زماكابل دې
په لمبوكې پريښود
ته دپاريس
ښاركې منلې شولې
زماپه
وينوباندي رنګ لاسونه
ته راته
بياڅنګه سپيڅلي شولې
زماله
كليوهديري جوړي شوې
ته ديوروپ
ښكلوښاروكې اوسې
زما د ژوند د هرارمان
قاتله
ته لاژوندى
په سروګلوكې اوسې
داستابچيان
دنګ محلونه غواړي
زماولس
پرسرڅپرنه لرې
داستاميرمن
زلفي خوري ګرځوې
دوطن كونډه
مې دلبرنه لرې
ديتيمانودرته
څه ووايم
څېري ګريوان
ببرسرونه ګرځي
لارښوديې
تادخپل هوس قربان كړ
ځكه په
دښتواوپه غرونوګرځي
زماسپين
ږيري دلته وينې ژاړي
ته دي شراب
اوشونډي سرې ستايې
دپلارنيكه كورته
دي اورواچوه
اوس
دپردوكلي،كوڅي ستايې
مكارملاخولاترتابدتر
وو
ماته يې
دستوروډكې شپي ښودلې
دژوندله
حٌسن نه يې بلاجوړه كړه
ماته يې جنت
كې سپيني سري ښودلې
زه يې دزړه
له تيارونه وم خبر
ماخودخداى
په نوم غزاكوله
دخپلووږوتږوخلكو
ګټه
په خداى قسم
ماله هرچاكوله
زه يې
دحوروپرتصويرمئين كړم
خپله يې
دپيغلوهوسونه كول
زماپه مرګ
يې ځانته ژوندجوړاوه
په خپل حرم
كې يې خوبونه كول
زه چې دوران
وطن انځورته ګورم
ستاد
ظلمونوكارنامي ليكمه
داافسانه نه
ده تاريخ دى ګوره
ستادجبرونوزمانې
ليكمه
اسد ميوند-۲۰\۲\۲۰۱۱
وروستي