
ورځ پنج شنبه
د میدان د مدني ټولنو همغږۍ مرګز په نوښت د میدان وردګو ولایت سلګونه ځوانانو ته د کانکور ازموینې په اړه سیمنار جوړ شو.
دا سیمنار نن د جدي میاشتې په «۱۰» نيته د مرګز میدان ښار په غازي کریم خان تالارکې ترسره شو، چې شاخوا «۷۰۰» د دولسوټولګیو فارغانو پکې ګډون کړی وو.
ددې پروګرام پرانیستې پر مهال د میدان مدني ټولنو د همغږۍ مرګز مشر ښاغلي محمد اجمل هوډمن د خپلو کړو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او وویل، چې له دې سیمنار څخه یې موخه داده؛ څو ځوانان د کانکور ازموینې په تخنیکي چارو وپوهیږي او د خپلې خوښې پوهنځیو ته لاره پیداکړي.
هغه وویل، چې په دې سیمنار کې د کانکور ازموینې په اړه د دولسمو ټولګیو فارغانو ته د ازموینې په تخنیکي او نورو بیلا بیلو اړخونو معلومات ورکول کیږي.
په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د افغانستان د ټولنو پوهنتونو په اړه معلومات او د کانکور ازموینې اړوند پرزنټیشنونه د کابل پوهنتون استاد ښاغلي ډاکټر اسدالله حامد او د کابل پول تخنیک استاد ښاغلي انجینر احمد سلطاني له لوري پرمخ وړل کیږي.
د میدان وردګو والي ښاغلی حیات الله حیات د مدني فعالانو داهڅه ستایي او وايي، چې د ولس په ګټه د دې ډول فعالیتونو څخه یې ملاتړ کوي او ورسره به خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي.
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر