اختر ته !

مه راځه اختره دلته ټول ښکلــــــي بې قدره دي
سوي په بمونو د افغان کلــــــــــــي بې قدره دي

اوس ئې سـيلانيان هم د ليدلــو ارمان نه لـــــري
هغه د وياړونو دنګ ولاړ څلــــــــي بې قدره دي

څوک ئې د غیرت او حماســــو کارنامې نه لولي
څومــره شملور مو په د لار تللــــــي بې قدره دي

غیرتي پېغلــــو موپه بل وطن کـــې خیر غوښتی
تور باڼه ئې ځکه لکـــــــه تور خلـــــــي بې قدره دي

«ځــدراڼه» دوی يې لحدونه هم د زرو جوړ کړل
زمونږه مېړاني يې له قبرو کښلــــي بې قدره دي

ولايت خان ځدراڼ