
هسې د خیال په پرتمینه نړۍ کې له ځانه سره په خپل کمزوري ذهن کې رنګارنګ آبادۍ کوم ، کله دومره هسک شم چې تر خپلو پښو لاندې هیڅ موجود راته ژوندی نه ښکاري ، آن تردې چې ټوله نړۍ یو خیال فکر کوم ، او کله بیا دومره ټیټ شم چې غواړم د خدای د هر ژوندي مخلوق تر پښو لاندې خاوره شم. خوب وینم ژوندی یم خو کاڼي غوندې کلک ،واوره شم لمر راهسک شي ویلې شم ، شنه پاڼه شم منی شي ورژیږم ، ګل شم له دوه دریو ورځو وروسته مړاوی شم د نوکي شمال په راتګ پر پر په ځمکه ولویوږم ، له خاورو سره خاورې شم .
غږ مې تر غوږ شي . اخ !
ټکان وخورم د خیالونو او فکرونو نړۍ مې ګډوډه شي ، پوه شم چې دا زه یم نړۍ رښتینې ده ، هیڅ شی مجازي نه دي . یوازې زه یو انځورګر یم ، یعنې خیالي انځورګر .
هې پوهیږي ؟ !
حرکت وکړم روان شم ،ځم خو هیر مې شي چې د څه لپاره او په کوم لوري . پوهیږم چې یو څه شته چې باید ور پسې لاړ شم ، اما هغه څه ؛او چیرې دي ؟ روان یم ځم نورهم مخ پر وړاندې ځم ورځ وي راباندې شپه شي ، شپه هم بیرته ورځ شي . بس عمر دی تیریږي خو هیریږي نه ،حیران پدې یم ،دا زما تګ هغه هم په یو نامعلوم لوري ، دا دعمر تیریدل ، او دا دې ناخوالو ورځ تربلې زیاتوالی . ته راته ووایه زه ګرم یم که دا بې ځوابه نړۍ ؟
(پذیري)