيس جمهور د ليدو نه بند کړي.
د وزيرانو له حاله خو مو خدای مه خبروه، کوم وزيرصاحب چې د ښاغلي رحيمي د سکرتر هم له پامه بد راشي نو اسناد يې په مياشتو رئيس جمهور ته نشي رسېدای.
همداراز د پارلمان وکيلان ټول په منظم ډول خوابدي کړای شوي دي، همدا ده چې د ولسمشر ۸ تقنيني فرمانونه د پارلمان لخوا رد شول.
د دې تر څنګ د کمپاين پر مهال د ولسمشر ډېر کلک ملاتړي لکه، سباوون صاحب، وقاد صاحب، فاروقي صاحب او پتمن صاحب په څېر خلک هم د ښاغلي رحيمي له برکته خوابدي دي. که د ولسمشر تر څنګ يو مردم دار سړی رئيس دفتر وای نو نن به د حکومت پر وړاندې داسې لوی لوی اپوزېسيونونه نه جوړېدای.
د ښاغلي رحيمي د دې کړنو ډېر بد عواقب به مونږ په راتلونکو ملي پروسو کې ووينو، که هغه راتلونکې لويه جرګه وي، که پارلمان وي او که راتلونکي د ولسمشرۍ انتخابات وي.
د ارګ په CHA بدلول:
CHAد ښاغلي رحيمي شخصي NGOده چې ټول کارمندان يې اوس په رياست جمهوري کې کار کوي. د CHA اداري مسئول ښاغلی حميدي اوس د رياست جمهوري د پروژو رياست رئيس دی، د رياست جمهوري اړونده ټولې پروژې بايد دا سړی تطبيق کړي، که هغه تعميرات وي، که هغه د خارجيانو لخوا د اصلاحاتو پروژې وي او که هغه د رياست جمهوري د تجهيزاتو پروژې وي. په يوه وروستۍ پروژه کې چې د رئيس جمهور لپاره بايد د ويديويې کنفرانس وسايل خريداري شوی وای ښاغلي حميدي د ملګرو ملتونو پر يو بخش فشار راوړی و چې د ټولې پروژې سربېره بايد ده ته څلور لکه ډالر ورکړل شي چې دا کار يې د رياست جمهوري د پاليسۍ بخش يو رئيس لخوا بربنډ شو او دی ونتوانېد چې دا فساد ترسره کړي. خو د دې ښاغلي پر مټ ډېرې پروژې د ولسمشر په نوم په کاغذونو کې تطبيق شوي، خو عملاً يې څرک نشته.
د حميدي تر څنګ د جهموري رياست د مالي رئيس، د ترانسپورت رئيس، د منابع بشري رئيسه، د رئيس جمهور يو سکرتر، سبحان رووف د تفتيش عمومي رئيس، او کامله صديقي د ښاغلي رحيمي د مالي او اداري بخش مرستياله، ټول د CHA کارمندان ول چې اوس يې په رياست جمهوري کې واکمني حاکمه ده.
پورته ياد شوي رياستونه په تشکيلاتي لحاظ ټول د کاملې صديقي لاندې دي. د يادونې وړ ده چې په وروستيو کې د المانيانو لخوا د رياست جمهوري ټولې ادارې تفتيش شوې پرته د پورته ياد شويو ادارو نه چې CHAپورې يې تړاو درلود. همداراز هېره دې نه وي چې مېرمن صديقي په دې ورځو کې د کاردان پوهنتون سره په جوړجاړي اخته ده چې دې ته بايد د لوړو زدکړو يو جعلي سند جوړ کړي.
د ولسمشر د ټيم د تصفيې پلان:
په دې وروستيو کې چې څرنګه ښاغلی رحيمي پوه شو چې نور يې خلک اصلي څېره رئيس جمهور ته بربنډوي نو په خپله اداره کې يې په تصفيې پيل وکړ. ټول هغه خلک چې رئيس جمهور ته لاسرسی لري بايد له ادارې وباسل شي، لومړۍ حمله يې په حمدالله محب وکړه او هغه يې مجبور کړو چې اداره پرېږي خو څرنګه چې پرې رئيس جمهور کلک باور درلود نو د امريکې سفير يې مقرر کړ، همداراز د ملي امنيت په چوکاټ کې د اجمل عابدي په دنده ګومارلو اصلي هدف هم د رئيس جمهور له څنګه د هغه لرې کول وو.
دويمه حمله يې د عتيق نوشېر په معاونيت وکړه، تېره مياشت يې د ده معاونيت او د ده تر لاس لاندې ټول رياستونه له مينځه يووړل. د ده معاونيت يو له تر ټولو فعالو معاونيتونو نه و او ډېر قوي ټيم يې رامينځ ته کړی و، خو شايد سيما غني ته به دې ډېر زور ورکولو چې ولې په يو معاونيت کې ډېر پښتانه ځای په ځای شوي وي. جالبه دا ده چې ښاغلی رحيمي په دې بريالی نه شو چې د دې معاونيت حکم له رئيس جمهوره واخلي، نو يې په خپله امضا له مينځه يوړ، چې دا خپله يو غير قانوني کار دی.
درېيمه حمله يې په مريم سلېمانخېلې وکړه، اغلې سليمانخېله که څه هم د خارج نه راغلې خو په افغاني کلتور کلکه سنباله وه او د رئيس جمهور د ترور لور کېږي، او يواځينۍ څوک وه چې د خلکو نه د ولسمشر لرې والي تشه يې يو څه ډکوله، ځکه خلکو به فکر کاوه چې ځه که ولسمشر مو و نه ليد نو لږ تر لږه د کورنۍ چا سره خو يې مخ شو. نوموړې د اشرف غني په خاطر د انتخاباتو په کميسيون کې پنجشېريانو ته د سپر پشان درېدلې وه خو اوس يې پر ځای د ښاغلي رحيمي د NGOيو څوک مقرر شو.
بله حمله يې په لېمه احمد وکړه، نوموړې يو ډېره کلکه پښتنه ده خو ښاغلي رحيمي دې ځای ته راورسوله چې بايد د تفتيش د رياست نه استعفی ورکړي. دوه ورځې کېږي چې دې هم دنده پرېښوده. اغلې لېمې د تفتيش يو ډېر ښه ټيم جوړ کړی و، غوښتل يې چې اصلاحات راشي خو ښاغلي رحيمي به يې مخه نيوله چې آخر هم دندې پرېښودو ته مجبوره شوه.
اوس د حملې لاندې نسيم شريفي د رئيس جمهور د تشريفاتو رئيس، اجمل شاپور د ولسمشر د اړيکو رئيس، اسرارکريمزی د تکنالوژۍ رئيس او نعمان شينواری د ارشاد او ديني چارو رئيسان دي.
د دې تصفيې په بهير کې پلان دا دی چې د رياست جمهوري د ۱۸۰۰ کارمندانو څخه ۵۰۰ يې کم شي. البته تر اوسه چې کومه تصفيه شوې په هغې کې د پاليسۍ د بخش د يو رئيس نه پرته ټول پښتانه لرې کړای شوي دي.
ټوله هڅه دا ده چې ښاغلی رحيمي بايد يواځې ده ته ژمن خلک ولري او رئيس جمهور په داسې ميدان پاتې شي چې د ده نه پرته بل څوک ونلري.
د پای خبرې:
په ټول رياست جمهوري او اداره امور کې يواځې د وثيق صاحب، مريم سلېمانخېل، عتيق نوشېر، اسرار کريمزي او نعمان شينواري دفترونه ول چې د ولسمشر ملاتړي يې راغونډول، او د خلکو سره يې رابطه ټينګه ساتله او ورسره منډه يې وهله، نور خو ټول يا د ان جی او کسان دي او يا هم د انجينر ابراهيم پاتې شوې مهرې چې په ډېر منظم ډول د رئيس جمهور د زنې لاندې د هغه بربادۍ ته اخته دي.
دې ستونزو ته اتمر صاحب هم بايد ډېر متوجه شي، ځکه د ولسمشر د يو ډېر نږدې کس په توګه دا د دوی مسئوليت هم دی چې د ولسمشر دفتر د دا ډول ناکامۍ نه وژغوري که نه نو تاريخ به د دوی په هکله هم قضاوت کوي.
ولسمشر بايد نورې سترګې خلاصې کړي. هغه خلک چې د ده لپاره يې شپه ورځ قربانۍ ورکړې هغه ټول ترېنه اوس خفه دي، او لامل يې ډېر څرګند معلوم دی، د دې ټولو بدبختيو سرچينه ښاغلی رحيمي دی، ولسمشر بايد د يوه فرد لپاره د ټول ولس ملاتړ قرباني نکړي، اوس هم ناوخته نه دی ولسمشر دې نور ځان د لستوڼي له مارانو خلاص کړي. کنه عواقب به يې داسې وي چې جبرانول به يې ګران وي او قيمت به يې ټول ملت ورکوي.