د ګل پاچا الفت د افکارو غورچاڼ/ دویمه برخه

 
راټولونه او ترتیب: حسیب الرحمن نورمل
 
- غوره او نېک هغه څوک دی چې په هر کار یې د بشرپه خیر وي.
- موږ هغه انسان ته هېڅکله ژوندی نه شو ویلاى چې له وخته پوره ګټه وا نه خلي.
- هر انسان باید داسې واوسي لکه لمر؛ لمر چې کله پناه شي نو د ځمکې نیمه کره د غم تورې جامې پر تن کړي.
- د ژوند خوشالي هغه قمیتي مرغلره ده چې یوازې د موخې او هدف په لمن کې موندل کېږي.
- ژوند په حقیقت کې نندارتون دی چې هر انسان ته ښکلي او ښایسته شیان ورښيي.
- ضیعف خلک له نیوکو بده وړي.
- لوګی له اور نه پیدا شوى خو د اور غوندې سېځل نه کوي.
- د انځور رسمول د هر چا د ګوتو کار نه دی.
- تر ټولو غوره قدرت هغه دی، چې هنر او حکمت ورسره ملګری وي.
- که دې پت او عزت ودرلودل نو پوه شه چې خپلواک یې.
- که په جېل او زندان کې ازاد فکر ولرې آزاد یې.
- موږ باید پر دې باور ولرو چې په هڅه او کوښښ هرې موخې ته رسېدلای شو.
- موږ تر هغه وخت قوي او غښتلی یو، تر کومه چې پر ځان باور لرو، کله چې باور له لاسه ورکړو نو د سیالۍ په میدان کې مو پښې لړزه کوي او لوېږو.
- کله چې یو څه سترګې ومنې، زړه یې هم ورسره ومني خو چې کله یو څه زړه ومني سترګې یې نه ورسره مني؛ ځکه سترګې ښایست پرسته دي.
- په یاد ولرئ چې ښکلی لباس، غوره وینا، شهرت او لوړ مقام د انسانیت معیار نه شي کېدای.
- موږ هغه وخت حقیقت ته رسېدلی شو چې د جهل او ناپوهۍ له تیارو رابهر شو.
- د مینې تر اغېز لاندې راغلي خلک په سترګو لیدل او په خوله ویل نه شي کولای.
- یوازېنی شی چې حقیقت ثبوتولای شي، شعر او علم دی.
- علم هغې بېړۍ ته ورته دی چې ځان خپل ټاکل شوي هدف ته پرې رسوو.
- دا زموږ حق دی چې په خپل قوي او متین موجودیت ونازېږو او ووایو چې موږ هغه خس او خاشاک نه یو چې د حوادثو سیلۍ يې په هوا تيت کړي.
- هغه کسان چې علم او بصیرت نه لري، تل د نورو تر اغېزې لاندې وي او لوبې پرې کوي.
- انسان چې څومره مدنیت ته نږدې کېږي، هغومره یې وېره کمېږي.
- اې خدایه! له تانه ځمکې، پیسې، شتمنۍ، لوړ مقام، شهرت او قصرونه نه غواړم، بلکې هغه څه غواړم چې ته یې خوښوې، نو اې خدايه! له تانه پردې نړۍ د ظلم بیرغ نسکور،د حق او عدالت بیرغ هسک غواړم.
- څوک وايي چې د غله په ږیره خلی وي؟ ډېر غله مې ولیدل چې هېڅ ږیره نه لري، څوک وايي چې د غله ځای په غره کې هم نشته؟ وګورئ چې کلي او ښارونه ترې ډک دي.
- سوداګره! هرڅه چې پلورې خو خپل دین او ایمان مه پلوره.
- هر څه چې اخلې، وایې خله خو د خوار او غریب ازار مه اخله.
- هر څه چې راوړې، رایې وړه، خو بې انصافي او بې رحمي درسره مه راوړه.
- په موټرو کې او په اسونو سپرېږه خو د خلکو پر اوږو مه سپرېږه.
- لوی لوی کورونه جوړ کړه خو د خپل بام واورې د نورو پر بامو مه اچوه.
ــــــــــــــــــــــــــــــ