افغانستان له زمبابوې څخه سخته ماتې وخوړه / درېیمه پنځوس اوریزه سیالۍ

 
  د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د مرغومې (جدي) دولسمه، چې د 2016 زېږدیز کال د جنوري له دویمې نېټې سره برابره وه. د افغانستان او زمبابوې کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یوه ورځنۍ، پنځوس اوریزه، رسمي تمریناتي کرکېټ سیالۍ د عرب اماراتو په شارجه نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
   د لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې، لوبډل مشر اېلټون چیګمبورا وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د زمبابوې کرکېټ ملي لوبډلې د 48.3 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 175 منډې جوړې کړې، چې افغان لوبډلې ته یې د 176 منډو هدف وټاکه .
  افغان کرکېټ ملي لوبډلې د 16.1 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې 58 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 117 منډو او 33.5 اورونو په توپیر یې له زمبابوې لوبډلې څخه ستره ماتې وخوړه .
  که څه افغان لوبډلې د توپ اچونې په برخه کې ډېره ښکلې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، خو د توپ وهنې په برخه کې یې بې مسؤلیته لوبه وکړه او ډېر ژر یې په کمو منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل .
  د زمبابوې لوبډلې له لوري همېلټون مسکډزا ډېره ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، نوموړي وکولای شول، چې خپله لوبډله له سختو حالاتو څخه رابهر او د خپلې لوبډلې ډېره وخت په کریز باندې ودرېږي او سیالۍ نږدې د پای شېبو پورې ورسوي. مسکډزا په 138 توپونو 83 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 6 څلوریزې، 3 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د زمبابوې او افغانستان د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د زمبابوې د توپ وهنې برخه :
1 ـــ پیټر مور په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ چمو چیبابا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
3 ـــ همېلټون مسکډزا په 138 توپونو 83 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ ریچمانډ موتمبمي په 28 توپونو 14 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ اېلټون چیګمبورا په 3 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او بولډ اوټ شو .
6 ـــ سکندر رضا په 7 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او بولډ اوټ شو .
7 ـــ مکلوم وېلر په 13 توپونو 8 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
8 ـــ ګریمې کرېمر په 75 توپونو 58 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ لکي جونګوي په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ نیوایلي مدزیوا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
11 ـــ ټېنډی چیسورو په 13 توپونو 6 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د افغانستان د توپ اچونې برخه :  
1 ـــ حمزه هوتک 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ دولت ځدراڼ 9.3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ محمد نبي 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 47 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ میرویس اشرف 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ راشد ارمان 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ سمیع الله شینواري 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د افغانستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ نور علي ځدراڼ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ شهزاد محمدي په 22 توپونو 31 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ محمد نبي په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
4 ـــ اصغر ستانکزي په 7 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ حشمت الله شهیدي په 14 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ میرویس اشرف په 3 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ سمیع الله شینواري په 8 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ شفیق الله شفق په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
9 ـــ راشد ارمان په 4 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
10 ـــ دولت ځدراڼ په 21 توپونو 7 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
11 ـــ حمزه هوتک په 12 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
د زمبابوې د توپ اچونې برخه :
1 ـــ نیوالي مدزیوا 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ ټېنډی چیسورو 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ لکي جونګوي 5.1 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 6 منډې یې ورکړې او 5 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ ګریمې کرېمر یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 6 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .