ســـره د مخ کاسه دې له غروره کــړه
ګرانه! نن دې بيا د چا مور بـــوره کړه ؟
ولـــــې ؟ دې وژلـــــو د ا وژلــــی كــس
تا خو سره په مړه ښامار کې توره کړه
بيا د کوم ښايست ګلداره ويښه شوه؟
چا مې نن دا ښۍ سترګه رنځوره کړه ؟
ښکلې مې کړه اخ توبه مې ښکلې کړه
نن مې د خــــمار د پښو مزدوره کـــړه
سپينه اينه يــــې تپـــــي تپــــــي کړه
وخت چې د جلان مينه توروره کړه
سيدجيلاني جلان
يادونه ! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى.
وروستي