افغان کرکټ لوبډله د ۲۰۱۵کال تر ټولو زیاته ګټونکې لوبډله اعلان شوه‎

 
د کرکټ نړیوالې شورا د احصایې له مخې افغانستان په ۲۰۱۵ م کال کې نه یواځې خپلې سیالانې ایرلینډ او سکاټلینډ لوبډلې شاته پریښي ترڅنګ یې سترې لوبډلې هم وروسته کړي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۵ م کال کې د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام اتلې سریلانکا په ګډون د اسټرالیا، پاکستان او هندوستان لوبډلې هم شاته پریښي.
د ۲۰۱۵ م کال شل اوریزه نړیوالو سیالیو ته په کتو افغانستان تیرکال په ۹ شل اوریزه لوبو بریاو سره د نړۍ ترټولو مخکښه کرکټ لوبډله اعلان شوې ده.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په تیر ۲۰۱۵ م کال کې ټولټال ۱۱ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، چې۹هغه یې ګټلي او ۲ یې بایللې دي.
د افغانستان له پاره تیرکال په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې مخکښه بیټسمین شهزاد محمدي و، په نړیواله کچه په زیاتو ۲۹۷ منډو یې لومړی مقام ګټلی و.
شهزاد محمدي د دغه ریکارډ له پاره سویلي افریقایي فف ډوپلیسیس، پاکستاني احمدشهزاد، زمبابوی سین ویلیمس او نیوزیلنیډي برینډن مکولم په څیر لوبغاړي شاته پریښي.
دغه راز تیرکال د افغانستان له پاره دولت ځدران بیا په کور دننه لومړې مقام لرونکې خو په نړیواله کچه په ۱۳ویکټو پنځم مخکښه بالر و، چې ښه ځلیدلی و.
دغه راز د تیر۲۰۱۵ م کال شل اوریزه لوبو په غوره ۱۰ لوبډلو کې هالینډ په ۶ بریاو دويم ، پاکستان په ۶ بریاو دریم، سویلي افریقه په ۶ بریاو څلورم، هانګ کانګ په ۵ بریاو پنځم، انګلستان په ۴ بریاو شپږم، سکاټلینډ په ۴بریاو ۷، ویسټ انډيز په ۳ بریاو ۸، بنګله دیش په ۲ بریاو ۹ او نیوزیلینډ بیا په ۲ بریاو ووستې لسم مقام ترلاسه کړی دی.
افغانستان تراوسه د ۲۰۱۰ م کال فیبرورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې راپدېخوا ۳۷ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي چې ۲۲ یې ګټلي او ۱۵ یې بایللې دي.