
تېره اونۍ چې ولسمشر صاحب جلال آباد ته راغلی ؤ نو لويان چارواکي يې ډېر په کلکه وهڅول چې د ځمکو غاصبين ونيسي ، سزا ورکړي او که چا سر زوري کوله نو ويې ډزوي.
د جناب د همدې قاطع امر د تعميل لپاره نن دوشنه (۹۴/۱۰/۱۸) نېټه د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ څوارلسمې ويالې مربوطاتو کې له نهره پاس د ولايت د امنيتي ځواکونو له خوا يو شمېر کورونه وران شول . پر دغه سيمه تر دې ړومبی لا د دوو کليو ډېرې لانجې دعوې د ولسوالۍ او ولايت تر غولي هم رسېدلې وې . په هر صورت خبره مو د غاصبينو پر خلاف د مبارزې پر څرنګوالي وه . په دې هکله يو څو عيني واقعيتونه دي چې تر اوسه لا چارواکي نه دي ور متوجه هغه دا چې زياتره وخت د ولسواليو او ولايت د امنيتي ادارو له خوا يوازې هغه اشخاص ځورول کيږي، پيسې ترې اخيستل کيږي او کورونه يې ورانيږي چې په ډېره خواري او نيستي کې يې په يو نيم لک ، دوه لکه کلدارو زيات و کم څلور – پنځه بسوې ځمکه اخيستې بيا يې د خپلو ښځو ، جينکو او وړو ماشومانو په ګډه همکاري يوه دوه کوچنۍ خونې پکې ابادې کړې او په دې توګه يې پاکستان کې د کډوالۍ بې وزله ژوندانه لړۍ پای ته رسولې . ګومان کوم د غصب دغه ځمکې به عموماً هغو مجبورو خلکو اخيستې وې چې يا خو د سپين غر لمنو د شينوارو او خوګياڼيو نا امنه سيمو خلک دي چې د خپلو کليو د اربکيانو ، طالبانو او داعشيانو د زور زياتي له لاسه يې دلته ځانونه غلي کړي او دغې نسبتاً کراره علاقه کې يې استوګنه غوره کړې ده او يا به د کونړ ، لغمان ، لوګر او د کابل اړوند همدغسې ځورېدلي خلک وي . بل خوا دغه ځمکې هم بيا داسې نه دي چې کوم زراعتي ، تجارتي ، معدني يا کوم بل ارزښت لري بلکې له کومې ورځې چې الله تعالی ځمکه او اسمانونه پيدا کړي بيا تر ننه هيچا لاس نه دی وروړی ، نه خوړ ، نه وياله ، نه کاريز ، نه کوهی او نه کومه بله خواري پکې شوې . بس دومره خبره ده چې لکه د ټول هېواد په شان چې هر کلی خپل شاوخوا غرونه د ځان بولي.
دغو هم ګاک او محتاج کسان ليدلي ، پيسې يې ترې اخيستې او ځمکه يې ور مساحت کړې ده . دا کسان بيا نو يو څه اندازه غوړ دي يعنې کولای شي هم د ولسوالۍ حکومت کې ملګري او ياران پيدا کړي او هم ولايت کې . دوی چې خپلو ښايستوکو موټرو کې ګرځي ، يوه ورځ ولسوال صاحب سره چای او بسکټ خوري او بله ورځ د والي صاحب دفتر کې يو او بل جناب سره ناست وي . او داسې هم شته چې د همدې غصبي ځمکې په ډېره مهمه ، نزدې او قيمتي ځمکه کې د غاصب صاحب لويه دنګه بنګله ولاړه وي خو د امنيه قوماندان صاحب ځواکونه د نوموړې بنګلې خوا ته ور ګوري هم نه . دوی ټول پورته تيريږي او ډېر بر د څو در په دره ، بې وزلو او بې کسو کورونه ورانوي او په دې ساړه ژمي کې يې له خپلې جونګړې پروتلو اړباسي . همدلته ده چې خلکو ته سخته ګيله دريږي وايي بس په ټول هېواد کې همدا موږ غاصبين يو .؟ موږ وليدل چې پر همدې موقع ښځو او نارينه ؤقرانونه پر سر اخيستي او اسمان ته چپه لاسونه نيولي وو چې اې قادره خدايه د اشرف غني غبرګ زامن مړه کې ! خدايه دې ظالم حکومت ته خپل کور کې داسې غم پيدا کړې چې موږ يې هېر شو !زه چې همدا نن د شېرزاد صيب همرکاب وم ،د کور ورانو پر دې حالت خورا ډېر متأثر شوم او دا خبره مې ذهن ته راغله چې : څومره به ښه ؤ چې دغه مبارزه يې له غټانو پيل کړې وای ، له بنګلو ، له ښارو او تجارتي ساحو . يا يې د دغو ځمکو له پلورونکو لږ تر لږ نيمايي يا درېمه برخه هغه پيسې اخيستې وای چې له دې خوارانو يې ترلاسه کړې او ځان ته يې بنګلې پرې ودانې کړې . تر دې چې ددغو خوارانو له کور ورانولو خو لا داهم ورته ښه وه چې د يو قانون او لايحې له مخې يې له همدغو کوروالا ؤ څه نغدي جرمه اخيستې او څه اسناد يې ورکړې وای . اوس دې چارواکي خپله فکر وکړي چې غاصبين څوک دي او څرنګه مبارزه ورسره وکړي .؟