
په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان د سوداګرۍ او نړیوال سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو په موخه له هغه سازمان څخه غوښتنه وکړه چې د هغه سازمان لخوا رد شوه، وروسته د ۲۰۰۴ کال د اپریل میاشت کې د دویم ځل لپاره افغانستان د غړیتوب غوښتنه وکړه، چې د ۲۰۰۴ کال د دسمبر میاشتې په ۱۳ نیټه د ناظر هیواد په توګه په هغه سازمان کې ومنل شو. وروسته د افغانستان دولت د غړیتوب د ترلاسه کولو د پروسې د پرمخ بیولو په موخه لاندني اقدامات ترسره کړل. د ۲۰۰۵ کال د اګست په میاشت کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په رهبرۍ یو بین الوزراتي ګروپ تشکیل شو، چې مربوطه سکتوري دولتي ادارې او خصوصي سکتور نمایندګان پکې شامل و.
د افغانستان د بهرنۍ سوداګریز رژیم د تفاهم لیک (Memorandum of Foreign Trade Regime) رامینځته کول، چې لومړۍ مسوده یې په ۲۰۰۶ کال کې جوړه شوه، چې تر څو ځلې کتنې وروسته وروستۍ مسوده یې د ۲۰۰۹ کال د مارچ میاشتې پر لسمه چمتو او د هېواد د سوداګرۍ د وزیر له خوا تائید او رسما د WTO سکرتریت ته وړاندې شوه.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په چوکاټ کې لس کسیز کاري ګروپ رامنځته شو، څو له یاد سازمان سره د غړیتوب پروسه تعقیب کړي.
د ۲۰۱۰ کال په جون میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو، کاناډا، چین او اروپائي اتحادیې سوالونو ته کتبي ځوابونه واستول شول.
د غړیتوب ترلاسه کولو په دې بهیر کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان په اړه د عامه پوهاوي په موخه د حکومت، پارلمان، خصوصي سکتور، مدني او اکادمیکو بنسټونو غړو ته ورکشاپونه جوړ شول. دغه راز د WTO په اړه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت کارکونکو ته لنډ مهاله کورسونو جوړ شول. بلاخره د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د افغانستان د الحاق پروتوکول چمتو شو.
د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د افغانستان کاري غونډې
د افغانستان دولت د سوداګرۍ نړیوال سازمان (World Trade Organization) د غړیتوب د ترلاسه کولو په موخه له نوموړي سازمان او غړو هیوادونو سره پنځه کاري جلسې ترسره کړې، په دغه جلسو کې هم څو اړخیز مذاکرات (Multilateral Negotiation) له هغه سازمان سره او د وه اړخیز مذاکرات (Bilateral Negotiation) له غړو هیوادونو سره پای ته ورسول.
لومړۍ کاري غونډه:
د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) سره د افغانستان د حکومت لومړي کارۍ جلسه د ۲۰۱۱ کال د جنوري میاشتې په ۳۱ نیټه د هغه سازمان په مقر کې ترسره شوه، په دغه جلسه کې د افغان حکومت د وخت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر جناب ډاکټر انوارالحق احدي لخوا د افغانستان د بهرني سوداګریز رژیم تفاهم لیک(Memorandum of Foreign Trade Regime “MoFTR”) مسوده، د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته وړاندې شوه، په هغه جلسه کې له ۳۰ څخه زیاتو د WTO غړو ګډون درلود، او په تعقیب یې د WTO د غړو ۱۶۸ سوالونو ته کتبي ځوابونه وړاندې شول.
دویمه کاري ناسته:
د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د افغانستان دویمه کاري ناسته د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتې په ۱۸ نیټه د هغه سازمان په مقر کې ترسره شوه، د افغانستان د هیئت مشري د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال محترم مزمل شینواری په غاړه وه، هغه د خپلې بیانیې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د WTO غړیتوب د ملي لومړیتوبونه څخه او د افغانستان د کوښښونه څخه وباله چې په پایله کې یې افغانستان د تجارت او ترانزیت په مرکزیت بدلولای شي وباله او آزادې تجارتي پالیسي ګانې او د کار او سوداګرۍ لپاره بهتره فضا د تلپاتې اقتصادي ودې، د بیوزلۍ په کمښت او په هیواد کې د ثبات لامل ګرځي او هغه زیاته کړه چې افغانستان د لږ پرمختللي هیواد (Least Developed Country “LDC”) په توګه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو هڅې کوي او د WTO د غړو هیوادونه څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د افغانستان پرمختیايي اړتیاؤ ته په ځانګړې توګه د نویو په پښو ولاړو صنایعو ته پاملرنه وکړي. همدارنګه په دې جلسه کې افغانستان د خدماتو آفر (Offer on Services) هم وړاندې کړ.
وروسته د WTO یو شمېر غړو هېوادونو لکه د امریکې متحده ایالاتونو، اروپایي ټولنې، استرالیا، کاناډا، چین او جاپان؛ د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب له ملاتړ څخه علاوه د افغانستان بهرني سوداګریز رژیم مطابقت د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له مقرراتو سره و ارزاوه او په دې هکله یې شمېر پوښتنې د افغانستان د سوداګریزو قوانینو په بېلابېلو برخو لکه خصوصي کول، د قیمتګذارۍ پالیسي، د صادراتو او د صادراتي سبسایډي مقررې، زراعتي پالیسي ګانې او داسې نورو په هکله پوښتنې وکړې، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي لخوا ورته ځوابونه ورکړل شول.
د غونډې په پای کې د افغانستان د کاري ناستې ډلمشر او WTO ته د هالنډ هېواد سفیر د یاد سازمان له غړو هېوادونو څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي او زیاتوالی په کې راولي. هغه وویل چې د WTO غړي هېوادنه دې د ۲۰۱۲ کال د جولای میاشتې تر ۱۸ نیټې پورې د افغانستان د بهرني سوداګریز رژیم په تړاو مطرح کړي او افغانستان دې له غړو هیوادونو سره دوه اړخیزه مذاکرات (Bilateral Negotiation) ګړندۍ کړي. د توکو لومړنی آفر (Initial Offer on Goods) د ۲۰۱۲ کال تر وروستیو او له دریمې کاري ناستې مخکې باید د WTO سکرتریت ته وسپارل شي او افغانستان دې د قانون جوړونې د انکشافاتو په برخه کې د WTO سکرتریت په جریان کې واچوي.
دریمه کاري ناسته:
د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان دریمه کاري ناسته د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر میاشتې په ۷ مه بیا هم د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د مرستیال ښاغلي مزمل شینواري په مشرۍ د هغه سازمان په مقر کې ترسره شوه. په دې غونډه کې افغانستان د WTO د غړیتوب د ترلاسه کولو په موخه د خپلو ژمنو په ځانګړې توګه د قوانینو په جوړولو، تعدیلاتو او تعرفو په هکله د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
په دې غونډه کې د امریکې متحده ایالاتونو، ناروې، قرغېزستان، هند، چین، ترکیې، جاپان، یمن، ټایوان او اروپايي ټولنې په WTO کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ وکړ. تر دې غونډې وروسته د ۲۰۱۳ کال د اپرېل میاشتې له نهه ویشتمې څخه د مې تر درېیمې پورې افغان پلاوي یو ځل په جینیوا کې یو شمېر تخنیکي مسایل له کاناډا، ټایلنډ، ناروې او د ټایوان له ګمرکي قلمرو سره حل او فصل کړې.
څلورمه کاري ناسته:
د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان څلورمه کاري ناسته د ۲۰۱۳ کال د جولای میاشتې له ۲۲ څخه تر ۲۶ پورې د مخکې په څېر د افغان پلاوي مشري د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري پر غاړه درلوده. هغه بیا هم د افغانستان لپاره د نوموړي سازمان غړیتوب له ملي لومړیتوبونو څخه وباله او د WTO یو شمېر غړو هېوادونو لکه ترکیې، چین، هندوستان، پاکستان، د امریکې متحده ایالاتونو، اروپایي ټولنې، جاپان، کاناډا، برازیل، کوریا، تاجکستان، نایجریا، ناروې، استرالیا، ټایوان او نیپال د افغانستان له غړیتوب څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د همدې ناستې په څنډه کې افغانستان له کاناډا سره د توکو او خدماتو د آفر (Offer on Goods and Services) دوه اړخیزه مذاکرات نهایي کړل او د جولای په ۲۶ مه د کاناډا په سفارت کې پروتوکول لاسلیک شو. همدارنګه تر اوږدو خبرو اترو وروسته د همدې غونډې په څنډه کې له جاپان سره یو پروتوکول لاسلیک شو. همدارنګه افغان پلاوی له چین سره د ۲۰۱۳ کال د جولای میاشتې په ۲۳ مه هوکړې ته ورسېد او د امریکا متحده ایالاتونو سره وپتیل شوه چې د ۲۰۱۳ کال تر وروستیو به دوه اړخیز پروتوکول په کابل کې لاسلیک شي.
د څلورمې ناستې په تعقیب د ۲۰۱۴ کال د فبروري میاشت کې په جینیوا کې د افغان پلاوي له خوا د د اروپایي ټولنې، ترکیې، سوېلي کوریا او د ټایوان له ګمرکي قلمرو سره د دوه اړخیزه مذاکراتو سندونونه چې له وړاندې نهايي شوي و؛ لاسلیک کړل.
نور بیا...
سرچينه: هميانۍ