څومره چې عمر ډېرېږي، هغومره تعصب زیاتېږي

 
هغوی چې تعصب لري، د عمر له ډېرېدو سره یې تعصبي کړۍ هم پراخېږي.
یوه څېړنه چې په ډېر عمر لرونکو وګړو شوې، ښیي؛ که څه هم ډېری خلک خپل ژوند له کوم ځانګړي تعصبه پرته تېروي، خو که چېرې دوی د ژوند په اوږدو کې تعصب ولري، د عمر له ډېرېدو سره یې تعصب هم ډېرېږي، یعني څومره چې د دوی عمر ډېرېږي، هغومره ورسره تعصب هم پیاوړی کېږي او ډېرېږي.
تر دې مخکې ارواپوهان په‌دې باور وو، چی د لویانو ډیر تعصب له هغه ځایه را منځ ته کیږی چی دوی په هغه چاپیریال کی روزنه لیدلی چی د وروستیو دورو په نسبت له لږ فکری آزادی او د نرم سلوک درلودونکی وو.
ویلیام‌فون هیپل، د اسټرالیا د کوینز لنډ پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي استاد دی، هغه د عمر د زیاتوالي او تعصب د ډېرېدو تر منځ اړیکه دا بولي، چې د وخت په تیریدو سره هغه بدلون یا تغییرات چی د خلکو په مغزو کی را منځ ته کیږی ، ددی باعث ګرځی تر څو دوی ونګړای شی چی د تعصب لرونکو فکرونو او کړنو مخنیوی وکړی.
له ماشومتوب او زلمیتوبه را وروسته د مغز مخکیني لوبونه،د مغزو هغه برخه ده چې تر ټولو برخو ناوخته وده کوي؛ او همدارنګه هغه لومړنۍ برخه ده، چې د عمر په ډېرېدو سره ډېره زړېږي او کمزورې کېږي. دا بدلون د هوښیارۍ د کم‌والي په معنی نه‌دی، خو د مغز د ځینو برخو د کمزوري کېدو لامل ګرځي، د دې برخې دنده له نامناسبو فکرونو او کړنو مخنیوی وي.
د پروفیسور فون هیپل په وینا، همدا لامل دی، چې د ډېر عمر لرونکي د هر هغه څه په پیدا کولو کې، چې دوی یې په لټه کې وي، له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، او داسی فکرونه ځرګندوی چی پخوا یی هغه نامناسبه ګڼل.
د نامتو او یا مشهورو خلکو لپاره د مغزو د مخکینۍ برخې کمزورې کېدل، ستونزي پیدا کوونکی بلل کېږي، ځکه د هغوی څرګندونې او خبرې یا خو په نېغه رااخیستل کېږي او یا ثبتېږي، له دوی ور ها خوا تعصبي څرګندونې د عامو خلکو لپاره هم ستونزې پیدا کوونکې ثابتېدی شي.
پروفیسور فون‌هیپل وايي، کله چې ما د امریکا په ماساجوست ایالت کې په یوه علمي موسسه کې درس ورکوی، یوه تورپوستي زده‌کوونکي را ته وویل، زما نیکه اوس ما د "زما د تور کاکا لمسي" په نامه بولي، دا سپکاوی دی. دې زده‌کوونکي ویل، د نیکه دې ډول کړنو ډېر ناارامه او ناراحته کړی یم، ځکه په‌دې پوهېږم، چې له هغه سره مینه لرم، هغه خپله هوښیاري هم تر اوسه لا هماغسي ساتلې ده، بل دا چې تر اوسه په هغه کې هيڅ فکري او ذهني کمزوري او ګډوډي هم نه لیدل کېږي.
څېړني ښيي، چې مغز په تعصبي نظریاتو کې ډېر عمده رول لري. د ویلیام څېړني دا ډول ډېرې ستونزې او شواهيد لري، د مثال په ډول، څرګنده شوی ده ، چې د ځوانان په پرتله ډېر عمر لرونکي کسان ډېر تعصب لري، او په دوی کی د تعصبی فکرونو د مخنیوی غښتلتیا د ځوانانو په نسبت کمه ده .
د ویلیام هیپل څېړنې د دې ډول ستونزو ډېرې بېلګي لري، مثلاً  په دې څېړنه کې راغلي، چې ډېر عمر لرونکي نسبت ځوانانو ته ډېر کلیشه‌يي کارونه او فکرونه کوي او د دې کلیشه‌یي فکرونو د مخنیوي وړتیا نسبت ځوانانو ته د ډېر عمر لرونکو کسانو کې ډېره کمزورې ده.
همدارنګه ډېر عمر لرونکي ، ټولنیزو حساسیتونو ته نسبت ځوانانو ته ډېر حساس دي. خو دلته هغه مهم ټکی دا دی، چې دا ځانګړنه په هغو لویانو کې لیدل کېږي، چې د مغزو مخکینۍ برخه یې نسبت نور مغز ته ډېره ضعیفه وي.
د دې ناوړه پدیدې د رامنځ ته کېدو دوه لاملونه ښودلی شو:
ایا د ډېر عمر لرونکو وګړو همدا تعصبي کړنې، د هغوی د واقعي شخصیت په معنی دي، هغوی په ځوانۍ کې د داسې فکرونو په کنټرول برلاسي وو؟ په بل عبارت، ایا دغه وګړي تل په تعصب ککړ وو، خو په ځواني کې د دوی د مغز مخکینۍ برخه پیاوړې وه او د دې تعصوبونو د کنټرول وړتیا یې درلوده او اوس دا وړتیا او ځواک کم شوی او نه‌شي کولی همدا کړنې کنټرول کړي؟
بل ویلی شو، د مغزو د مخکینۍ برخې غښتلتیا او پیاوړتیا د خلکو اصلي او ریښتنی شخصیت نه پټوي، بلکه هغه ته شکل ورکوي؟ په بل عبارت، د مغزو د مخکینی برخی کمزوري د خلکو شخصیت ته شکل ورکوی او په هغوی کی د تعصب د را منځ ته کیدو باعث ګرځی .
پروفیسور فون هیپل وايي، د ښوونځي په دوره کې د ده ځینو ټولګیوالو د تفریح لپاره د یوه معلول ټولګیوال، چې عضلاتي کمزوري یې درلوده او له ځانه یې دفاع نه شوه کولی، د هغه کالي به یې له واورو ور ډکول. همدغه پخواني زده‌کوونکي چې اوس لوی شوي دي، د خپل معلول ټولګیوال د ازار او اذیت له یادونې شرمېږي او دا کړنه د دفاع وړ نه بولي.
په عین وخت کې دا شک هم را پیدا کېږي، چې ایا دا خلک د ماشومتوب د دوری د ناوړو فکرونو او کړنو د مخنیوي لپاره، پر مغزي مخنیوي تکیه کوي؟ یا په بل عبارت، ایا ممکنه ده، چې هغه احساسات لا تر اوسه هم له دوی سره وي، خو له دې عملونو او کړنو څخه د مخنيوي هغه ځواک اوس په کار شوی وي او د هغوی له دې کړنو مخنیوی کوي؟
له دې نظره؛ هر هغه څه چې پېښېږي، دا نه دي، چې  د خلکو د مغزو د مخنیوی غښتلتیا د هغوی د واقعی عقایدو د څرګندولو مانع کیږی بلکه هغه ټکوي،  له دې مخې ویلی شو، چې لویان نسبت ځوانانو ته د تعصبي فکرونو او کړنو په ټکولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.
سرچینه : بي‌بي‌سي
ژباړه: حبیب‌الله منګل