لوګر: ولسي شاعر او لیکوال عبدالرحمان رحیل د کتاب مخ کتنه وشوه.

 
په دغه غونډه کې چې د لوګر د ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې له لورې جوړه شوي وه، لسګونه لیکوالانو شاعرانو او ژورنالیستانو سربیره د لوګر ولایتي شورا مشر اوغړیو هم ګډون کړي وه.
پرانیست غونډه ته د لوګر د ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې مشرخان ولي احمدزی د ښه راغلاست ترڅنګ د عبدالرحمان رحیل د شخصیت، لیکوالۍ او په شاعرۍ خبرې وکړي.
احمدزي زیاته کړه د عبدالرحمان رحیل په شان به په هیواد کې د ګوتو په شمیر شاعران ولیدل شي چې په خپله شاعري کې خپل ځوانانو او خلکو  ته یو مثبت لوري غوره کړی.
بل خوا د لوګر د ښوونکو روزنې د ریاست استاد محمد انور ذاهد، د ملي پيغام راډيو مسؤل قاضي محمد نصیر مدثر،لیکوال او شاعر مستري زلمي ستانکزي، لیکوال او ژورنالیست عزیز احمد عبرت نوري، استاد امداد الله مسعود او ګڼ شمیر شاعرانو او لیکولانو د ښاغلي رحیل پر شخصیت، لیکوالۍ او شاعري خبرې وکړي.
لیکولانو د لوګر په ولایتي ادارې په ځانګړي توګه د لوګر په اطلاعاتو او کلتور ریاست کلکې ګوت نیوکي وکړي او زیاته يي کړه چې د لوګر د فرهنګیانو د یوځایتوب پرځای د دوې ترمنځ نفاق او لیروالی رامنځته کړی.
د غونډې په درشل کې د لوګر د ولایتي شورا ریس سید قریب الله سادات، دولایتي شورا مرستیال، حاجې محمد قسیم خوشیوال، محمد ناصرغیرت، او محب الله صالح هم د لوګرد ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې کړنې او خدمتونه وستایل او زیاته يي کړه چې د لوګر ټول ولس د لوګر د ځوانانو ټولنیزې اوکلتوري ټولنې ترشاه ولاړدي.
د غونډې په پاې کې عبدالرحمان رحیل وویل د تیرو شلو کالونو راهسې لیکوالي او شاعري کوي او تراوسه پورې تر دونیم زره پورې شعرونه او غزلونه لیکلي دي خو د اقتصادي ستونزو له امله يي یوازې یو کتاب چاپ شوي ده.
ښاغلي رحیل زیاته کړه اوس مهال یې پنځه کتابونه چاپ ته تیار دې خو د اقتصادې ستونزو له کبله نشي کولاې خپل کتابونه چاپ کړي.
عبدالرحمان رحیل  د لوګر د ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې غړي او د لوګر د محمداغې ولسوالې د کتب خیلو کلي اوسیدونکې ده.
رسنیزه کمیټه.
 
لوګرځوانانوټولنېزه اوکلتوري ټولنه :-
دلوګرځوانانوټولنېزه اوکلتوري ټولنه اوس مهال شاوخوا دوه زره غړي لري او دلوګر ولایت په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د ځوانانو په په بیلا بیلو برخو کې کارکوي



_________________________________________________