د ګل پاچا الفت د افکارو غورچاڼ

 
راټولونه او ترتیب: حسیب الرحمن نورمل
لومړۍ برخه
هغه چې په شتو کې له لوږې مري، د هغوی لوږه له ناپوهۍ نه ده.
زه لوی او کوچني خلک په دې پېژنم چې لوی خلک پر راتلونکې او کوچني پر تېر فکر کوي.
سپي یوازې دخپل څښتن دښمن نه داړي، کله کله يې پر دوستانو هم حمله کوي.
ترمخدوم نه مې خادم او تر پیر نه مې مرید خوښېږي.
وپوهېدم چې دخیر او برکت خلک په ساده مسلمانانو کې موندلی شو.
زموږ ‌ډېر غمونه د خوښۍ په ډولۍ کې پټ دي.
ځینيوايي، خوښ خلک هغه دي چې غم نه لري، خو داسې نه ده، له هر چا سره د خوښۍ په اندازه غم دی.
ښه ده چې عقل او پوهه پرموږ ډېر تسلط نه لري، که نه ډېرې خوشالۍ به مو پر غم بدلې شوې وای.
د غم او خپګان یوه دنده دا ده چې د خوشالۍ ذایقه او خوندروزي.
موږ هغه شیان خوشالوي چې موږ یې ډېر خپه کړي یو.
ځیني وخت خپګان او غمونه د خوشالۍ د راتلو زیری راکوي.
په یاد ولر‌ئ چې تیز باران سېلابونه او تندر له ځان سره لري.
جبر او اختیار په هرځای کې یو شان نه وي.
هر څومره چې د انسان په ژوند کې پرمختګ رامنځ ته کېږي، په هغومره اندازه جبر او مجبوریتونه کمېږي او اختیار او خپلواکي ډېریږي.
د زمانې دا عادت دی چې زاړه شیان له کاره باسي او نوي شیان په کار اچوي.
موږ تر خدمتګارانو باداران ښه پېژنو.
خوږوالی یو خوږوالی دی، خو په مختلفو ځایونو کې په بېل خوند او بېل نوم پیدا کېږي.
هره هغې خبره کې چې ابتکار وي، هغه د ادب پردې ته لویه اړتيا لري.
پر خلکو حکومت کول ګران نه، بلکې په هغو کې د لایقو او پوهو کسانو پېژندل ګرانکار دی.
ډېرې خبرې کوونکو او ډېر فکر کوونکو ته د کار خلک نه شو ویلای؛ ځکه تر ډېره د هغوى خبرې او فکر عملي جنبه نه لري.