د معارف د وزیر بی کفایتِی



د امریکا د پراختیایی اداری لخوا وزارت معارف ته ۳۰ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي وو چې د (کاري ځواک د پراختیا د پروګرام AWDP) لپاره یې ورکړي او دا پروګرام په ۲۰۱۳ کې شروع دی خو د وزیر معارف بلخي لخوا له هغه تفاهنامې څخه د سر غړونې له وجې چې  د امریکا د پراختیای اداری سره یې کړی وه تیره میاشت ۱۸ میلیونه ډالر بیرته د همدی اداری لخوا وګرځول شول ځکه چې وزیر اسدالله بلخی د تفاهمنامی څخه سرغړونه کړیدی.
دا پروګرام د پلان له مخې تر ۲۰۱۸ کال پوري وو چې تر مخې به یی ۲۵۰۰۰ افغانانو ته کار مواقع پیدا کولې ولي د بلخی لخوا د اصولو خلاف کار تر سره شویدی. هیله ده دا موضوع راپورته کړي. یادونی وړ یی بولم چې AWDP یا د کاری ځواک د پیاوړتیا پروګرام د پوهنی وزارت اړونده د مسلکی او تخنیکی تعلیماتو معینیت لاندی کار کوي.

په درنښت