دپښتـنی نجلۍ اخـتر

ما به سورخال په اختر پرتندی کېښود          اوس يې ټول بدن را سور کړ په بمونو
زما مور به غم خوړی زما د لاسونو           اوس را سره کړل ظالمانـو زما په وينو
چي کالو کي يو پټه به می د شوق وه           اوس ټول سره سوه زما د وينو په رنګونو
لکه زما اختر چې سور کړلی په وينو          هسی سور دی سی ددې سورمخ بـېـديـنـو
 
دکتور فاروق أعظم.  لـــنـدن (اوله داکتوبر 2008 - دکوچني اختردوهمه)