
د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې حاجيخیرمحمد ته د طالبانو پارچه راغله، دى يې د طالبانو مرکز ته غوښتى و. حاجي چې تازه له عربستان څخه راغلى و، د طالبانو مرکز ته ورغى طالب قوماندان څو لنډې پوښتنې ورڅخه وکړې. لکه چې قناعت يې حاصل نه شو ورته ويې ويل چې په مرکز کې کيني. دى دوه ورځې په مرکز کې کيناست. په دريمه ورځ يې کورته د طالبانو بله پارچه ورسيده په کاږه واږه خط ليکل شوي وو، چې لس لکه پاکستانۍ کلدارې دې مرکز ته وروړي.
د حاجي جمعه الدين ورور مرکز ته ورغى باالاخره په شپږ سوه زره کلدارې سره جوړ شول. چې پيسې يې پيدا کړې او مرکز ته يې وروړې حاجي خیرمحمد يې په زابل کې بل مرکز ته ليږدولى و. طالبانو پيسې واخيستې او ژمنه يې وکړه چې حاجي به پيدا او ورخوشى کړي. دوه مياشتې تيرې شوې د حاجي خیرمحمد جنازه يې کلي ته راوړه.
دافغانستان په ګوټ ګوټ کې دټوپکي طالبانو دظلمونو داسې په سلګونو زړه بوږنونکې کیسې موجودې دي چې هرچاته معلومې دي. ددوی دمشرانوله خوا د بې ګناه مسلمانانو دحلالولو ویډویې کسټ اوس هرځای شته چې د نرمو زړونو خاوندان یې د لیدلو توان نه لري.په هغو کسټونو کې دطالبانو مشران د یوه انسان د حلالولو لپاره دهغه پر ستونې داسې پښې ږدي، لکه څوک چې د لوی اختر د قرباني لپاره پسه حلالوي.
دوی دې خپلو ظلمونو ته هغه نومونه ورکوي چې دیرش کاله مخکې نورو ظالمانو هم ورکړي وو. او نتیجه یې موږ ولیدله.
هغه ورځې مو هم په یاد دي چې طالبان دجنګسالارانو او ټوپکیانو پرضد راپورته شول، ډیرو خلکو یې ملاتړ وکړ ځکه خلک نور د ټوپکیانو له ظلمونو څخه ډیر په تنګ شوي وو دټولو دا هیله وه چې شروفساد یې له وطنه ورک شي.نو ډیرو خلکو یې ملاتړ وکړ او دټوپکیانو پرضد ډیر ځوانان له دوی سره یو ځای شول چې بیا دوی په ډیره ارزانه بیه خرڅ کړل.خرڅ په دې معنا چې دغه احساساتي او غولیدلي ځوانان یې بې له کوم پوځي تدبیر څخه دجنګ سختو جبهو ته واستول او ډیر ځوانان یې له یوې مخې په نورو تباه کړل. ددغو ځوانانو میندې اوس هم دخپل ځیګر دټوټو دراتلو په تمه دي او په خوبونو کې خپل سره خوله بچیان چې د طالبانو د قدرت نیونې دهوس قرباني شوي دي، ویني.
طالبانو په هغه وخت کې هم دخلکو دې ډول ملاتړ ته ارزښت ور نه کړ او خپلې ټولې بریاوې یې خپلې او دخپلو بهرنیو بادارانواو جاسوسي شبکو بریاوې وبللې. خو دوی باید پر دې پوه شي چې خلک دظالم ملاتړ نه کوي اوکه دکوم ظالم ملاتړ هم کوي تر هغه دبل ستر ظالم په مقابل کې به یې کوي او تیر ځل همداسې وشول.
دا ځل چې خلک پوه شوي او ویني چې ددغو نویو ټوپکیانو او پخوانیو ټوپکیانو ترمنځ کوم توپیر نشته نو دادی وینو چې ملاتړ یې هم نه کوي. اوس طالب جګړه مار دخلکو له ذهنونو پردي شوي اوس دځوانانو هغه اوږده اوږده کتارونه چې ددوی دملاتړ لپاره به ولاړ و، نه لیدل کیږي.خلک اوس ژوند غواړي ، خلک کار غواړي، خلک غواړي چې وطن یې آباد شي، ښوونځي ولري، سرک یې پوخ وي او روغتون ورته نږدې وي څو خپل ناروغ پخپل وخت ډاکټر ته ورسوي.اوس هغه پخوانی وخت نه دی.
که دلته او هلته د ټوپکیانو تخریبي کارونه شته او په ځینو ځایونو کې ورځ په ورځ زیاتیږي، علت یې دا نه دی چې د دغو نویو ټوپکیانو څیرې دخلکو خوښیږي او ټوپکوال یې ورځ په ورځ زیاتیږي.بلکې نور علتونه لري چې یوڅو یې هم دحکومتي ادارو کمزوري، په دولتي ادارو کې فساد او د جنګسالارانو واکمني او ددې ترڅنګ دبهرنیو ځواکونو بې ځایه او بې رحمانه بمبارۍ دي.
نور موږ ټول پوهیږو چې طالبان نور دچا په زړه کې ځای نه لري، ځکه هغوی د پخوانیو ټوپکیانو په پله روان دي او هغه ظلمونه چې هغوی پر افغانانو کول، طالب ټوپکیان یې ترهغو زیات کوي.
ځلا زرمتۍ