
د محترم ښاغلی قیام صیب د شعر په اقتفاه د شورای حراست وثبات په باره کی د افغان مل شعر
ورته ګوری غداران سره راټول دی
د قومونو بیخ کنان سره راتول دی
خدای دی خیر کړی دسیسه یی جوړه کړی
لوی ابلیس او شیطانان سره راتول دی
که څه هم د واک په سر کی یی ځینی ځینی
د امتیاز دا ښاماران سره راټول دی
په لیدو یی د مرده رقص رایاد شو
فساد دور قاتلان سره راټول دی
د جهاد په نوم سودا کړی سوداګر دی
پټ په زړه کی یهودان سره راټول دی
ګران وطن یی په ډالرو دی خرڅ کړی
دډالرو حریصان سره راټول دی
نه پوهیږمه تعریف څنګه وکړم
د پردیو مزدوران سره راټول دی
د اسلام له دایری نه دوی وتلی
ورته ګوره بد معاشان سره راټول دی
د قدرت لپاره هر څه نه دوی تیر دی
ضمیر نه لری لیوان سره راټول دی
د الله په نزد انشالله مخ تورن دی
مختورن منافقان سره راټول دی
ډیر کلونه په ولس یی لوبی کړی
د ولس دا دشمنان سره راټول دی
زما شک دی له خپل پلاره پیدا نه دی
باور وکړی حرامیان سره راټول دی
د وطن د نابودی نیت ورسره دی
دا په لمسه د ایران سره راټول دی
خدای دی خیر کړی د مرګ کومی ته مو بیایی
دا بی پته ګیدړان سره راټول دی
د کلام د افت لری می خبری
عفوه غواړم دا پستان سره راټول دی
په لیکلو د لفظونو می شرمیږم
خو څه وکړم دووسان سره راټول دی
په بل لفظ د زړه بړاس نشم ویستلی
د پردو په پله روان سره راټول دی
استعمار راتلو ته یی کړه لاره هواره
د پردیو خادمان سره راټول دی
افغان مله د الفاظو توهین مه کړه
دوی پری نه ارزی بی ایمان سره راټول دی
یادول یی په هر نوم د لفظ توهین دی
دی سر ټیټی بی شرمان سره راټول دی
هم دعوه په افغان مل لفظونو وکړه
عدالت ته یی راکاږی دیر قاضیان سره راټول دی