د روسيې کړکیچ او د ترکیې په اقتصاد یې ناوړه اغیزې.

 
د ترکیې او ورسې اړیکې ورځ تر بله خرابیږې، وروسته د هغې چې د نومبرپه میاشت کې ترکیې د روسې الوتکه راوغورځوله روسې په مقابل کې ترکیې ته سخت اقتصادې ګذارونه ورکړل چې د ترکیې اقتصاد یې اغیزمن کړ.
په سیاسې لحاظ ترکیه د ناټو سازمان غړی هیواد او د امریکې کلک ملګرې شمیرل کیږې، ددی په مقابل کې روسیه هم په نړۍ کې حاکم طاقت او په نظامې ډګر کی پیاوړې هیواد دی، د طیارې د راغورځیدو پیښې باوجود دواړه خواوي غواړې چې په مستقیم ډول یو په بل باندې د حملې څخه ځان وژغورې خو ډيپلوماتیکې او اقتصادې جګړې ته به دوام ورکوي.
ددواړو هیوادونو په منځ کې د روسې خوا قوي ښکارې چې پدې سره به د ترکیې اقتصاد متاثره شې، د طیارې د کړکیچ څخه وروسته روسیې د ترکیې سره ټولې نظامې مرستې او همکارې وځنډولې.
 په اقتصادې لحاظ دواړه هیوادونه یو د بل سره د همکارې ښه سابقه لرې، چې دواړه هیوادونه په مختلفو سکتورونو کې لکه د سیاحت، صنعت او د اجناسو په تجارت کې اقتصادې شریکې منافع لري، د ترکیې د احصایې انسټیټوټ له مخې په 2014 کال کې روسیې سره د خارجې تجارت رقمونه په دی ډول دی، ترکیې د 5.9 ملیارده ډالرو په ارزښت اجناس روسې ته صادر کړي او په مقابل کې یې د روسیې څخه 52.2 ملیارده ډالرو په ارزښت اجناس وارد کړی دي،  ددواړو هیوادونو مشرانو په یوه لیدنه کې چې د تیر کال د سپټمبر میاشت کې ترسره کړې وه ترکیې لیوالتیا ښودلې وه چې د 2023 کال تر پایه پورې به دوه طرفه تجارت تر 100 ملیارده ډالرو پورې پراخه او ورسوې، خو د طیارې د کړکیچ څخه وروسته دا لیوالتیا مشکله ده چې په نژدې راتلونکې کې عملې شې.
روسې خبردارې ورکړي چې ددواړو هیوادونو ترمنځ به د مشترکو پروژو څخه لاس په سر شې چې پدې کې د تجارت ازاده ساحه، د ترکیې د ګازو د لیږد پایپ لین، او د 1200 میګا واټو په اندازه د برق اتومې دستګاه چې د روسیې په همکاری جوړیدې شامل دي، ددواړو هیوادو اقتصاد ته په کتو سره د پورتنیو پروژو پريښودل به د روسیې په نسبت د ترکیی په اقتصاد ناوړه اغیزه ولرې.
دواړه هیوادونه په خپلو کې بغیر د ویزې د تګ او راتګ موافقه لرې، د جرمنې څخه وروسته روسیه دوهم هیواد دی چې زیات وګړې یې د سیاحت لپاره ترکیې ته ځې، په ټوله کې ترکیه د روسې وګړو د سیاحت څخه په کال کې 6 ملیارده ډالره تر لاسه کوي چې د ترکیې د اقتصاد  په وده کې خورا لوی اغیز لري، د طیارې د کړکیچ څخه وروسته روسيې د ترکیې په سیاحت باندې ځینې بندیزونه ولګول او حتی  ځینې پروازونه یې هم وځنډول، په سیاحت باندې دا ډول بندیزونه به د ترکیې  په اقتصاد باندې ناوړه اغیزه وکړي.
ددی سره خوا کې روسیه د ترکیې د سبزې، میوې او غذا لپاره یو لوې خارجې مارکټ دی ، همدارنګه  رخت هم د ترکیې د صادراتو اصلي منبع ده، روسې ته د ترکیې صادرات 4 فیصده د مجموعې صادراتو تشکیلوي چې تقریبا 6 ملیارده ډالره ارزښت لري، د کړکیچ څخه وروسته روسې د ترکیې په صادراتو باندې اضافې کنټرول شروع کړی چې پدې سره په سلهاوو لارې او کشتې د کانتینرو څخه ډکې ولاړی دی.
ترکیه د روسې څخه په زیاته اندازه غنم واردوي چې یو د اساسې ضروروتونو څخه شمیرل کیږې، د کړکیچ څخه وروسته به ترکیه په نورو لارو باندې غور کوي تر څو خپل ضروروت د نورو لارو څخه پوره کړي، ددی په خوا کې ترکیه د روسېې په ګازو باندې متکې ده چې تقریبا 60 فیصده ګاز د روسیې څخه واردوي، که چیرې روسیه په ترکیه باندې ګاز قطع کړي په دې سره به د ترکیې فابریکې به د انرژی د کمښت سره مخ شې او اقتصاد به یې د لوی مشکلاتو سره مخ شي، ددی سره سره چې ترکیې لا دمخه په ځینو نورو بدیلونو باندې غور کړی، لکه عراق، ایران، قطر او ترکمنستان خو ترکیه په خپل هیواد کې د ذخیزې ظرفیت نلرې چې دا یو بل مشکل دی.
د ترکیې حریت ورځپانې په خپل یو رپورټ کې ویلې چې ترکیه به د ممکنه 20 ملیارده ډالرو تاوان سره مخ شي چې داد ترکیې د ناخالصو تولیداتو 3 سلنه تشکیلوي.
ترکیه په اوسنې وخت کې په منځنې ختیځ ، عراق او سوریه کې دداعش له خطر سره هم لاس او ګریوان ده، چې په وروستیو دریو میاشتو کې د ترکیې په مرکز انقره او په لوي او تجارتې ښار استانبول کې چاودنې یې د دداعش د خطر څرګنده نمونې دی، ددی سره خوا کې د سوریې څخه تقریبا 3 میلیونه وګړې ترکیې ته مهاجر شوې چې د ترکیې په بیلابیلو ښارونو کې اوسیږې، همدارنګه لوړ انفلاسیون، د ترکیې د پیسو ارزښت له لاسه ورکول د هغه مشکلاتو څخه دی چې ترکیه ورسره لاس او ګریوان ده چې د ترکیې اقتصاد به نور هم متاثره کړي.
ا.وقاز