
د ۱۳۹۴/۱۰/۲۲نيټه د لمر او طلوع نیوز تلویزیونو څخه د ولس غږ په نامه خپرونه نشر شوه، چې د نن څخه څخه یونیم کال وړاندې ثبت شوې وه اوله ثبت پوره یونیم کال وروسته خپریږي، چې پکې د کونړ د ځینو سیمو امنیت ناسم ښوول شوی او ان د کونړ اداری په جوړښت هم پکې نیوکې شوي، ولې د دغومره مودې تیریدو ورسته په کونړ کې نوی والي ټاکل شوی اوپه هره برخه کې پام وړسمونې اونوښتونه رامنځته شوي، حالاتوته په کتو وخت په وخت حالات تغيیرکوي چې د طلوع نیوز دغه زړه خپرونه د کونړ ولایت د اوسني وضیعت سره یې هيڅ تړاو نه لري د دې لپاره چې دنويوالي اصل په نظر کې نیول شوی وي موږ د ټولو رسنیو څخه هیله کوو،چې دژورنالیزم ټولو اصولو ته ژمن پاتې شي او خپل رسالت په ښه توګه سرته ورسوي.
د کونړ ولایت موقیعت ته په کتو امنیتي وضیعت ورځ تربلې مخ په ښه کیدو دي، په دې ولایت کې د ډاډ من امنیت رامنځته کیدو لپاره ا منیتي او دفاعي ځواکونه او ولسونه یوتربله غښتلې همغږي لري همد غه همغږي او دامنیتي ځواکونو بې سارې قرباني ددې جوګه شوې چې کونړ په هره برخه کې پام وړ بدلونونه او نوښتونه رامنځته کړي ،ولایت مقام هغه څه په کلکه غندي ،چې د ولس عامه ذهنونه مغشوشوي او د ا منیتي ځواکونو په مورا ل بده اغیزه کوي، په کونړ کې امنیت د ډاډ وړ دی ، دقاچاقو ،فساد او د کانونو د غیر ي قانوني کیندنو مخه نیول شوې ده ،دامنیتي ارګانونو ترمنځ پوره همغږي ده او دا د کونړ ولایت د ولایتي ادارې لویه لاسته را وړنه ده هیله مو داده ،چې د نن او پرون ترمنځ تو پیر وشي اوټولې رسنې ژورنالیزم اصولوته په کتو خپل کړه ترسره کړي .