ارواښاد پاچا محمد ظاهر شاه او دایران دبهرنیو چارو مرستیال وزیر

 
ډاکټر عبدالرحیم شیرزوی د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی معین او په څو هیوادونو کی سفیر یوه ورځ داسی یوه قصه وکړه
کله چی په ایران کی ملایان حکومت ته ورسیدل نو په اوله هفته کی د نوي حکومت د بهرنیو چارو د وزارت معین ایټالیی ته لاړ او راسا د اعلحضرت محمد ظاهر خان کور ته چی د ایران د پاچا لخوا ورته د اوسیدو دپاره ورکړل شوی و ورغی. ایراني معین ورته وویل چی حضور این خانه به خون ملت ایران خریده شده شما لطفا خانه را تخلیه کنید!!!
زمونږ پخواني پاچا ورنه یوه هفته وخت وغوښت چی ځان ته کور ولټوي او خپل کالي او د کور سامان ور انتقال کړي!
ښاغلی معین ورته یوه هفته پخپله په روم کی په هوټل کی منتظر پاتی شو چی کور له اعلحضرت څخه تسلیم کړي.
د اعلحصرت زامن او لمسي په روم کی په یو مناسب اپارتمان پسی یو خوا بل خوا ګرځيدل او ایراني معین یی ننداره کوله . دری څلور ورځی وروسته شهزادګانو یو اپارتمان پيدا کړو او د کور د کالو په ورانتقالولو یی پيل وکړ کله چی ایرانی معین پوی شو چی دوی په کرایه یو ‌‌‌‌‌‌ډير کوچنی اپارتمان ونیو او نیم سامان یی ورانتقال کړ نو راغی او اعلحضرت سره یی ولیدل او وی ویلی چی:
حضور تاسی څلویښت کاله د افغانستان پاچا وی تاسی په روم کی یو کور نلری؟
ما خو فکر کولو چی تاسی عربي ټایپ یو ملک یاست؟
ملک په عربي کی پاچا ته ویل کیږي
لکن تاسی خو افغان ټايپ ملک وختی چی قریه دار ته ویل کیږي؟ دا څرنګه درویشانه پاچاهي دی کړی چی یو کور بیرون نلری؟
زمونږ رضا شاه پهلوی خو ټوله دولتي سرمایه په ‌‌‌‌‌‌ډير وحشت په شخصي هوس مصرفوله؟
همدا رنګه عربي شیخانو او پاچاهانو ټول دولتي عایدات د خپل هوس پوره کولو په خاطر مصرفول.
تاسی ولی داسی درویشانه پاچاهي کړی؟
اعلحضرت ورته موسکی شو او وی ویلی چی زمونږ پلانونه د ملت د ازادۍ ساتنی دپاره و
مونږ نه د شرق په بلاک کی ننوتو نه د غرب
مونږ خپله ازادي وساتله لکن دی کی نشته چی هیواد مو وروسته پاتی شو
مونږ کوشش وکړو چی خپل هیواد د خپلو عایداتو له لاری پر مخ بوځو او د استعمارګرو مخه ونیسو. مونږ به چی کله د غربي کوم هیواد نه مرسته وغوښته نو شورویانو به یی مخه ‌‌‌‌‌‌ډب کړه که به مو له شورویانو وغوښتنه غربیانو به یی مخه نیوله د دوو ‌‌‌‌‌‌ډيرو خبیثو ګاون‌‌‌‌‌‌ډيانو چی شمال کی شوروي او په جنوب کی پاکستان و په منځ کی راګیر و.
ایراني معین ورته وویلی چی حضور مونږ خو ټولو پاچاهانو ته د لوټمارانو په سترګه کتل
اوس چی په حقیقت پوی شوم نو ‌‌‌‌‌‌ډيره بښنه غواړم او بیرته مو کالي راوړی همدی کور ته تر څو چی په ایران کی اسلامي نظام وی دا کور ستاسی په اختیار کی دی!