
بسم الله الرحمن الرحیم
نږدې څوارلس کاله وړاندې، کله چې امریکايي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ، د ګوانتانامو په ټاپو کې له محاکمې پرته، د ټولو انساني ارزښتونو او بشري کنوانسیونونو پرخلاف انسانان ساتل کېږي. څوارلس کاله وشول، چې په دغه ټاپو کې بندیان په نارنجي لباس، لاس تړلي او مخ پټي ښکاره کېږي.
کله چې امریکا د افغانستان په جګړه کې عملاً ښکېل شوه، د جګړې یو شمېر بندیان یې د بګرام، کندهار له زندانونو پرته، د ګوانتانامو په زندان کې هم واچول. له دغو اسیرانو څخه هغه حقونه هم وتروړل شول چې نړیوالو بشري قوانینو اسیرو انسانانو ته په پام کې نیولي دي.
نه یوازې دا چې د افغانستان بلکې د نورو ګڼو هیوادونو له دغو اسیرانو د دفاع او د محاکمې حق واخیستل شو، بلکې د «شکنجې او سپکاوي ضد کنوانسیون» (۱۹۸۴) پر خلاف جنسي سپکاوي وشول، په سپیو وداړل شولاو حتی له خوبه بې برخې شول. تېر کال کانګریس ته د وړاندې شوي راپور یوې برخې د امریکا لخوا پر زندانیانو له شوو ظلمونو پرده پورته کړه چې په امریکا کې دننه او بهر یې د بشري حقونو ادارو نیوکې راوپارولې. په ګوانتانامو زندان کې داسې ځورونې او کړونې وشوې، چې د یوویشتمې پېړۍ بشري ارزښتونه پرې وشرمېدل.
که څه هم د افغانستان پخوانۍ ادارې د خپلې واکمنۍ د وروستي کال پرمهال د یوه کمېسیون له لارې د بګرام د ځینو زندانیانو دوسیې وڅېړلې چې ډېری یې بې ګناه وو او پرېښودل شول. له بده مرغه د ملي يووالي حکومت له تشکیل راهیسې یو ځل بیا بګرام زندان ته انسانان ولېږدول شول. داسې راپورونه هم خپاره شول چې د بګرام زندان مدیریت یو ځل بیا امریکایانو ته په لاس ورکړل شوی دی.
که څه ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۸م کال کې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د امریکا او نړۍ له ولسونو سره ژمنه کړې وه چې دغه زندان به تړي خو لا هم نيږدې ۱۰۰ تنه انسانان په ګوانتانامو ټاپو کې ساتل کېږي. موږ نن دلته د امریکا د حکومت پر دې کار اعتراض کوو، د نړۍ پر بشري وجدان غږ کوو چې زموږ دا غږ بدرګه کړي. موږ د امریکا پر حکومت غږ کوو، که چېرته پر دغو اسیرانو جرم نه شي ثابتولای، نو باید دا کسان ژر تر ژره ازاد او خپلو هېوادونو ته واستول شي.
زموږ غوښتنې دا دي:
لومړی: د امریکا حکومت باید د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې او د امریکا خپل عدلي او قضايي سیستم په پام کې نیولو سره، د ګوانتانامو زندان له اسیرانو سره قانوني، اصولي او انساني چلن وکړي. دغو اسیرانو ته باید خپل حقونه ورکړل شي، باید وکیل او محکمې ته د لاسرسي حق ورکړل شي؛
دویم: ټولو اسیرانو ته باید غرامت ورکړل شي او د هغوی د حیثیت اعاده دې وشي. موږ باور لرو، چې هېڅ مبلغ نه شي کولای د دوی او د دوی د کورنیو رنځ او عذاب ته دوا شي، خو بیا هم د امریکا سیاسیون باید پوه شي چې سوله د عدالت تامين غواړي.
درېیم: موږ غواړو چې په بګرام، اروپا او ختیزې اسیا کې د امریکا نور پټ او ښکاره زندانونه هم بند شي او له اسیرانو سره یې د بشري کنوانسیونونو له مخې چلن وشي؛
څلورم: په ځانګړې ډول د بګرام زندان د زندانیانو مسئله باید د ملي يووالي حکومت واضحه کړي. حکومت د تېرو پرېکړو پرخلاف یو ځل بیا د بګرام زندان مسوولیت امریکایانو ته سپارلی چې موږ ته د منلو وړ نه ده؛
پنځم: موږ د نورو ازادي غوښتونکو خوځښتونو په ملتیا و ملګرتیا د زندانیانو پر ضد د امریکا د ترسره شوو جرمونو ثبت، ارشیف او د نړیوال جنګي جنایت په توګه ګڼل او نړیوالې جنايي محکمې ته وړاندې کول غواړو.
او په پای کې یو ځل بیا د امریکا له حکومت او په ځانګړې ډول له ولسمشر بارک اوباما څخه غواړو چې د امریکا له ولس او نړیوالو سره دې د ګوانتامو زندان د تړلو په تړاو خپله ژمنه پلې کړي تر څو په تاریخ کې د یوه بشري نقض د مخنیويکوونکي په توګه ثبت شي.
په درنښت