
څــومــره ښائستــه دى مازديــګرزمــوږدکلى*
ښاپيرى چه پکشى ناستى دا ګودر زموږ د کلى*
هــره ورځ چــه شنــه منګى پکشى قطار شى*
جــوړدشنــوبنګړيــوشــو را و شــر نګهارشى*
سپينــه سپينــه هر طــر ف رڼــا ر ڼــا شى*
که شوټيک دســورسالــونه را بهر زموږ دکلى*
څومــره ښائستــه دى مازديګر زمــوږ د کلى*
بلبلى پــه سنــدرو کى تــا ستـائي*
ربابي دتــار په غږکى له تــا وائي*
دشپلى اواز له کومو غرونو راشى*
چه رايــادکړم چنــارونــه کوزاوبــرزموږدکلى*
څومــره ښــائستــه دى مازديــګرزموږدکلى*
ســورسالو که ســـرى لمبى پکشى بليــژي*
لکه ستــورى هــره پيــغله پکي ځليــژي*
د(شمال)پــه ز ړه و ږ مى پکى چليــژي*
هره پيغله اوځلمى ئي دزړه سرځموږدکلى*
داڅومره ښائستــه دىمازديـګر ځموږدکلى*
ښاپيريانى چه پکى ناستى داګودر زموږ دکلى*
(شمال وردګ دسيدنى ښار)