
د وردګو ولایت یوه سپین ږيري معلم صیب کیسه راته کړه ویل یې چې ، طالبان هیڅکله ولاکه ناکامه شي ځکه دده په خبره رګونه دولتي مامورین ورته کار او په لکونو د دولتي ادارو مراجعین دوعا ورته کوي.
معلم صاحب ویل چې هلته به د طالبانو د بریالیتوب او پرمختګ راز درته مالوم شي چې کله دې په کومه دولتي اداره کې کار بند شي .
معلم صیب کیسه کوله چې یو ډېر وړوکی حقوقي او قانوني کار مې په یوه دولتي اداره کې بند دی چې که په اصولي توګه وشي نو په نیم ساعت کې خلاصیږي خو ویل یې چې د ادارې مامورین دا یوه میاشت خپل نجس مخونو را باندې ویني او کار لا هم نه دي خلاص شوې بلکې نور هم پېچیده شوی ده .
معلم صیب ویل دا ستونزه یواځي زما نه بلکې له ماسره هره ورځ لسګونه کسان په مقرر ډول په اداره کې حاضري ورکوي او هغو کسانو چې پيسې یې درلودې د هغو کار په یوه ورځ خلاص شوي خو موږ ته د خپلې غریبي سزا ډېره درنه تمامه شوه .
معلم صیب وایي هره ورځ د ورځې په پای کې موږ د ادارې مراجعین په اجتماعي توګه دعاکوو او وایو چې یا الله ته خو طالبانو ته بری ورکړی تر څو له دا رنګه رشوت خورو څخه خلاص شو او دوی هر یوه د خپل دغه منحوس او ناروا عمل په سزا ورسول شي.
د معلم صیب خبرې خو دهغه خبرې وې ممکن پر هماغه وخت ماته دومره مهمې نه وې مالومې شوې خو په تېره اوونۍ کې چې زه خپله د معلم صیب له حالت سره مخامخ شوم نو باوري شوم چې د حکومت زرګونه مامورین په رښتیاهم چې طالبانو ته پراخ کار کوي او د دوي له امله د طالبانو صفونه ورځ تر بلې پیاوړي کیږي .
کیسه ډېره نه اوږده وم، په لنډو ټکو کې یې له تاسي سره شریکوم.
د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معنیت ته د خپلو علمي اسنادو د ارزیابي لپاره ورغلم.
که څه هم دولتي ادارو ته د مراجعې ډېرې خطرناکې او ویرونکې کیسې مې اوریدلې وی او له پېسو خالي جېب مې هم ددې اجازه نه راکوله چې باید مراجعه وکړم خو په دې به مې بیرته زړه ته ډاډ ورکړ چې ځه ستانو چیري په داسي مفسده اداره کې کار بند دی چې له رشوته بغیر دې نشي خلاص ، ته خو د یوه دیني عالم په صفت دیني ادارې ته د دیني عالمانو په وړاندې حاضریږې ، نو هلته خو به د دغه حرام کار نوم لا هم څوک پر خوله نشي راوړلای په عمل کې ثابتول خو به یې ناممکن وي.
خو له بده مرغه چې هلته د داسي حالاتو شاهد پاتې شوم چې هغه د شاعر په خبره !
نه وم خبر پرده مې لږه غوندي پورته کړه .
نه دي د ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي.
که څه هم په یاده اداره کې به نیک او صالح کسان هم وی له هغوې څه په ډېره بخښنه سره خو زما چې له درو څلور کسانو سره مخه شوه نو په هغوې کې خو بیخي د سړیتوب، اسلامیت او انسانیت بوي لاهم نه حس کېدی.
بس هر یوه به بې له کومې مقدمې راته وویل چې ستا کار نه کیږي خو چې د لامل پوښتنه به مې وکړه چې ولې ، خو دا دي د دیني مدرسې د فراغت اسناد دي ، او بیا چې تاسي څومره سخت امتحان لري هغه ته زه اماده یم او بل تاسي خو ناست د همدغه کار لپاره یاست که کوم قانوني نقض په کې وي را په ګوته یې کړې چې زه یې د اصلاح کوښښ وکړم او یا مې هم لږ تر لږه قناعت خو حاصل شي.
خو دوی ته یواځي دغه خبره ډېره اسانه وه چې ستا کار نه کیږي .
که څه هم له نه کیږي سره یې ډېر کسان بلد وو نن به یې د نه کیږي ورته ویلي وو خو صبا به یې کار شوی وو ، فکر کوم د هغوی به جیبونو کې لږ ګوته غوړېده ، خو زما په څېر خالي جیبي او یاهم ، د راشي او مرتشي حدیث ته ژمن کسان چې یو کال پر له پسې مراجعه وکړي هم یې د کار خلاصېدل ناممکن دي.
په دوی ټولو کې تر ټولو بد یو لوی پنډ او غټ خیټی چې پوره نوم یې ما زده نه کړ خو دوی په نعیمي ورته ویل او پورته انځور هم د هغه دي ، دومره بد اخلاقه او دومره وحشي انسان وو چې د انسانیت ، اخلاقو او شرافت په نوم یې هیڅ هم نه پېږندل .
حیران شوم چې دی فارغه شوی له کومې مدرسې څخه ده ، په مدارسو کې خو ټوله ورځ د ښو اخلاقو ، نبوي سیرت او انسانیت درس ورکول کیږي.
ښاغلي نعیمي ته بده خبره ، بد اخلاقي ښکنځل او حتی د یوچا ګریوان ته لاس اچول دومره اسانه دي چې هغه د چا په خبره یو نسوار هم نه ورته ښکاري.
له بده مرغه چې زه هم په لومړۍ ورځ له همدغه وحشي سره مخامخ شوم چې تر دوو خبرو وروسته یې زما ګریوان ته د لاس اچولو هڅه وکړه خو خوشبختانه هلته یو بل مولوي صاحب ناست وو ، غالبا چې نوم به یې مولوي سمیع الله ریحان وي چې ما پر شمشاد ټلویزون په اسلامي خپرونو کې ډېر لیدلي دی.
هغه ځيني خلاص کړم ګنې له دې سره سره چې کار به مې نه وای شوی بلکې په سره خوله او څيرلي ګریوان به یې له دفتر راوتلای وی.
خبر نه یم چې مولوی ریحان صیب به هم په دغه اداره کې کار کوي که به په هغه ورځ هلته میلمه وو خو له دې سره چې له وحشي نعیمي څخه یې و ژغورلو په ډېر انسانیت او په ډېرو ښو اخلاقو یې تر ځان تېر کړو ، الله تعالی دې عوضونه ورکړي.
اوس نو تاسي فکر وکړي چې په یوه علمي ، اسلامي او خصوصا د علماوو ، حافظانو او طالبانو اړوند اداره کې داسي حال وي ، او مراجعین یې هم ټول له غریبو کورنیو سره تړلي ، دقران حافظان ، عالمان او طالبان وي د نور اداروبه څه حال وي؟
که زما په څېر چلند له هر عالم ، حافظ او یاهم طالب سره وشي تاسي څه فکر کوي چې هغه به بیا هم د حکومت په خیر خوشحاله وي او له حکومت ضد کړنو او اعتراضونو څخه به ځان ساتي.
ایا له یوې حکومتي ادارې څخه په داسي ټيلو ټمبو ایستل شوی کس او یاهم پر معمولي قانوني کار له پیسو خلاص شوي څخه به بیا هم له حکومت څخه د ملاتړ هیله حماقت نه وي؟
الله تعالې مو دې پاکه خاوره له داسي ناولو انسانانو څخه پاکه کړي.
یادونه : زه په الله سره قسم خورم که په یاده اداره کې یو کس هم پیږنم او یاهم شخصي ستونزه ورسره لرم ، نو هیله کوم چې زما لیکنه یوازي زما د زړه درد وبولې نه د کومې ادارې او یاهم کوم فرد تخریب.
مولوي حمیدالله ذاکر