
موږ په داسې يو عصر کې اوسيږو چې لا لمر نه وي ختلی چې د فتنو مختلف ډولونه په ټولنه کې خپل نتلي مخونه راڅرګند کړي ، اسلامي ټولنه د تاريخ تر ټولو تريخ سفر لنډوي ، کمزورتيا ، خپلمنځي اختلافات ، قومي او مذهبي توپيرونه ، د دښمنانو تسلط ، او د اسلامي ټولنې پر وړاندې د دښمنانو توطيي ... . د دې دومره سترو ستونزو کابو کول مدبر او سليم عقل ته اړيتا لري، چې له هر څه سره په حکمت معامله وکړي، شيخ الاسلام ابن تيميه وايي : والفتنة إذا وقعت عجز العقلاء عند دفع السفهاء ... ژباړه : کله چې فتنه واقع شي په داسې حالات کې هوښيار خلک د جاهلانو پر وړاندې په ګونډو کيږي ، نو ځکه خو په داسې يو حساس وخت کې علماء تر بل هر چا مسوليت لري د فتنو ، ټولنه کې د درزونو د مخنيوي او د اسلامي ټولنې د يوالي لپاره هلې ځلې وکړي خو له بده مرغه چې زموږ يو شمیر عالمانو يوازې نصوص په يادو زده کړي او فکر کوي چې همدا يې د فتوا او په هر څه د حکم کولو لپاره بسنه کوي، زمانپوهنه، مکانپوهنه، اړتيا، لومړيتوبونه.. ورته ارزښت نه لري. واقعيت ته د حقيقت په نظر نه ګوري هر کار چې کوي وروسته او مخکې يې نه سنجوي، په ګټه او زيان يې وخت نه ضايع کوي، په تاسف بايد ووايم چې دا زموږ د ټولنې يو حقیقت دی وايي ،نيمه ملا له جاهل ډېر خطرناک دی، جاهل خو که په څه نه پوهيږي غلی به کيني، که تيروتنه وکړي، نو د رغيدو هڅه به يې وکړي، خو نيمچه ملا، کله چې د يو څه په اړه حکم کوي هڅه کوي دلايل ورته پيدا کړي چې د عامه اذهانو دمغشوش کيدو لامل کيږي ، په دې وروستيو کې د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي غازي امان الله خان پر وړاندې د ځينو کړيو او اشخاصو لخوا داسې څرګندونې وشوې چې د ولس ترمنځ د نفاق اچونې او په پای کې د ځينو فرصت طلبه اشخاصو له خوا همدغو څرګندونو ته داسې هوا ورکړل شو ه ، چې د دين او علماءو پر وړاندې خپلې کرکې په همدې فرصت کې څرګندې کړي
دا ځکه چې يادې فتنه اچوونکې څرګندونې د دوو مشهورو دينې څيرو له خولې لومړی د مولوي صبور او بیا هم د عنايت الله بليغ چې د پل خيشتې جومات امام دی- په خواله رسنيو کې رامخې ته شوې چې ګواکې د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی غازی امان الله خان بې دينه وو او نوموړي د خپلې پادشاهۍ په دوره کې ځينې داسې کړنې کړي چې د ده بې دينې ترې ثابتيږي ، زه دلته تاريخي بحث نه کوم خو د ديني علومو د شاګرد په توګه څومره چې زه پرې پوهيږم د خپل مسوليت پر بنسټ تاسې سره په دې برخه کې ځينې مسايل شريکوم .
لومړی دغه دينې علماء ته دا پکار نه وه چې دغه موضوع را برسيره کړي ، ځکه دوی پوهيده چې له دې موضوع څخه حساسيتونه راپاريدلی شي . موږ په دېن کې داسې بيلګې لرو ، چې د حساسيتونو څخه د بچ کيدو په موخه ځينې وخت اساسي دينې مسايل څنډې ته شوې
د بيلګې په توګه :
په قران کريم الله جل جلاله فرمايي : ولا تسبو اللذين يدعون من دون الله فيسبو الله عدوا بغير علم..
ژباړه : تاسې د هغه کسانو چې له الله پرته د نورو خدايانو عبادت کوي دهغوی خدایان مه کنځئ . ځکه چې دوی به بيا په جاهلانه توګه ستاسې خدای ، الله ته کنځلې وکړي ..
علماء پوهيږي چې شرک په اسلام کې هغه ګناه ده چې نه بښل کيږي ، خو بيا هم الله جل جلاله د مشرکينو د خدایانو د کنځلو څخه مسلمانان منعه کوي علت يي هم ذکر کړی چې ستاسې خدای ته به کنځل وکړي، نو لومړی خو د يو مسلمان په اړه د بې دينيت فتوا ورکول خپل ساده خبره نه ده، دویمه خبره دا ده چې هغه مړ دی او کله چې يو څوک مړ شي په اسلام کې داهم ښه کار نه دی چې په اړه يي ستغې سپورې وويل شي ، دريمه خبره دا ده دوی پوهيږي چې يو غټ اکثريت هيوادوال غازي امان الله خان ته درناوی لري ، په داسې حساس وخت کې داسې موضوعاتو راسپړل فتنه اچونه بلل کيدای شي
قران کيسه کوي : کله چې موسی علیه السلام کوه طور د خدای سره د خبرو لپاره لاړ؛ نو هارون عليه السلام چې نبي هم و او د موسی عليه السلام ورور هم وو له بني اسرايلو سره يې پريښود؛ خو د موسی عليه السلام په غياب کې بنی اسرايل د سامري د خوسکي عبادت شروع کړ، هارون عليه السلام دغه وخت په دې موضوع ځان غلي کوي او کله چې موسی عليه السلام بيرته راستنيږي؛ نو هارون عليه السلام له ګريوان نيسي چې ولې ؟ هغه ورته وايي ( اني خشيت ان تقول فرقت بین بني اسرايل ..) زه ويريدم چې ته به بيا وايي چې د بني اسرايلو ترمنځ دې نفاق اچولی . هغه د خدای پيغمبر وو تر مخه يي اسرايلو شرک کاوه؛ خو هغه د قوم ترمنځ د تفرقې اچونې د مخنيوي په موخه هغوی ته څه نه ويلې ..
همدارنګه ، همدغه کعبه چې مسلمانان هر کال حج ته ورځي پر هغو بنسټونو نه ده پورته شوې ، کوم چې ابراهيم عليه السلام ايښيي وو بلکې پيغبر د خدای چې کله پوه شو چې مسله د قوم تر منځ د نفاق لامل کيدای شي په همغه بنسټونو يې پريښوده چې قريشو ايښي وو
دا او دې ورته نور ډير مسايل شته چې اسلام يي په اړه جدي دی؛ نو ځکه خو دغه علماء که غواړي دغې موضوع ته نوره هوا ورکړي څو تاونونه به ولري
لومړی به د خلکو ترمنځ فتنه رامنځ ته کړي
د علماو او قومونو ترمنځ به فاصله رامنځ ته شي
دين او ټولنې ته هېڅ ګټه نه لري