عالمه اور له خپله تنه اخلم
د شعر الهام مې له وطنه اخلم
زه خو اغيار دومره وهلى نه يم
لكه ګوذار چې له صنمه اخلم
په زړه كې اور چې د دوزخ ګرځوم
په سر كې شور له ډېره زغمه اخلم
د خلكو درد رانه خوبونه وړي
دا شوگيرې له لويه غمه اخلم
د ژوند كتاب چې په سرو وينو ليكم
دا هره كرښه له ماتمه اخلم
د عقيدت كعبه مې ړنگه وينم
چې بت خانې ته لاره سمه اخلم
چې د شرابو په نشه رسوا شوم
ډكې پيالې به له زمزمه اخلم
اسده څه شول د رڼا پتنگان
زه د تيارو نه بله شمعه اخلم
وروستي