نوي سیاسي جبهه :

 
ګرانو هېوادوالو، نن زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د نوي جبهي په نوم یو بل سیاسي ایتلاف د ښاغلی ډاکټر انورالحق احدي په مشرۍ جوړ شو او د خپل شتون اعلان یي وکړ . د دي ایتلاف ویناوالو د ملي یووالي د حکومت اړوند ضد او نقیض بیانونه ورکړل او ځانونه یي سپین چرګان او د جنت پریښتي معرفي کړي . موږ د بیان ازادۍ ته په درناوي ، دا ډول څرګندوني د هغوي حق بولو ، اما که د نوموړي جبهي سیاسي جوړښت ته نظر واچوو ، دا د اوسني حکومت د امتیازونو څخه د یو شمیر بې برخې شوو، د ګمرکاتو په چور کې د یو لړ لاس لرونکو او په عدلي او قضایي ادارو کې د دوسیه لرونکو، د کرزي د اداري و یو شمیر والیانو او لوړپوړو چارواکو او د محمد اشرف غني د ټاکنیز کمپاین د یو لړ وتلو څیرو ګډوله ده .
د دوي له خبرو څخه مالومیدل چې دوي هم شخصي، تنظیمي غوښتني لري، نه د ملي ګټو څخه د دفاع کومه اجندا ! که دوي غواړي ستونزي حل شي په اوسنۍ اداره کې د سمونونو د راوستلو له لاري باید هڅه او هاند وکړي، نه د حکومت د ړنګولو له لاري! په داسې ترینګلو شرایطو کې چې لا تر اوسه ټولي ۷ سیاسي جبهي اعلان شوي، که هره یوه یي دا ډول غوښتنه ولري، د سولی د راتګ او د جګړي د مخنیوي سرنوښت به څنګه شي ؟ خلک حیران پاتې دي هغوي چې که د دولت د امتیاز پر مسند ناست وي، هر څه ښه دي ، اما که له امتیازه بي برخې شي، سیاست ته له منفي لوري زور ورکړي . دوي ړانده دي چې ورته څرګنده وئ چې خلک نور په داسې خبرو نه غولیږي . موږ د نوي جبهي د جوړونکو یو لړ ګوندونو څخه دا توقع درلوده ، څرنګه چې یو لړ له دوي نسبتا ښي برنامي لري ، باید د هېواد د نورو ملي او ډموکراټو ګوندونو سره یو ځاي د افغانستان د سیاسي جنبش د پیاوړتیا په موخه یي ډیره غټه ملي ډموکراټ جبهه جوړه کړي وی او د ملي یووالي په حکومت یي باید فشار راوستی وی چې هغوي قانون پلی کړی وی . د فساد د مخنیوي لاري یي لټولي وی او د مافیا په وړاندي یي پریکړوني مبارزه کړي وی . په داسې شرایطو کې چې هر څه د ورانۍ په لور روان دي ، که نوي ټاکني وشي ، ایا د دي ګرنټي شته چې د ملي یووالي د حکومت نه چې خلک یي ستړي کړي ، دوي د نظام ښه بدیل رامنځته کړي . د وروستیو څو جبهو د جوړیدو څخه څرګندیږي چې واک ته د رسیدني مسأله ، د خلکو د ملي یووالي د پیاوړي کولو او د افغانستان د بچ کېدو تر مسألو دوي ته غوره مالومیږي . په رڼو سترګو ایران او پاکستان د افغانستان د سیاسي ګوندونو او جبهو د کار د لا پیچلي کولو په اجندا کار کوي ، اما د نوموړو جبهو غړي ګوندونه او شخصیتونه ورته پاملرنه نه کوي . په سیاسي ، مذهبي او قومي توګه بنسټپالنه وده کوي ، هغوي زموږ شتون او تاریخ ګواښي ، لیکن د دغو جبهو جنابان د پردو ډالرو لیونیو ته په ړندو ور ګوري او ځانونه ډډي ته کوي . ښه خبره داده چې ټول وطنپالونکي ، ملي او ډموکراټ ځواکونه په یوه جبهه کې راټول شي او حکومت ته ګوت څنډنه وکړي چې د قانون په لاره روان شي او اوسني سیاسي اداري بن بست ته په حکومت کې د پاي ټکی کیږدي .