
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمین ، والعاقبة للمتقین ولا عدوان الا علی الظالمین ، وصل وسلم وبارک علی نبینا نبی الرحمة محمد صلی الله علیه وسلم وعلی اله وصحبه اجمعین . وبعد :
یقول الله عزوجل في محکم کتابه و هو اصدق القائلین .
﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾(سورهٔ حجرات-آیهٔ ۱۰)
د افغانستان مظلوم او رنځیدلی اولسه !
د خوښۍ ځای دی چې له ډیرو کړاوونو او مشکلاتو وروسته په خپل هیواد کې د سولې د ټینګښت او جګړو او شخړو د پایته رسیدو لپاره د افغانستان د قضیې د ښکیلو اړخونو ، ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې لخوا د سوله ایزو هڅو او هلو ځلو شاهدان یو
له خدای جلا له څخه غواړم چې دا هلې ځلې زموږ د هیواد او ولس په ګټه تمامي شي او زموږ د ملي او اسلامي مصالحو او ارزښتونو سره په تطابق او برابري کې سرته ورسيږي او نور مو له هیواد څخه د شخړو ، مخالفتونو او جګړو لمنه د تل لپاره ټوله شي .
په هیواد کې د سراسري سولې د ټینګښت لپاره چې کومې هڅې پیل شوې دا موږ یو ښه اقدام ګڼو او که په صادقانه او مخلصانه ډول پر مخ یوړل شي ډير امید سته چې ښې پایلې به ولري .
د دغو هلو ځلو له جملې څخه چې دوې اوونۍ وړاندې په اسلام اباد کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوې وه او د هغه په تعقیب بیا په کابل کې جوړه شوه د صلحې د متوقف مسیر د جاري کولو لپاره یوه مثبته کړنه بللای شو .
په یاده غونډه کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو پر مرستیالانو سر بیره د چین او امریکا ځانګړو استازو هم برخه لرله او دا هغه څه دي چې د یادې غونډې د موثریت او موفقیت چانس یې تر نورو غونډو ډیر زیات کړی دی .
داسي ښکاري چې نړیواله ټولنه اوس مصممه ده او اراده لري چې نور باید په افغانستان کې شخړو او جګړو ته د پای ټکی کښېښودل شي او ټول افغانان خپلې ستونزې د تاوتریخوالې پر ځای د ډيالوګ او خبرو له لارې حل کړي .
د سولې په تړاو په کابل او اسلام آباد کې څلور اړخیزې غونډې او په هغو کې د چین او امریکا مشارکت دا امیدواري زیاتوي چې نړیواله ټولنه افغانستان ته په ډيراهمیت ګوري او غواړي چې افغاني لانجې ته نورد پاي ټکی کښیږدي .
که څه هم چې تر اوسه پوري د اسلام اباد او کابل د غونډو جزئیات نه دي را څرګند شوي ، خو په مجموع کې موږ ويلای شو چې د دروانو غونډو اساسي موضوع او اجنډا په افغانستان کې د دائمي سولې د ټینګښت او له طالبانو سره د مخامخ خبرو په څرنګوالي متمرکیزه ده .
ګرانو اوعزتمنو هيوادوالو !
سوله زموږ د بشري ژوند لپاره یو حیاتي ضرورت دی ، د دې ضرورت د پوره کولو لپاره هر ډول هلوځلو او خود ګذري، تحمل، صبر او تسامح ته ضرورت دی
که موږ او تاسو د بشري تاریخ تیرو ادوارو او وختونوته نظر وکړو په نړۍ کې اکثریت جګړې او لانجې ټولي د خبرو له لارې حل وفصل شوې او په کوم ځای کې چې د جګړې ښکیل لوري د خبرو او تفاهم پرځای زور زياتي، تشدد اوجګړې ته ترجیح ورکوي هغه له لسګونو کلونو راهیسې هم همداسې لاینحله او په مشکلاتو کي پاتې دی او نور به هم پاته سي .
د اوسنۍ نړۍ د دغو لاینحلو او مشکلو لانجو له جملې څخه یوه هم زموږ د هیواد موجوده لانجه ده چې تقریبا له تیرو څلورو لسیزو راهیسې زموږ بيچاره اولس ترې درديږي، کړيږي او زوريږي او کشاله ورځ تر بلې پيچيده اوستونزمنه کیږي .
درنو او قدرمنو وروڼو !
پکار ده چې دسولي او مذاکراتو په بهير کښي يو ښکاره او څرګند حقيقت په پام کې ونیول شي او هغه دا چې جګړې او شخړې د انساني عمل ثانوي غبرګون دی ، انسانان له اصله یوله بل سره د اُنس او محبت لپاره پیداشوي دي نه دجګړو، شخړو او لانجو لپاره ، نو کله چې د انسانانو ترمنځ جګړې، مشکلات او لانجې پيدا کیږي هغه به حتما خپل مسببیات او لاملونه لري .
د نړیوالې ټولنې په نوښت چې اوس د افغاني لانجې د حل په اړه کومې هلې ځلې پیل شوی که په دغه کوښښونو کې اساسي غور د جګړې پر وجوهاتو او لاملونو باندې وشي او د هغو د له منځه وړلو لپاره لازم اجراآت او کړني تر سره شي ، نو باور لرم چې د دغه سوله ییزبهير او تسلسل د بر یالیتوب لپاره به تر ټولو اغیزمن ګام وي .
د افغانستان د لانجې ټول اړخونه او اطراف باید د نړیوالو له لورې دغه سوله ییزې هڅې او کوښښونه د خپل ځان، اولس او هيواد له پاره یو ښه چانس او فرصت وګڼي او ور څخه پرخپل وخت ډيره اومثبته استفاده وکړي .
که د افغان لانجې اړوند او ښکيل لوري دا چانسونه او فرصتونه بیاهم غیر مُعتنی به او غیرمهم و بولي او د تیروختونو په څیر یې هسي تير او ضائع کړي بیا به مو خدای مکړه په هیواد کې کورنۍ جګړي پیل او د تیرو کلونو په څیر به په هر ولایت او سیمه کې زور واکان او جګړه ماران مسلط وي، او لکه حالاٌ چې يې موږ ډیري بیلګې او مثالونه په خپل هيواد کي وينو او همدارنګه يې د نړۍ په نورو هيوادونو په تيره بیا په اسلامي هيوادونو کښي ډير وينو لکه عراق، سوریه، يمن او ليبيا چې روانو شخړو او بلو اورونو ته يې اوس نه خپل وګړي او اولسونه د حل لارې چارې پيداکولای شي او نه نړيواله ټولنه قادره ده چې هلته بل شوي اورونه مړه کړي، چې نقصانونه اوضررونه يې ورځ تر بلي اضافه کيږي.
زما په آند چې بیا به هیڅکله هم هغه اولسونه ونه توانيږي چې دروانو جګړو څخه د ورپيښو زيانونو او تاوانونو تلافي او جبيره دي وکړلای شي، همداشاني په عين شکل او مثال زموږ اولس او هيواد دی اوخدای پاک لره دي شکر وي زموږ لپاره اوس لا هم نسبتاٌ وخت د چارې دی، نو بناء پر دغو ښکاره او مشاهده دلائلو بايد د افغانستان دروان کړکيچ متقابل او ښکيل لوري نور ډير فکر او پام وکړي او په جاري مذاکراتو کې په ډير احتياط سره خپل ګامونه د هيواد او اولس دعمومي ګټو او ملي منافعو پر اساس اوچت کړي، زه فکر کوم نور زیات د هر لوري د جانبه د افغان قضيی سره بې پروايې کول داسي مثال لري لکه خپل ځان او خپل اولس چې د هلاکت او تباهي کندې او کوهي ته ور غورځوي .
محترمو او وياړمنو افغانانو !
جرګې او مرکې خپله د اصیلو افغانو خاصیت او خوئ دی ، افغانانو تل خپلې شخړي او کشالې د خپل منځي جرګو او مرکو په وسیله حل کړې دي، اوس چې ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې هم په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته عزم او اراده کړي ده او د سوله ییزو غونډو دائرولو لړۍ یې پیل کړې ده، نو افغانان باید دا کار د خپل ځان لپاره یو ښه چانس او مناسب فرصت وبولي او د قضیې ټول اطراف تري مناسبه او زياته استفاده وکړي .
په پای کې له قادر او متعال خدای جل جلاله څخه غواړو چې هیواد او هیواد وال مو نور د جنګ ، ویراني ، او اختلافاتو له شره وژغوري، او ټول افغانان د صلحي ورورولۍ، ثبات ، آزادۍ او ملي وحدت په فضاء کې سره راټول کړي او د سوکاله او خوشاله افغانستان د ترقي او ودانۍ لپاره کار وکړي .
والسلام عليکم ورحمةالله وبر……….
ورور مو
ملا اغاجان معتصم د طالبانو داسلامي تحريک د سیاسي شورای پخوانی مشر
۱۴۳۷/۴/۱۰هـ ق
۱۳۹۴/۱۰/۳۰هـ ق
2016/01/20م