
لیکوال : رحمت اندړ
"جمعیت اصلاح و انکشاف اجتماعي افغانستان" په افغانستان کې د هغه تنظیم په توګه پېژندل کیږي چې د تفسیر او حدیثو د خدمت لپاره یې شپه او ورځ پر ځان یو کړي دي او د افغانستان د اسلامي کولو لپاره زیار باسي.
د دوی د ټولو "خدمتونو" له امله دوی د عامو خلکو دومره ډاډ تر لاسه کړی دی چې ډېر لږ خلک پدې پوهیږي چې دا ډله اصلاً د قران او حدیث تر چترۍ لاندې د افغانستان د تسخیر کولو کوښښ کوي. دوی په حقیقت کې د قاضي حسین احمد د جماعت اسلامي بدرنګه کاپي ده او د افغانستان د نظام د جرړو د غوڅولو خوب ویني. د قاضي حسین احمد جماعت اسلامي د مودودي جماعت اسلامي نه دی بلکه د مودودي د خپل ځوی په نظر د هغه د پلار جماعت اسلامي اسلام لپاره کار کاوه خو د قاضي حسین احمد جماعت اسلامي د اسلام اباد لپاره کار کوي. جمعیت اصلاح د قاضي حسین احمد د جماعت اسلامي افغانی رنګ دی چې غواړي دلته واکمن شي او کابل هم د اسلام اباد تر واک لاندی وي.
د جماعت اسلامي اوسني مشر سراج الحق ته د جیو تلویزون په مخ وویل شول چې ځینې کارپوهان پدې اند دي چې د منور حسن په څېر مخور او مطرح امیر پر ځای ستاسې ټاکل کېدل ځینې خلک تفسیروي او وايي چې د پاکستان استخبارات غواړي تاسې د کابل پر ضد داسې وکاروي لکه څنګه چې يې قاضي حسین احمد، یو بل پښتون امیر، د کابل پر ضد کارولای وو. نو هغه د دغه خبرې څخه انکار پر ځای وموسکېده او ویې ویل چې ښه به نه وي چې روسان الله پاک د قاضي صاحب په لاس مات کړل او امریکایان اوس زما په لاس مات کړي؟
دا جمعیت اصلاح چې تاسې وینۍ او د قران او حدیث دورې او درسونه ترتیبوي د دغه جماعت اسلامي افغانی مخ دی چې دلته یې د افغان پر ضد کاروي. دوی هغه ډله دی چې مشران یې ټول پاکستان کې اوسیږي او د هغوی د ګټو لپاره کار کوي. دوی د جماعت اسلامي د فرعي تنظیمونو اسلامي جمعیت طلبه او جمعیت طلبه عربیه روزل شوي خلک دي چې اوس د هم هغوی اجنډا دلته افغانستان کې پلي کوي. په یو او بل نوم د افغانستان د جرړو او شخصیتونو د سپکولو لپاره کار کوي.
د حامد کرزي د ریاست پر مهال هغه په ډېر ویاړ هر ځای کې دا یادونه کوله چې که له مخالفینو سره علماء شته نو له مونږ سره هم د جمعیت اصلاح علماء شته. دا د جمعیت اصلاح علماء وو چې کرزي ته یې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکاوه خو بیا یې مخالفینو ته هم ویل چې مونږ له تاسو سره یو. همدغه دوه مخي پالیسي ده چې جمعیت اصلاح ته یې ژوند ورځ په ورځ مشکل کړی دی.
دوی اردګان ته خلیفه وايي حال دا چې مخ یې خریلې دی، او مرسي یې ایډیال دی حال دا چې د مولوي عبدالصبور پر معیار دواړه بی دینه دي. نه یواځي چې ږیره یې په شریعت برابره نه ده بلکه د غیر اسلامي انتخاباتو پر مټ په مصر او ترکیه حاکم شوي وو/دي. دوی په پاکستان کې د یو غیر اسلامي نظام حامیان دي او پاکستان مسجد بولي خو په افغانستان کې غیر اسلامي نظام باید له منځه ویوړل شي او افغانستان کې اسلام له خطر سره مخ دی.
دوی چې پښتنو سره کښېني نو خوږیاڼي او شینواري ستر مجاهدین وي او امان الله خان بیا غازي امان الله خان وي، خو چې کله پروان ته ولاړ شي نو امان الله خان بې دینه شي او ملای لنګ د ناستې ځای شین کوي، حبیب الله کلکاني واقعاً د دین رسول الله ساتونکی شي. عبدالصبور فخري چې کابل پوهنتون کې ودریږي نو پښتانه بې تهذیبه وي او دري هغه اساسي ژبه وي چې دین پرې ولاړ دی حتی دري ژبه پر عربي ژور تاثیر پیدا کړي خو کله چې ننګرهار پوهنتون ته ولاړ شي نو یاد پوهنتون د دین زانګو او پښتانه د دین اجاره دار وي.
اوس چې د جمعیت اصلاح په اړه یو ملي غبرګون تر سترګو کیږي نو زه هم لازم بولم چې د دوی په هکله معلومات یو په یو د افغانستان له خلکو سره شریک کړم.