يوه ګيله دوه مشورې

 
مونږ په داسې يوه سيمه کی ژوند کاوه چی وګړي يي ښايسته ؤ،دود او رواج مو ترټولو منلی او دروندؤ، ځايي خلکو زړونه د مينې او خواخوږۍ ډک ؤ،دامن او ډاډ حس مو زړونو ته ښکته شوی ؤ،په خپلمنځي باورونو مو تلقين پيداشوی ؤ... نه ډار ؤ نه ويره،نه بدنيتي وه نه بدګماني،نه کبر ؤ نه غرور،زړونو مو يوبل ته لارې کړی وی،پر يو بل مو باور درلود،متقابل احترام مو درلود...... ميلمه او دېره مو درلوده!!
يوناورين راغئ،سپيره سيلۍ شوه دا هرڅه يي لولپه کړل، باورونه ختم شول، ډاډ او سکون کډه وکړه،مينه او خواخوږي له منځه لاړه،ميلمه وتړل شو دېره ړنګه شوه ! شاړه شوه ! بدرنګه شوه ! ! خلک وکوچيدل دنګ او متين خټين ديوالونه يي پريښودل د کلي دباندې شنه اسمان لاندې يي واړول،جارونه يي له ځان چاپيره کړل،لوږې او تندې يي تېری کړی،ربړی او ستونزې يي وګاللې، د بی چارګۍ او بی وزلۍ شيبې يي تېری کړی ... اوس هم همالته د کلي دباندې اوسي،کلی ته نه دی راغلي.                                                                                                                           ګيله می داده چی اوس زموږ په سيمه کی نه بی مروته اوسړيخوړ صليبی شته او نه د صليب غلامان، سيمه ټوله د وسله والې ډلې سره ده، د سيمی لر او بر د دوي په واک کی دی،قضاء او څارنوالي له دوي سره ده !! نو بيا ولی امن نه شته ؟ ولی بی کوره شوي خلک کلي ته نه راځي؟ شريعت د تنفيذ په وړاندې هيڅ خنډ نشته ولی شريعت نه نافذيږي؟؟!! ولی د باورونو فضاء ورځ تربلې راتنګيږي؟ ولي مينه او خواخوږي نشته ؟ ! ولی دېری ړنګی او شاړی دي؟! ولی ظلم کيږي؟ ولی نه متقابل احترام شته او نه محض انسانيت ته درناوې؟؟                                                                                       
پريکړه تاسو وکړئ چی ولس ګرم دی که د ولس په منځ کی پروت وسله وال ؟               
زه ولس اووسله وال ته مشوره ورکوم !!
ولس ته !!
 وسله وال ستاسو په ملاتړ او توافق ستاسو په منځ کی ژوند کولی شي،تاسو هغوی ته شپې ورکوئ، تاسو هغوی ته ډوډۍ ورکوئ،هغوی ستاسو په ډاډ ستاسو ترڅنګ اوسيږی ،ستاسو توافق د هغوي شتون ثابتوي،ستاسو ملاتړ د هغوی مټ پياوړی کوي.... که مو درک کړه چی وسله وال خپل سري کوي، غدر او وحشت کوي،د امن او ډاډ په وړاندې خنډ واقع کيږي ... ورپسی راپورته شئ په کلکه يي مخالفت وکړئ، ډوډئ مه ورکوئ،مزاحمت يي وکړئ.... شايد د نجات لار پيداکړئ.                              
وسله وال ته  !!
د ملګرو په انتخاب کی غور او دقت وکړئ هغه چاته په خپل صف کی ځای مه ورکوئ چی تر پرونه په ولس کی په لوپرۍ او لنډغرۍ مشهور وي،د ملګرو هراړخيزه تربيه وکړئ، د څو تربيه وي مراحلو وروسته يی خپل صف ته داخل کړئ،نيک ګماني مو راکمه کړئ په هرچا نيک ګوماني مه کوئ .... ټوپک هغه چاته ورکړئ چی مرام او هدف يي معلوم وي. نه هغه چاته چی بی هدفه او مغرور وي...