
له يوې مودې راهيسې په افغانستان کی د فیسبوک کارونکي زیات شوي دي او له دې سره يو شمېر اسلامي ضد کړۍ هم له فېسبوک نه ناوړه ګټه پورته کوي په یو نوم او بل نوم پوسټونه اوتبصرې کوي.
بعضی وخت داسی کیږي، چی دا خلک اسلامي مالومات نشروی خو په هغې کې زياتوالی او یا کموالی رامنځته کوي او یا هم کله چی څوک اسلامي پوسټ وکړي، نو دوی ورته په تبصرو کی داسی خبرې لیکی چې هغه بالکل د اسلام خلاف وي.
خو دا خلک مونږ په خپله مشهور او له دوی سره مرسته کوو، هغه داسې چی کله دا خلک لیکنه وکړي نو موږ ورته په تبصرو کی ځوابونه ورکوو، حتی په سلهاوو تبصری اخلي نو د دې لپاره چی دا خلک مشهور نشی او د دوی ناوړه تبلیغات ناکام شي، غوره ده چې داسی خلک ژر تر ژره بلاک کړل شي او باید ورته ته هیڅ ځواب هم ورنکړل شي.
په درناوي