
۱۲/۱۰/۱۳۹۴
ورځ شنبه
د میدان وردګو والي د سیدآباد ولسوالۍ « اوتړیو» پیښې شهیدانو وارثینو سره وکتل او ډاډ یې ورکړ، چې د پیښې عاملینو محاکمه به ترسره شي.
د سیدآباد ولسوالۍ پیښې شهیدانو وارثینو نن د جدي میاشتې په «۱۲» نیټه له والي ښاغلي حیات الله حیات سره وکتل او له هغه څخه یې د نیول شویو کسانو د قضيي د څیړلو دوام غوښتنه وکړه.
والي ښاغلي حیات الله حیات ټینګار وکړ، چې له ژمنې سره سم به یادي قضیي ته رسیدګي کیږي او له قانون سره سم به د نیول شویو کسانو قضیه تعقیب کیږي.
هغه وویل ددې لپاره، چې د پیښې قضیه په سمه توګه وڅیړل شي د محاکمې موضوع یې د سرتیرو له قل اردو لوګر ولایت څخه کابل ته انتقال کړې ده.
ښاغلي حیات د شهیدانو وارثینو ته ډاډ ورکړ، چې د پیښې عاملینو محاکمه به کیږي او زیاته یې کړه، چې که تاسو وغواړي که نه زه د عدالت تامین غواړم .
هغه وویل، چې یادې پیښې ته په جدي ډول رسیدګي کیږي قضیه تر څیړنې لاندي ده؛ خو په وینا یې د محاکمو بهیر یو څه وخت ته اړتیا لري، چې د چارو په بشپړیدو به یې عاملین مجازات شي.
د شهیدانو وارثینو په استازولۍ حاجي جانان وویل، چې غوښتنه یې د عدالت تامین ده او په خبره یې هغسې ، چې خلکو له صبر او زغم څخه واخیست په کار ده، چې اوس د پیښې عاملین په علني ډول مجازات شي.
دغه راز حاجي محمد رفیق وویل، چې د پیښې پروخت یې له صبر نه کار اخیستی او د خپلو شهیدانو یو څاڅکی وینه یې یو میلیون پیسو سره نه ده برابره کړې.
هغه او ورسره راغلو نورو مشرانو په دې برخه کې د والي ښاغلي حیات کړي هڅې وستایلې او غوښتنه یې وکړه ، چې دې قضیي ته جدي پاملرنه وکړي.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات ددې ناستې پرمهال ټیلفون له لارې د شهیدانو وارثینو غوښتنې د دفاع وزارت سره شریکي کړي .
همدارنګه یې وویل، چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې به دا مسله د دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼې سره شریکه کړي؛ ځکه په وینا یې د ولس د حقونو خوندیتوب یې دنده ده .
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر