دلته دزړوساقيانوپه زړوميكدوكې دزړوفكرونوپېمانې دي ډكې،ځكه په توره شپه كې دوحشي انګازوسازته نڅاكوي،ځان غولوي ډيرخوښ دي،اوكله كله خووياړي اووايې چې يووخت يې دشرابوپه مستۍ كې رندانوته په شرابوكي زهرشيندلي و،اوبيايې پري ميخاني ړنګي كړي وي دښاردنګومحلونوته يي داسي اوروراچولې و، چي په لمبوكي يي ترننه خلك سوځي.
هو:دابه دهماغه وخت ديوه بې وزله انسان دستړي زړه آزاروي چي لاترننه دوى خپلورنځوروذهنونوته درمل نشي موندلاى ،اوپه خپلوكې دپخوانيوتربګنيواودښمنيوداورپه لمبوكې سوځي،دريغاچې ددوي پدي دوزخ كې داولس نه سوځيدلاى.
هلته دملاپه نامه چاله خپله ځانه جلادجوړكړي، چړي په لاس له خلكوسرونه پري كوي،دتوروجاموپرسريې سپين څادراغوستى، دولس ټول خلك ورته ړانده اويابې وسه ښكاري،ځكه په داسي لوړآوازورته ګواښيږي، اوپه برندوسترګوورته ګوري، هركورد خپل مړي څلويښتي نمانځي وباخپره ده، په كوراوكلي كې ماتم حكمران دي،يوخوا وچي شونډي، ببرسرونه ،تورمخونه، په اوښكولندي سترګي چې په هرنظركې يې دبي وزلۍ اوغربت نښې انځوريږي. يوله لوږي اوبي درملۍ له لاسه هديري ته درومي ځكه دژوند په نامه ددي درانده بار دوړلوتوان نه لري.
بل خوا دسپينواوسروپه محلونوكې ژونددي،مستي ده،سروردي،دسروشونډوخنداده ،دزروسوداده.درقاصي دپانزيبوشرنګ دى،هرخواد ژوند دنوي موسم يونوي رنګ دى،اودوخت جابرحكمرانان سره دټولي خيلخانې دريا پرآس سپاره كعبي ته درومي،ترڅودرئيس،اودوزير،اودقوماندان دمقامونو ترڅنګ د الحاج لفب ورزيات كړي .طاعوون راګډ دى پر بې وزلو،وږيو،تږيو،دوچودښتواودتوروغرونوپربچو،موريې تياره ده،پلاريې غم دى،اوښكې يې اوبه دي،سلګۍ يې خبري،اوبمونه اومرمۍ يې ډوډى ده،نوځكه مرگ ورته نيكمرغي ښكاري.
ماله خپله ځانه وپوښتل چې داڅه ډول انصاف دي؟داولي ؟اودچاله لاسه؟ناڅاپي غږوشوچاوويل دادطبيعت قانون دي،دادانسانې غريزويوه لويه نښه ده،زه يې حيران كړم اودانسان په نوم اخيستلوراته نورهم سوالونه ډيرشو،ځكه داخوزمادسوالونوځواب نشو،دي خبروخوزماپه ذهن كې نورسوالونه و زيږول،چي آياانسان زمري دي؟آياانسان ليوه دي؟آياانسان هغه لوى كب دي چې كوچني كبان خوري؟بس دومره مې ورته وويل چې دادطبيعت قانون نه،دادوحشت قانون دى.
زماپه ويجاړهيوادكې نن هماغه دوحشت قانون نافذ دي،لويان كوچنيان خوري اوبس! خوزه يې پرځان اوپرخپلوخلكومنلاى نشم.نوځكه تري لري پروت يم.خوبې غوره كيداى تري نشم.
څه غواړم
يونوي خيال نوي غورځنګ غواړم
پرخوارولس مې نوي ننګ غواړم
چې په ويدودروكې ويښ كړي زلميان
له خپله شوره داسي زنګ غواړم
دبي وسۍ چيغي مې ډيري وكړي
اوس به د حق په نامه جنګ غواړم
دلوى اسمان پدي خپره لمنه
له نوي وخته نوې رنګ غواړم
له زوړساقي مكارملانه تښتم
خپله بيړۍ ترينه په څنګ غواړم
:اسدميوند
وروستي