له ښاغلي حميدالله محمد شاه سره مرکه

\"\"
ښاغلی حميدالله محمد شاه
 
په دې هېواد كې مرګ اودرد اوس خلكو ته يوه عادي خبره ښكاري
د (( ژړا)) ويبلاک نه په مننه :
رغاند:سلامونه محمد شاه صيب!زه خو مو تر يوې کچې پېژنم که د ژړا لوستونکي پوه کړئ چې حميد الله محمد شاه څوک دى؟څه کوي؟څه يې کړي او څه به وکړي؟
محمد شاه: نوم مې حميدالله دى، په چپرهار كې زېږيدلى يم، د غوايانو د انقلاب همزولى يم بيا نو كډه په سر پېښور ته او هلته د شمشتو په نوم يو كمپ كې ديره شوى يم،هملته مې زده كړه پيل كړه خو چۍ تر لسم ټولګي راغلم خوند يې نه و، د المعهد الشرعي په نوم يو معهد و هلته مې عربي پيل كړه نو همدا سلسله ورپسې وغزيده چې  سر مې په نړيوال اسلامي پوهنتون چې  په اسلام اباد كې و، ولګيده ،تر اوسه مې داسې كومه توره نه ده كړې چې د يادونې  وړ وي اوسمهال په الجزيره ټلويزون كې كاركوم.
رغاند:مننه، ځينې ادبي ليکنې،بيا ژباړې او همداسې تر اوسه مو ځينې ادبي فعاليتونه ترسترګو شوي،د مولانا بلخي يو کتاب مو تر ژباړې وروسته چاپ کړى،که دا ووايئ چې له دې پرته پر کومو ادبي او ليکنيو فعاليتونو بوخت شوي ياست؟
محمد شاه: له ژباړې وروسته مې د اسددانش به هڅونه او كله ناكله دپېغور او جرمانې له لارې يو ادبي قاموس پيل كړى نيمايي ته رسيدلى، نه پوهيږم چې څنګه به شي او د مصر دمشهور ليكوال دوكتور نجيب الكيلاني د يو ناول ترجمه مې  ييل كړې، په روهي وېبپاڼه كي  يو څه خپور شوى هم دى.
رغاند:وايي پښتانه شاعري او قلموالي له شاعرۍ څخه پيلوي،ستاسې کوم شعر ما لا چېرته نه دى لوستى،نه يې ليکئ،ليکلاى يې نه شئ او که خوښيږي مو نه؟
محمد شاه: شعر مي خوښيږي ,خو چې شعر وي سپينه به يې درته وايم د ويلو وړتيا يې الله(ج) نه ده راكړې
رغاند:ښه چې خوښيږي مو ،څومره مو خوښيږي،د چا مو خوښيږي،تاسې په نورو ژبو کې هم مطالعه لرئ،د پښتو شعر اوسنى وضعيت درته څنګه ښکاري؟
محمد شاه: په پښتو كي مې كلاسيك شعر خوښيږي، په عربي كې مې نو المتنبي ډير خوښيږي او دومره حق نه لرم د پښتو شعر اوسنى بهير وارزوم خو چې له نورو مشرانو اورم دوى ورنه خوشاله دي.
رغاند:زموږ مرکه د ژړا بلاک لپاره کېږي،که ووايئ د يوه عملي خبريال په توګه د هېواد اوسنيو حالاتو سره څنګه ياست،د مرګ،ژوبلې خبرونه چې خپروئ،کله ژاړئ هم که هو نو د کومې يوې يادونه که وکړئ؟
محمد شاه: ژړا دې ياده كړه راځه چې  خپله يوه خبره درته وكړم، له جلال اباده كابل ته روان وم په عزيزخان كڅ كې مې دسهار له اذان راوروسته دلته وليدل چې د پوليسو يوموټر او يوه لارۍ موټر چې غواوې هم په كې وې، دسړك خواته پرتې وې، موږ ورته ونه دريدو او خپله لار مو ونيوله چې دفتر ته راورسيدم خبر شوم چې  د قرغيو د امنيې قومندان يې له خپلوملګرو سره وژلى نو دغه مهال مې له يوملګري سره چټ كاوه اودا خبره مې ورته وكړه هغه وويل: انا لله وانا اليه راجعون
ما ورته ويل:ولې ستا خپلوان و كه څنګه؟ هغه راته كړل چې   ولې ستادښمن و ؟؟ نو ټكان يې راكړ او ځانته مې فكر شو چې دا ولې ؟؟؟ ګرانه په دې هېواد كې مرګ اودرد دومره ډير دى چې  اوس خلكو ته يوه عادي خبره ښكاري بس دا به دالله(ج)رضاوي چې زما او ستا روزي اوس په دې كې ده چې  نورو ته دخپلو هېوادوالو د مرګ و درد خبر وركړو ،بله خبره يو مهال د كابل هوايي ميدان کې  ځانمرګى بريد وشو، زه له خپل ټيم سره وروان وم په دې كې كومه راډيو وه عاجل خبر يې وركړ چې  ميدان ته نږدې ځانمرګى بريد دى ،بيا يې بيرته   خپلې سندرې ته دوام وركړ، دلته اوس مرګ او درد د ورځې عادي خبره ده او خلك ورسره په رواني حساب اموخته دي كه كوم خبر واوري طبيعت يې چندان نه خرابيږي.
رغاند:محمد شاه صيب هر څوک په ژوند کې تريو ستر او بنسټيز ارمان او موخه لري چې غواړي پوره شي،ستاسو دا موخه او ارمان څه شى دى؟
محمد شاه: ارمان مې دادى چې  نورپښتون ته څوك په سپكه سترګه ونه ګوري او خپل كور كې نور ورسره د مېلمه چلند ونه شي ژبې ته يې د دوزخ ژبه ونه ويل شي او څوك يي په دې تور تر كنداغ لاندې ونه نيسي چې  ولې يې فارسي نه زده .
رغاند:ځينې خلک ايډيال شخصيتونه لري،تاسې خو به د دې ډلې غړي نه ياست؟که ياست نو ايډيال شخصيت مو څوک دى او د کومو دلايلوپر بنسټ؟
محمد شاه: كه ريښتيا ووايم په دې اړه مې فكر نه دى كړى.
رغاند:ښه محمد شاه صيب ډېره زياته مننه،چې له بوختياوو سره،سره دې زما د مرکې بلنه ومنله،په پاى کې که کومه خبره پخپله خوښه لرئ مهرباني وکړئ.
محمد شاه: مننه , ياره مركه مركه ورته مه وايه هسې مې درسره د زړه خواله كوله