
لیکوال: سمیع الله ایلم، نوی ډهلي
سهار نهه بجې تاج محل ته ورسیدلو! لمر ډیر خوندور و! څنګه چې کوز شولو، د تاج محل د رهنماوو یوه ډله راپسې شوله! زموږ پلان دا و چې زه او پتیال به په اردو خبرې کوو ترڅو موږ ته ټکټ په ټيټ قیمت لاس ته راشي او رهنما هم په ټيټ قیمت! زما څخه د پتیال شیرزي اردو خوندوره هم وه او فصیحه هم! یو مسلمان رهنما را ته سلام وکړ او خپل کارت یې راته وښوده! د باندنیانو لپاره یې قیمت ۱۳۰۰ روپۍ وې او د سیمه ایزو خلکو لپار یې قیمت ۹۰۰ روپۍ وې! له ډیرو خبرو او په موږ پسې دده منډو دې ته اړ کړلو چې په ۵۰۰ هندي روپیو ورسره جوړ شو!
دده خدماتو کې لاندې شیان شامل وو:
اول: ټکټ لپاره به موږ په لاین کې نه دریږو
ب: ټکټ به دی رااخلي
ج:تاج محل ته د ننوتلو پرمهال به زموږ بوټانو ته دی پوښ مومي!
خبره د ټکټ شوله! د سیمه ایزو خلکو لپاره یې قیمت ۲۰ هندي روپۍ وې او د باندنیانو لپاره یې قیمت ۷۰۰ خو دا چې موږ ګروپ و نو په ۵۰۰ هندي روپۍ هم راکول کیده او ۲۰۰ کلدارې تخفیف!
د رهنما مالومات: تاسو باید د باندنیانو ټکټ واخلئ ځکه تاج محل ته د ننوتلو پرمهال مو ګرځوي او پاسپورټونه مو ګوري! د جریمې په صورت کې ۱۱زره کلدارې هم ممکنې دي چې درڅخه واخیستل شي!
د ټکټ په اړه زموږ پریکړه:
لومړی به د سیمه ایزو خلکو ټکټ اخلو او که ګیر شولو نو بیا به د باندنیانو! خپل رهنما ته مو وویل چې د تلاشۍ پرمهال به دی د تلاشۍ مامورینو ته سترګه نه وهي چې موږ بهرنیان یو—ده قسم وکړ چې نه!
ډیر یې وډار کړلو خو موږ بیا هم هماغه خپله وکړله او د ۲۰ کلدارو ټکټ واخیسته!
زموږ دوه ملګري لومړی لاړ، ددوی وار ۱۵ دقیقې وروسته راغی او د تلاشۍ پرمهال له کتاره راوویستل شول! دوی په کتار کې یو بل سره په پښتو/دري خبرې کړې وې چې دا څومره اوږد کتار دی او هغوی پرې پوه شوي وو! بله دا چې ددوی شیطاني دلته موجود عکاس هم کړې وه چې موږ د خپلو عکسونو لپاره قبول نه کړ!
دریم کس له څیرې هم ښکاریده چې باندنۍ دې! څلورم(لیکوال) زه وم! د تلاشۍ مامورینو زما په لوري بل ته اشاره وکړه چې له کتاره یې وباسي چې باندنۍ دی! ما ته چې راغلل ویل یې تذکره؟ ما ورته په اردو کې ویل چې د څه شي تذکره؟ ویل یې چیرته اوسیږې؟ ما ویل ډهلي کې؟ ویل یې کوم ځای کې؟ ما ویل په مهيپلپور کې!
دوه نور ملګري چې له ما څخه په کتار کې وروسته وو، هغوی له ډاره کتار پریښودلی و! بس یوازینی کس چې د ۲۰ کلدارو ټکټ ورته کار وکړ زه وم! نورو ټولو د ۵۰۰ کلدارو ټکټونه واخیستل!
ولې موږ دا دول کارونه کوو؟ غریب یو! که اوس هم یو څه پیسې مو پیدا کړیدي، خو هغه تیر پس منظر مو اوس هم راباندې اغیز لري! دویم دا چې ګډوډۍ سره عادت شوي یو! دریم دا چې نه غواړو اصولي زنده ګي وکړو! پنځم: فساد را باندې زورور دی!