د افغانستان د رواني جگړې لامل

 
له دريو لسيزو زياته موده کېږي چې  پدې هېواد کې جگړې او تاوتريخوالی دوام لري .
خو دا چې  د جگړې گټه د چا ده ؟ د هغه سوال دی چې  اکثريت هيوادوال پدې پوهېږي چې  دا جگړه پردۍ جگړه ده او گټه يې د نورو ده،خو تاوان يې زموږ دی .
د دې ټولو لامل د ديني علم کمزوري ده .
په افغانستان کې په نوم عالمان ډېر زيات دي، خو حقيقي عالمان او هغه چې  د قرآن،حديث، فقهي او نورو اړوندو فنونو علم لري، هغوی کم دي .
که صحيح ديني عالمان پيدا شي، نو بيا به دغسي ناخوالي تر ډېره بريده له منځه ان شاء الله لاړي شي .
که موږ د گاونډي هيواد پاکستان عالمانو ته ځير شو،هغوی سره د دې چې  د هيواد اساسي قانون يې انگرېزي دی او نور ډېر ناوړه کارونه پکښي شروع دي خو بيا هم د خپل  حکومت په خلاف پاڅون نه کوي او بلکې د هغه حکومت استحکام او پرمختگ غواړي .
دا ځکه چې  هغوی پدې پوه شوي چې  جگړه په کومو شرائطو کې روا کېږي هغه په هر ځای کې نه موجودېږي او دا چې  د چا مرگ په ډېر څه نه رواکېږي .
که زموږ ديني عالمان واقعي ديني عالمان شي او تش په نوم نه وي نو دوی به هم داسي بې ځايه فتواوي صادري نه کړي .
خو متاسفانه يو خو ديني واقعي عالمان کم دي او بل د دې کموالي سره که کومه صحيح خبره وکړي، مخالفين به يې ډېر زيات وي او نه يوازي دا چې  خبره  به يې و نه منل شي بلکې د دوی ځان ته به  هم گواښ متوجه وي .
نو دغه د ديني علم کمزوري د دې لامل ده چې  زموږ بې رحمه گاونډيان موږ د خپلو موخو لپاره قرباني کړي .
پای
ليکوال : مفتي کمال الدين کابلی