غزل

ای خدايه څه وکړم خپل آشنا مې ژړوي
رقيب سره خاندي په خندا مې ژړوي
ما يی عشق کې هيره کړله ټوله زمانه
څومره ساده وم خپله وفا مې ژړوي
ما چې ويل ثاني يی نشته دی جهان کې
هماغې پريښودم يک تنها مې ژړوي
دې خوار ولـــــــي ته يی نور هيڅ ورپرې نښودل
ای مين زړګيه اوس پر تا مې ژړوي
 


ولي الله ځدراڼ    // هند