د پلار پټه مینه

 
یو ۱۶ کلن هلک د خپل پلار څخه پوښتنه کوي:
پلاره! ته به زما په ۱۸کلنۍ کالیزه کې څه ډالۍ کړې؟
پلار یې ځواب ورکوي: زویه لا ډېر وخت دی.
یو کال تېرېږي او هلک ۱۷ کلن کېږي.
یوه ورځ د ده پلار، دی د روغتون بېړنۍ خونې ته ورولي.
رنځپوهان(ډاکټران) ورته وایي: ښاغلیه،ستا زوی د زړه ډېره جدي ناروغي لري.
 
زوی یې پر تخت ناست،د خپل پلار نه پوښتنه کوي: پلاره هغوی تاته وویل چې زه مړکېږم؟
پلاریې په ژړا شو.
 
بلاخره هلک د خپلې ۱۸کلنۍ کالیزې په ورځ له روغتون څخه رخصتېږي.
دی بېرته کورته ځي،او یو لیک پیدا کوي چې پلار یې د ده پر تخت پرېښودلی؛ لیکلي یې دي:همدا چې ته دغه لیک لولې په دې مانا ده چې هر څه سم تېر شوي دي.
ستا هغه ورځ یادېږي چې له ما څخه دې پوښتنه وکړه چې زه به تاته د ۱۸ کلنۍ کالیزې په ورځ څه ډالۍ درکړم؟
 
.مــــا تـــا تـــه خـــپـــل زړه ډالۍ کړ
!کـــــالــــیـــزه دې مـــبـــارک شــــــه
 
ژباړن:ځـــــــلانـــــد آریـــوبـــي