
ژ: روهي ویبپاڼه
نړۍ اوس ایران څاري، چې دبدلون کوم څرک او نښه وګوري، چې ایران به له سرکښه او انقلابي هېواد څخه په نړیواله ټولنه کې د دروند غړي په توګه راڅرګند شي. ددې پر ځای، چې دایران له ګوښیتوب څخه ځان خلاص کړي، په سیمه کې یې خپل مذهبي تاوتریخوالي او له ګواښه ډکې پراختیا ته مخه کړه او تر څنګ یې له ترهګرۍ ملاتړ هم وکړ او دسعودي عربستان پر ضد خوله پرانېسته او له کوم دلیل پرته یې تورن کړ.
دا مهمه ده، چې پر هغو لاملونو ځان پوه کړو، چې سعودي عربستان او خلیجي ملګرو یې ولې دایران دپراختیايي پلان پر وړاندې دمقاومت خبره راپورته کړه، چې دایران دهر هغه اقدام پر وړاندې ټینګ ودریږو او غوڅ ځواب ورکړو.
په څرګنده خو داسې مالومیږي، چې په ایران کې بدلون رامنځته شوی دی، موږ دهغو لومړنیو ګامونو په اړه مالومات لرو، چې ایران دخپل اتومي پروګرام د بندولو په موخه پورته کړي دي. موږ په ټوله مانا پردې باوري یو، چې په ایران کې ډېر شمېر خلک دا غواړي ،چې په کورنۍ کچه فضا پرانېستې وي، له ګاونډیو او نړۍ سره ښې اړیکې ولري، خو ایرانی حکومت دا نه غواړي.
له ۱۹۷۹ ز څخه دایران دریځ ثابت دی، اساسي قانون یې حکم کوي، چې انقلاب باید صادر شي، نو ځکه یې د بنسټالیواو سختدریځه ډلو ملاتړ ته لاس واچوه، په لبنان کې (حزب الله ) او په یمن کې ( الحوثي) ډلې او په عراق کې ( مذهبي ملیشې ) هم په کې شاملې دي.
همدا راز ایران او ایجنټان یې په نړۍ کې په ترهګریزو بریدونو تورن شوي دي، په دې برخه کې په ۱۹۸۳ ز کې په لبنان کې پر امریکايي سمندري ځواکونو برید، په ۱۹۹۶ ز کې په سعودي عربستان کې دابراج الخبر برید، په ۱۹۹۲ ز کې په برلین کې هغه ترور، چې په میکونوس خوړنځای کې ترسره شو.
ځینې راپورونه وايي: هغه ځواکونه، چې ایران یې له ۲۰۰۳ ز راهسې په عراق کې ملاتړ کوي نږدې ۱۱۰۰ امریکايي سرتیري وژلي دي .
ایران دخپلې بهرنۍ تګلارې دیوې وسیلې په توګه دنورو دیپلوماتیک دفترونه په نښه کوي ، به ۱۹۷۹ ز کې دامریکا پر سفارت برید او بیا نیول دهمدې تګلارې پیلامه بللې شو، له هماغه وخته دانګلستان، ډنمارک، کویټ ، فرانسې، روسیې او سعودي عربستان سفارتونه تر اوسه دایران تر برید لاندې راغلي دي، ایران په بهر کې هم ورته کارونه دخپل ایجنټانو پر وسیله کړي دي .
همدا راز دنړۍ په مختلفو برخو کې بهرني ډیپلوماتان ، سیمه ییز سیاستوال هم ترور شوي دي.
په لبنان کې دایران لاسپوڅی حزب الله هڅه کوي، چې واک تر لاسه کړي او بیا د بشار الاسد دمخالفینو پر ضد جګړه پیل کړي او په ورته وخت کې له داعش سره دمرستې او همکارۍ کانال پرانیزي. اوس خو څرګنده شوه، چې ایران ولې غواړي بشار الاسد په واک کې پاتې شي؟
د ترهګرۍ په اړه دامریکا دبهرنیو چارو وزارت راپور، چې په ۲۰۱۴ ز کې خپور شوی دی وايي: ایران ، له حزب الله سره دوسلو دمرستې په برخه کې سوریې ته دمهمې لارې په سترګه ګوري، راپور د ملګرو ملتونو دمالوماتو پر بنسټ لیکي: ایران د بشار الاسد له نظام سره دوسلو، پیسو او روزنې په برخه کې ځکه مرستې کوي، چې بشار الاسد له وحشته ډکه ځپنه وکړي، تر اوسه یې ۱۹۱۰۰۰ تنه قرباني شوي دي .
همدا راپور، چې په ۲۰۱۲ ز کې هم خپور شوی دی لیکي: هغه مرسته ، چې ایران له یې ترهګرۍ سره کوي، ډېره شوې ده، ځکه خو دحزب الله ترهګریز فعالیتونه هم ډیر شوي دي، موږ له نویموکلونو راهسې دومره ترهګریز فعالیت نه وو لیدلی .
په یمن کې دحکومت پر ضد دحوثیانو له انقلاب سره دایران مرسته ددې لامل شوه، چې په زرګونو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په ورته وخت کې ایران دا دعوه کوي، چې دبهرني سیاست لومړیتوب یې دادی، چې له نورو سره ملګرتیا رامنځته کړي، خو موږ ګورو، چې ایران ددې برعکس تګلار لري. ایران په سیمه کې له دښمنۍ ډک دریځ لري،کړنې، ژمنې یې ټولې ددې څرګندوی دي، چې څرنګه سیمه کې واکمن شي، پردې باور دی، چې له مینې ډک نوښت او اقدام دکمزورتیا نښه ده. دا که خپله ایران وي یا یې سیال.
له همدې ځایه ده، چې ایران داکتوبر پر لسمه او اتومي جوړجاړي څخه څو میاشتې وروسته دبالیستیکي توغندي وازمایل، دا دملګرو ملتونو دامنیت شورا له پریکړو څرګنده سرغړونه ده.
په تېر دسمبر کې دایران نظامي بیړۍ په نړیوالو اوبو کې امریکايي او فرانسوي بیړیو ته نږدې راګټونه وتوغول، له اتومي جوړجاړي راوروسته دایران مذهبي مشر ایة الله خامنئي په ټوله مانا له دې شعار ( مرګ بر امریکا) څخه مرګوني دفاع کوله.
سعودي عربستان به ایران ته دا اجازه ورنه کړي، چې زموږ یا زموږ دملګرو له امنیت سره لوبې وکړي، موږ به د ټولو هغو هڅو پر وړاندې ودریږو، چې زموږ امنیت ګواښي.
دا ښکاره درواغ دي، دسعودیانو سپکاوی دی، چې ایران وايي د ( الحرمین الشریفین ) هېواد د ملتونو مغز وینځي او بنسټپالنه خپروي، موږ خو هغه دولت نه یو، چې ترهګري پالو، بلکې ایران دی، پر موږ نړیوال بندیزونه نه دي کېښودل شوي، بلکې پر ایران لګیدلي دي.
موږ خو هغه دولت نه یو، چې د چارواکو نومونه مو دترهګرۍ په لست کې شامل وي، بلکې دا ایران دی.
موږ داسی کوم ایجنټ نه لرو، چې دنیویارک فډرالي محکمې پر ۲۵کلن بند محکوم کړی وي او په ۲۰۱۱ ز کې یې په واشنګټن کې دسفیر دترور پلان درلود* بلکې دا ایران دی.
سعودي عربستان د ترهګرۍ او هغو عملیاتو قرباني دی، چې دایران ایجنټان یې کوي. زموږ دولت له ترهګرۍ سره دمبارزې لومړنۍ کرښه ده، له خپلو ملګرو سره یې پر ضد ټینګه مبارزه کوو، سعودي عربستان په زرګونو هغه کسان نیولي دي، چې په ترهګریزو پېښو کې ښکیل بلل شوي دي. او په سلګونه نور یې قصاص کړي دي .
موږ له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکوو، دا سعودي عربستان دي، چې څو ملیتیزې هڅې کوي، چې هغه کسان ، چې ترهګریز فعالیتونه کوي، څوک یې تمویلوي، څوک ترهګرۍ ته خلک هڅوي ، ونیسي.
اوس رښتینې پوښتنه داده، چې ایا ایران غواړي، چې له نړیوالو قوانینو سره سم کار وکړي، یا غواړي، چې همداسې انقلابي دولت پاتې شي ، دپراختیا هڅې کوي او نړیوال قانون ته په سپکه ګوري.
په پای کې له ایران څخه غواړو، چې د ستونزو دحل لپاره کار وکړي، چې ولسونه په سوله کې ژوند وکړي، خو ددې لاسته راوړنې لپاره لومړی دا اړینه ده، چې ایران په خپله تګلار او سیاست کې بدلون رامنځته کړي، دا هغه څه دي، چې موږ یې تر اوسه انتظار باسو.
* په ۲۰۱۱ ز کې عادل الجبیرپه واشنګټن کې دسعودي سفیر و، ایران یې د ترور پلان درلود، چې ناکام شو.