چې ديارپه مينه مست يم تل مدام
تيروم به يې په عشق كې هرناكام
چې دتن په خوشبويۍ يې هوسيږم
اړوم به يې په سردعطروجام
زه يې دسترګوپه نظركې اثروينم
ځكه پښوته په سجده يم دګلفام
مايې دزلفوپه هرتارثناويلې
زه كافرپه عبادت كړم دي امام
ويروې مې ددوزخ له اوراوزوره
ژوند له مانه دڅه اخلي انتقام
كه تومت اوياپيغوردزمانې وې
مامنلې په خپل ځان داهر الزام
كه نعمت دجنت نه واى په دنياكې
مابه څنګه پيژندلاى داطعام
بس توپيريې تش په نوم كې بيانيږي
هلته حوري دلته پيغلې ګل اندام
كه دميوپه مستۍ كې سكون نه واى
نه ستائيلي به غني اونه خيام
څه رحمت دخداى په ښكلوراوريږي
زه اسد يې هربشرته كړم سلام
اسد ميوند-مسكو
وروستي