تا سره مې اړیکه ده

                      
د مست سمندر او د شرابو د جوش غوندې، زړه کې د مستۍ څپې را ولاړیږي...
ټول کاینات په سترګو پټ وي، بل هیڅ څه نه ښکاري...
تږي سترګې یوازې او یوازې ستا لیدل غواړي.
اې! د تږي نظر تنده پر تا ماتیږي.
زړه هم ستا لشې لشې باڼو ته زړه کې د خښیدو هرکلی کوي.
سود، زیان او...... هر څه ګټه ګټه ښکاري.
لیونتوب نه وي؛ څوک چې په ذهن او فکر خور شي، کله کله یې نشتون همداسې وي.
تږی نظر دې غواړي.
پنځه واړه خواص دې غواړي.
هسې، لنډکی نوم دې راته په ژبه ښویږي را ښویږي.
لړځانده او څپې څپې تصویر دې په سترګو لکه د خپلو سترګو تور ایښی وي، بس.
تسل خوست