
ویل کیژی چی د افغانستان جمهور رییس د کابینی۵بی کفایته وزیران شړی او په ځای یی لایق ,ازمایل شوی, پاک نفسه او وطن دوست وزیران ګماری. پدی لست کی یو تن وزیر صاحب دی چی ورته بی کفایته ویل, بیکفایتی ته توهین دی, هم اسدالله بلخی دی. نوموړی په دې مشهور دی چی حتی د خپلی دکتورا تیزس یی هم پلار مرحوم حنیف بلخی ورته لیکلی. د ژبنی تعصب خو نور ورباندی ځای نشته، او غلا خو لویه غلا د پوهنی په وزارت کی امکان نلری, خو په خس دوزدی کې نو پړانګ دی. اما نوموړی په همدی کچه په فریب او نیرنګ کې دونه ماهر دی چی دا دوهم ځل دی چی د خورا ماهر رییس جمهور نه په خپل نیرنګ ځان خلاصوی. هغه داسی چی کله هم دده د منفکی وخت راشی دی یوه مهمه سوژه را پیدا کړی چې د خلکو او په خاص ډول د اشرف غنی ذهن اغفال کړی. بلخی ښه پوه دی چې دا ځل د ډاکتر اشرف غنی د منفکیانو د لیست په رأس کی نوموړی د خپلی بېانتها بې کفایتۍ له وجې قرار لري، د پوهنې وزارت انکشافی بودجه مصرف په حکومتي ادارو کې تر ټولو ټیټ دی, تمویل کونکي ورسره کار پریښودو ته اړ شوي، یو په خپلو پښو ولاړ د پوهنی نظام یی په یوکال کی ړنګ کړ, او ورته یې بې جبرانه زیانونه واړول. اما چون نوموړی د مکر او فریب څخه علاوه نور هیڅ شی هم نلری, نو کوښښ یی وکړ چې ذهنیتونه د څه وخت لپاره یو ځل بیا په یوه دلچسپه موضوع مصروف کړی ترڅو دځان لپاره وخت واخلی او اشرف غنی اغفال کړی. پدی شرایطو کی کومی خبری چی ډیر خریدار لری هغه مبالغه آمیزه اتهامات دی, د فساد چیغې دي چې د هر چا ډیری خوښیژی نو ځکه یی د پوهنی وزارت په پخوانۍ رهبرۍ پسی یو ځل بیا له کوم سند پرته پښی را لوڅی کړی, زاړه اتهامات یې یو ځل بیا تازه کړل. چی هله داسی فساد موجود وو, هوایی مکتبونه او معلمین موجود وو او زه یې پر خلاف د مبارزې کلک عزم لرم.
هلکه ته خو بیشکه چې عزم لرې؟ اما د څه شي عزم؟ ته بیشکه چې د فساد عزم لرې, د تعصب عزم لری, د ټمبلی عزم لری, د پوهنی نظام د ړنګولو او دړې وړې کولو عزم لری, د ډونرانو د مایوسۍ او د پوهنې له نظام سره یی په خدای پامانی مجبورولو عزم لرې.
هیوادوال او ولس دې دا څو لنډی پوښتنی ستا نه وکړی او ته یی ځواب ووایه، اول: انکشافی بودجه چی ستاسو جناب په وخت کی قرارداد شوی وی او په مصرف دی رسولی وی څومره ده؟ د نورو ځوانانو په مټو به ته ځان نه تیروی. د پخوانی رهبری په وخت کی چی قرارداد شوی وی هغه ستا کار ندی. دوهم: د انکشافی کارمندانو تعداد اوس څو تنه دی؟ څو تنو ستا د بیکفایتی له وجی خپل وظایف له لاسه ورکړل؟ دریم: یوازې په مزارشریف کی په 1394 کال کې څو تنه اجیر بالمقطع مقرر شویدی؟ او دا د ټول هیواد د سږ کال د اجیرانو څومره سلنه تشکیلوی؟
ته ټول عمر د پخوانۍ دوری په تنقید او په هغه باندی په اتهام تړلو نشی تیرولی. ته دا ثابته کړه چی پدی تیر یو نیم کال کی دی څه وکړل؟ د معارف د کمی او کیفی بهبود لپاره, د هغه د غوړیدنی لپاره دی څه وکړل؟ که خیالی ښوونځی موجود وو څو بابه د تشخیص او بند کړل؟ څو تنه خیالی معلمین او کارمندان دی تشخیص,او منفک کړل؟ لست یی له مکمل هویت سره جمهور رییس, ملی شورا او مطبوعاتو ته وړاندی کړه چی د پوهنی ولایتی رییسان او مدیران یې یا تایید کړی مسولیت یې ومنی او یا یی هم په اړه توضیحات وړاندی کړی. والیان یې تایید کړي, مستوفیان یې تایید کړی, ولسوالان یی تایید کړی, ولایتی او د ولسوالیو امنیه قوماندانان یې تایید کړی, ولایتی د امنیت رییسان او د ولسوالیو د امنیت مدیران یی تایید کړی؟ ځکه دا ټول مقامات په خپلو د نفوذ لاندی ساحو کی مسول دی.
دا به تر کومه ته په توره تیاره کی هواوې میتر کوې، وایی خیالی مکاتب او خیالی معلمین شته خو معلومولی یی نشم او په اړه می اجرآت ندی کړی؟؟؟؟ دا منتر دې نور نه چلیژي.