
اول قدم کې به دیمو کراسي وپیژنو چې دیموکراسي یعني څه؟
دلغات په لحاظ ډیموکراسي اشتقاق له دوو پخوانیو یوناني کلیمو څخه جوړه سوې(ډیموس)
Demosاولس په معنا،او بله یې. Croats(کراتوس) د واک او حکم په معنا دی. چې ترکیبي معنا د دواړو(ولسواکي)ده یا د ولس حاکیمت او په اصطلاح کې غربیانو ډیموکراسي. داسې تعریف کړې ده،
For people Government of the people by the people.
(دخلکو حکومت دخلکو په لاس دخلکو لپاره) حکومت یا حاکمیت دوه شکلونه لري،یو یې دقوانینو او نظام شکل دی، یعني ډیموکراسۍ کې به ژوند دهر اړخ اوهرې مسلې دحل لپاره قوانین هم دخلکو لخواوضع کیږي او حاکیم به هم دخلکو لخوا ټاکل کيږي او فیصله به هم دخلکو لخوا کيږي. دین،وحې،یا اسماني رسالت ته په ډیموکراسۍ کې ځای نشته.
ډیموکراسي ولې کفر دی؟
ځکه چې ډیموکراسي یو نوی کفري دین دی،خپل شریعت،خپل قوانین،خپل اخلاق او د ژوند لپاره یو تصور لري. ددغه نوي دین فیلسوفان او پیروان غواړي چې د ډیموکراسۍ دغه نوی دین تر اسلام،یهودیت،مسيحیت هندونیزم،بودایت اوبل هر دین لوړ مقام او محترم وي او بل یو دین دې هم د ډیموکراسۍ په اندازه قراست ونلري. ټول انسانان دې ددغه نوی دین منلو ته اړکړای سي. او که هرڅوک یې نه مني، نو هغوی دانسانیت د درجې مستحق هم ندي. د مثال په ډول امریکا یو مسیحي هیواد دی، که هلته څوک مسیحيت نه مني یا دمسیحیت دین ته اوړي حکومت ورسره هیڅ مشکل نلري، خو که څوک ډیموکراسي، ونه مني هغه په ټوله امریکا کې د اوسیدو حق نلري، همدا ډول که څوک په برتانیه، فرانسه، جرمني، ایټالیا او حتأ په اسټرلیا کې چې ټول مسیحي هیوادونه دي مسیحیت ونه مني، له هیڅ مشکل سره نه مخکيږي. خوکه څوک یا کوم شخص ډیموکراسي ونه مني نوهلته به د اوسید ځای څه چې د یوساعت تيریدو وخت ونلري، او نه به ورته څوک ځای ورکړي؛ د ټولو میشتو وګړو په خوله به ورته بد اخلاقه او بې وجدانه لقب ورکړل شي. ځکه، چې هغه ډیموکراسي ته په سپک نظر کتلي دي او د ډیموکراسي اصول او قوانین یې نه دي مرعت کړي. په مسيحت کې دین نه ده مهم مهمه داده ورته چې وکړي يې دآزادي او ډیموکراسۍ پابنده واوسيږي. ددوى په نظر ډیموکراسي د ژوند نوم دى نو په ژوند کې هر اړخیزه هر رنګه ازادي سته یعني دوى وایي، چې ژوند کې ایاشي شراب، شهوتي، غوښتنې، معمول ده او هیڅ رنګه پابندي نسته. په کفري نظام کې زیات ټینګار په دغه ځای ده چې هر وګړی د ډیموکراسي پابنده وي نه ددین او مذهب. په واضع او څرګند ډولونه یوڅو توپیرونه دبیلګي په ډول راوړو چې په واضع توګه داسلامي اصولو سره په ټکر او خلاف دي.
۱ – د کار حق او ازادي: په ډیموکراسۍ کې انسان هر ډول کار انتخابولو حق لري؛ او په کارونو کې حلال او حرام نشته.
٢ – د زده کړې او علم حق: په ډیموکراسۍ کې انسان دهر ډول علم د زده کړي پوره ازادي او حق لري، که څه هم د جادو د زده کړي علم وي
٣ – شخصي ازادي: دشخصي ازادي په اړه په اړه به ووایو چې په ډیمو کراسۍ کې بله ازادي شخصي ده چې هر انسان د خپل ځان مکمله ازادي لري،هغه پر خپل ځان هرڅه کولای شي هر ډول سلوک او اخلاق اختیار ولای شي پرته له دې چې هغه سلوک او اخلاق د روا او ناروا په تله وتلل شي. په ډیموکراسۍ کې زنا،لواطت او نور دې ته ورته کارونه دانسان شخصي حق دی، تر هغه پورې چې خپله رضا وي او اجبار پکې نه وي.