
هغه ماشوم دی په دې نه پوهیږي چې له پلار سره ېې پیسې نه شته ،وايي پلاره ماته به هرو مرو نوې جامې کوې.....
بیا په ژړا شي ، وايي مورې ادریس ویل چې هغه ته ېې پلار د غمیو واسکټ هم اخیستی ، ماته یواځې جامې هم نه کوئ ؟..........
د هغه پلار مجبوریږي دوکاندار ته ورځي او په پور جامې غواړي خو دوکاندار ېې نه ورکوي .
د هغه پلار وايي سبا ته ایران ته ځم کله مې چې د قاچاقبر پور خلاص کړ دا مې ژمنه ده چې لومړی به ستا پيسې درته را لیږم.
خو دوکانار ظالم دی او پور نه ورکوي ، د هغه پلار یو سوړ اوسیلی باسي او وايي خدایه ته خو زموږ حال وینې ، هره ورځ جنګ دی ، دلته کار او بار نه شته ، د ایران لارې هم له خطرونو ډکې دي ، له بلې خوا مې کوچنی بهمن جان هم نه شم خفه کولای ، خدایه زموږ پر حال ورحمیږې .
د هغه د ایران د لارې ملګری چې سبا ته ورسره روانیږي دوکاندار ته وايي خیر دی جامې ورکړه ، زه به د خرڅ له پيسو تاته د ډې جامو پیسې درکړم، خدای مهربانه دی دا پاتې پيسې زموږ دواړو د سفرلپاره بسنه کوي .
د بهمن پلار په نیمه شپه کې د ایران په لوري روانیږي ، سبا چې بهمن ویښیږي ګوري چې پلار ېې نه شته ، پوهیږی چې هغه ایران ته پټ تللی دی ، تر ډيره د پلار په فراق کې ژاړي ، خو مور ېې پخلا کوي او ورته وايي چې خیر دی زویه خدای به دې پلار بیرته په خیر راولي او تاته به د ادریس په شان د غمیو واسکټ هم له ځانه سره راوړي .
د بهمن سلګۍ ورو ورو دریږي او غلی کیږي .
څو اوونۍ وروسته له نورو کوچنیانو سره لوبو ته ځي ، هلته د سالارو په مشهوره هدیره(شنیز جرګه)کې د هاوان ناچاودلې مرمۍ پیدا کوي ، هغه کورته راوړي او د کور په کونج کې په پټه ټول کوچنیان ترې ټولیږي .
نا څاپه یوه سخته چاودنه وشي او کوچنی ګلالۍ بهمن ټوټه ټوټه کړي ، اوس د بهمن نازک بدن ټوټې ټوټې پروت دی ، د شهیدانو په کتار کې د هغه کوچنۍ خورکۍ هم ده او څو نور ماشومان هم شهیدان شوي دي .
په اصطلاح د ملي اردو پوسته دغه غږ اوري او د چاودنې ځای محاصره کوي د بهمن په کور کې د محشر ورځ ده خو دا بیغیرتان وايي دلته لکه چې ماینونه جوړیدل ، موږ د دې کور تلاشي اخلو .
د کلي سپین ږیري عذر او زارۍ ورته کوي چې دا ماین نه ؤ دا ستاسو د ویشتل شویو هاوانونو له جملې هغه مرمۍ وه چې چاودلې نه وه او کوچنیانو د لوبو لپاره راوړې وه او دا دې وینۍ ټول شهیدان ماشومان دي .
په ډير عذر ملي غداران له کلي باسي او د دوی کورنۍ له دې ویرې چې حکومت به هم موږ مجرمان بولي موضوع پټوي .
هلته په ایران کې د بهمن پلار له رسنیو اوري چې په سالارو کې په یوه کور کې چاودنه شوې او پنځه ماشومان ېې وژلي .
زر خپلې مور ته تلیفون کوي خو د پښتنو میندې دز مري زړه لري له هغه موضوع پټوي او وايي سالار لویه سیمه ده ، دلته خیر او خیرت دی ، سودا مه کوه او بی غمه دې خپل کار کوه .
وروسته له ډيرې مودې څخه د هغه پلار د بهمن لپاره جامې او ډالۍ اخلي او وردګو ته خپل کور ته راځي ، په لاره کې له خپل ځان سره وايي زما په لیدو به بهمن څومره خوشحاله شي ،کله چې دا جامې وویني .
بیا ناڅاپه ېې زړه ولویږي او یو ډير ویر ووونکی وسواس ېې په مخه کړي او وايي خدای مه کړه بهمن زوی مې شهید شوی نه وي ، مورمې غلط کړی نه وم ، که هغه ژوندی وای یو ځلې خو به ېې په تلیفون کې غږولی ؤ ، هر وخت به ېې بهانې کولې چې اوس ویده دی ، اوس بیرون لوبو ته وتلی ، اوس جومات ته درس ته تللی دی .....
د هغه پلار کور ته رسیږي او د رسیدو سره سم ېې د مور له خولې یوه دردوونکې چیغه خیژي .
هغه چیغه چې د هغې غږ پر دې ظالمه نړۍ هیڅوک نه اوري ، هغه چیغه چې د دیمو کراسۍ ټيکه دارن ېې په ټول زور سره د خپ کولو هڅه کوي ، هغه چیغه چې ننۍ رسنۍ ورته تروریزم وايي .
د هغه پلار په موضوع له پوهیدو وروسته هدیرې ته ځي ، د خپل کوچني زوی بهمن او لورکۍ په قبرونو په سلګو سلګو ژاړي او وايي بهمنه زویه ته له ما خپه ولاړې ، ما وبښه ، تا د غمیو واسکټ غوښت ، دا دي بهمنه جانه پورته شه ، تا ته مې د غمیو واسکټ راوړی دی ، وايي غونده چې زما سترګې پرې یخې شي ، بهمنه زویه ! زما کوچنی بهمنه! ولې خبرې نه کوې؟ ته لکه چې ریښتیا له ما مرور ېې؟ او کنه شهید خو ژوندی وي ....
یادونه :
دا یوه ریښتیاني کیسه ده چې څو کاله مخکې د وردګو ولایت دسید آباد ولسوالۍ د سالارو په سیمه کې را منځته شوې وه ، دې ته ورته په لسګونو غم لړلې پيښې شوې دي ، په یوسف خیلو کې د هاوان مرمۍ په یوه کور ولګیده چې هغه هم د اردو له خوا فیر شوې وه او په لسګونو کسان ېې مړه او ژوبل کړل چې د هغو له جملې هغه ناوې هم وه چې راتلونکې جمعې ته ېې واده ؤؤ .
تیره جمعه (۱۳۹۴/۰۹/۱۳)په اوتړیو کې چې کومه پيښه را منځته شوه او لس کسه زلموټي ېې شهیدان کړل ، په فیس بوک کې مې د هغو له جملې د یوه کوچني ماشوم تصویر ولید چې سخت ېې وژړولم او ماته ېې زموږ د کلي د ګلالي بهمن شهید سترګې رایادې کړې او د هغې دردمنې کورنۍ او ټول ځوریدلي افغان ولس په یاد مې دا څو کرښې ولیکلې ، خدای دې ظالمانو ته سزا ورکړي او زموږ په هیواد او ټوله مظلومه اسلامي نړۍ کې دې د مسلمانانو په لاس یو سوچه اسلامي آزاد او خپلواک حکومت را منځته کړي چې هلته نه ظالم وي او نه مظلوم او کفار او د هغوی غلامان نور زموږ ماشومان ونه شي وژلای ، آمین یا رب العالمین.
۱۳۹۴/۰۹/۱۶ حسیب الله بدر